امریکا کې نیول شوی داعشی افغانستان کې د سي آی اې ساتونکی و

د امریکا د عدلیې وزارت وړمه ورځ خبر خپور کړ چې یو ۲۷-کلن افغان وګړی د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ د برید په تړاو نیول شوی دی.

تازه امریکايي رسنیو ویلي چې یاد کس امریکا ته تر تللو وړاندې په افغانستان کې له سي آی اې سره د امنیتي ګارډ په حیث وظیفه ترسره کوله او د ۲۰۲۱ز کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا استخباراتو له خپلو زرګونو نورو جاسوسانو او مرتزقه جنګیالیو سره یوځای له افغانستانه ایستلی و.

این بي سي نیوز د دوو امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې نصیر احمد توحیدي تېره دوشنبه په اکلاهوما ایالت کې ایف بي آی تر هغه وروسته ونیو چې د داعش په دستور یې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ پر خلکو د برید لپاره دوه میله کلاشینکوفونه او مرمۍ واخیستې. د امریکا عدلیه وزارت په خپله خبرپاڼه کې لیکلي و چې پر نوموړي دا وسلې د ایف بي آی یوه پټ کارمند پلورلې وې. این بي سي نیوز ویلي چې توحیدي په تېره مارچ میاشت کې د داعشیانو یوې مرستې ټولوونکي ډلې ته پیسې هم لېږلې وې.

د اکلاهوما ایالت د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې توحیدي په یاد ایالت کې د خپل خسر کور په ۱۸۵ زره ډالره سودا کړی و او پلان یې درلود چې د اکتوبر په ۱۷مه په امریکا کې خپله مېشته کورنۍ بېرته افغانستان ته ولېږي څو هلته د ”حقیقي اسلام“ تر سیوري لاندې ژوند وکړي. (نوموړي ته افغانستان د حقیقي اسلام مرکز په داسې حال کې ښکاري چې نور داعشیان دا خاوره دارالکفر او پکې د ”حقیقي اسلام“ نافذوونکي واجب القتل مرتدین بولي؛ دلته د داعشي خوارجو د متزلزل دریځ او خپلو اعمالو او کړنو ترمنځ تناقض له ورایه ښکاري.)

نصیر احمد توحیدي

د یادونې وړ ده، په آنلاین فورمونو کې یو شمېر داعشي خوارجو هم تائید کړې چې له توحیدي سره (چې مستعار نوم یې ابو عمیر دی) په رابطه کې وو او هغه یې خپل ”مؤمن او مخلص“ ملګری بللی دی.

د سي آی اې د امنیتي محافظ نصیر احمد توحیدي د نیول کېدو قضیه، چې ممکن پخپله یو استخباراتي تکتیک وي، له بهرنیو استخباراتي ډلو سره د داعشي خوارجو تړاو نور هم بربنډوي او ښيي چې د خوارجو دا ډله تر څومره حده د استخباراتو په لاسونو کې د نانځکې په شان لوبیږي.

ابو جلال
Exit mobile version