راپور : انادولو خبري اژانس
ژباړونکى : عبدالحکیم
د روسیې د استخباراتو مشر پر امریکا تور پورې کړ چې امريکا په سوریه کې داعش ډلې ته روزنه ورکوي، ترڅو په روسیه کې بریدونه تر سره کړي.
سرګي ناریشکین ادعا وکړه، چې د امریکا د التنف پوځي اډه، چې د سوریې، اُردن او عراق په پولو کې موقعیت لري، ده داعش ترهګرو د روزنې لپاره کارول کیږي، ترڅو په سوریه او روسیه کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر د 2023 کال د مئ مياشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ پر آمریکا تور پورې کړ، چې په سوریه او روسیه کې د تخریب او تروریستي بریدونو لپاره د داعش ترهګرو ته روزنه ورکوي.
سرګي ناریشکین د مسکو په سیمه کې د امنیتي مسلو د مسؤلینو د لوړ پوړو استازو په XI نړیواله غونډه کې ادعا وکړه، چې د آمریکا د التنف پوځي اډه، چې د سوریې، اُردن او عراق په پولو کې موقعیت لري، د داعش ترهګرو د روزنې لپاره کارول کیږي، ترڅو په سوریه او روسیه کې تخریب او ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
د استخباراتو مشر زياتوي، چې آمریکا د سوریې په سیمو په ځانګړې توګه په هغو سیمو کې، چې پوځي اډې یې جوړې کړې دي، د دمشق پر ضد د بندیزونو په بڼه اقتصادي جګړه پیلوي، چې د دغه هېواد د بیا رغونې مخه نیسي.
ناریشکین د خپلې ادعا د تائید لپاره، د ایران او عرَبي هېوادونو ترمنځ، د اړیکو څپې ته اشاره وکړه، او ویې ویل؛ چې په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې د متقابل باور کچه لوړه شوې ده، سره له دې چې د متحده ایالاتو چارواکي دا (په کلکه) ردوي.
هغه ادعا وکړه، چې د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو نورمال کول، په لندن او واشنګټن کې (د دردناک غبرګون) لامل شوى دى.
د روسیې د استخباراتو د مشر په وینا، آمریکا او انګلستان د خپلو دریځونو سره سم (د بین الاسلامي تضادونو په لوبولو) عادت شوي، نو له همدې امله د دوی اړوندو ارګانونو د ایران او سعودي ترمنځ د خبرو اترو د زیانمنولو په موخه یو ناوړه کمپاین پېل کړی، ترڅو د عربستان او د چین د منځګړیتوب رول بد نام کړي.
نوموړي ادعا وکړه (د دې ویجاړونکي کار نښې لا دمخه د نړیوال معلوماتو ځای کې په ښکاره ډول لیدل کیږي.)
هغه د ریاض او تهران د اړیکو د بیا رغولو په نتیجه کښې، په سیمه کښې د رامنځته شویو فرصتونو، لکه د یَمن د شخړې د هوارۍ او په سوریې، عراق او لبنان کښې د کړکیچ د کمېدو یادونه هم وکړه.
په ورته وخت کې، هغه تور پورې کړ، چې امریکا د روسیې پر وړاندې د معلوماتي جګړې پلانونه جوړوي، چې موخه یې د مسکو او منځني ختیځ ترمینځ فاصله رامینځته کول دي.
د استخباراتو مشر دا ادعا هم وکړه، چې انګلستان د اروپایي شریکانو سره په کلکه کار کوي، ترڅو د روسیې او اوکراین ترمنځ د منځګړیتوب مخه ونیسي (تر هغه چې کییف په روسیه باندې د بریدونو توان ولري.
نوموړي تېر کال یادونه وکړه؛ چې په استانبول کې د خبرو پر مهال ترکيه، مَسکو او کییف د جګړې د پای ته رسولو لپاره، یوې هوکړې ته نږدې شوي وو.
او همدا راز هغه وويل؛ د تړون مُسوده د اړخونو لخوا تصویب شوه، مګر دا تړونونه ناکام شول، ځکه چې واشنګټن او لندن خپل اوکرایني واکداران په کلکه منع کړل، چې له روسیې سره د سولې خبرې وکړي او کییف ته یې امر وکړ، چې جګړه وکړي، لکه څنګه چې دوی وايي، تر وروستي اوکراین پورې.
نوموړى وايي چې لویدیځ کولی شي، د نړیوالې سوکالۍ او امنیت په یقیني(ټینګښت) کولو کې مرسته وکړي، مګر (دې غرور د دوی لپاره دا ډول فرصت په کلکه تړلی دی.)
هغه ادعا وکړه، چې په خپل غرور کې د متحده ایالاتو په مشرۍ لویدیځ استبدادي لیبرال رژیمونه دومره پرمخ تللي، چې پخپله د انسان طبیعت تر پښو لاندې کوي.
په حقیقت کې دوی غواړي چې په انسان کې هر څه له مینځه یوسي او هغه له آزاد وجود څخه په بشپړ ډول کنټرول شوي بدلون ته واړوي.
د ناریشکین په وینا، د آسیا، افریقا او لاتینې آمریکا لوی اکثریت هېوادونه دا ډول لید نه لري، او حتی کله، چې فشار راوړي، د روسیې په وړاندې د بندیزونو سره یوځای کیدو څخه ډډه کوي، او په اوکراین کې وضعیت یوازې (د خپلواکۍ د زیاتوالي لپاره عمومي هیله پیاوړې کوي.)
هغه وویل؛ زه باور لرم، چې د هڅو په یوځای کولو سره، د زړورتیا او حکمت په ښودلو سره، موږ به وکولای شو، چې د نړۍ په ځینو سیمو یا په ټوله نړۍ کې د امنیت او سوکالۍ د تضمین ګډ کار حل کړو.
هغه د لویدیځ په اړه وویل؛ د دوی پای به د دوی د عملونو سره سم وي او د دې معنی دا ده، چې د دوی پای به غمجن وي.
#تازه
#تحریر_الشام
له پرلپسې انکارونو وروسته د #تحریر_الشام امیر #ابو_محمد_الجولانی د #تحریر_الشام له لوړپوړو چارواکو سره په یوه ځانګړې ناسته کې اعتراف وکړ چې #ابو_ماریا_القحطانی د نړیوال پوځی ایتلاف (په سوریه کې د امریکایې ځواکونو اتحادیې) سره په کار کولو (جاسوسۍ) ملوث وو-😢