بوالياس جهادوال
د اسلامي امارت له حاکميت او د صليبي يرغل له ماتې وروسته د امريکا په شمول يو شمېر لويديزو هېوادونو او په هغوی پورې تړليو بنسټونو يوځل بيا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه نيوکو ته زور ورکړی دی.
امريکا په ټوله نړۍ کې ځان د بشري حقونو د تحقق داعيه داره بولي خو دا چې پهخپله هم د خپلو اتباعو دغه حقونه مراعاتوي او که له دغې موضوع څخه د يوې الې په توګه د خپلو سيالانو پر ضد او د خپلو ګټو د تحقق لهپاره استفاده کوي؟ په دغه ليکنه کې دغو مواردو ته لنډه کتنه کوو:
که څه هم د نړۍ په کچه او په خپله متحده ايالتونو کې د امريکايي چارواکيو او دولت لهخوا د بشري حقونو د سرغړونې موارد ډېر پراخ دي خو ايرانۍ « پايګاه حوزه» مجلې په تېرو سلو کلونو کې دغو سرغړونو ته کتنه کړې چې دلته يې په لنډه توګه له ځينو مواردو څخه يادونه کوو:
الف . توکمپالنه
امريکايي سياستوال غواړي چې خپل هېواد د بشري حقونو په برخه کې تر نورو مخکښ وښيي، په داسې حال کې چې امريکايانو نه يوازې په درېيمه نړۍ او منځني ختيځ کې د خلکو له ټولنيزو او فردي حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې کړي، بلکې په خپله امريکا کې هم د تور پوستو او سور پوستو پر وړاندې بشر ضد جنايتونو څخه هم سترګې نهشي پټېدی.
توکم پالنه امريکا ته د اروپايي کډوالو په راتګ او د دغې لويې وچې له تشکيل سره هممهاله هغه مهال پيل شوه چې دغو کډوالو د سيمې له اصلي اوسيدونکيو «سور پوستو» سره تبعيضي چلند پيل کړ او د نابرابرو جګړو په ترڅ کې يې هغوی داسې وځپل شول چې له خپلو ټولو سياسي او ټولنيزو حقونو څخه يې محروم کړل او لاهم په دغه ډول معادلاتو کې هيڅ ونډه نهلري.
له دې سربېره تورپوستي چې د امريکا د نفوس درېيمه برخه جوړوي، له پراخ توکميز تبعيض سره مخ دي؛ د رسمي شمېرو له مخې له سپين پوستو سره ډېر طبقاتي واټن لري، کلنی عايد يې ورڅخه ۵۶ سلنه کم او د وزګارتيا کچه يې هم ورڅخه دوه برابره زياته ده.
همدارنګه د امريکا قضايي او انتظامي سیسټمونه هم له تور پوستو سره ظلم کوي او د زندانيانو ډېری برخه يې تور پوستي جوړوي. د ۱۹۷۳ ـ ۱۹۷۹ کلونو د مطالعاتو پر بنسټ چې د جورجيا ايالت په۱۲۰۰۰ قضايي قضيو کې ترسره شوې، د سپين پوستي مقتول په قتل تورن تور پوستي د اعدام احتمال تر سپين پوستي هغه ۳/۷ برابر زيات دی.
ب . نظامي سياستونه
کله چې په ۱۶۰۰ ميلادي کال کې د امريکايانو پخوانيو نيکونه (اروپايان) امريکا ته راګډه شول او د دغې لويې وچې واګې يې په لاس کې واخېستې، نو په لومړيو کې يې يوازې په۱۳ ختيځو سواحلي ولايتونو کې ژوند پيل کړ، خو وروسته يې پر مکسيکو بريد وکړ او د ياد هېواد څو شمالي ايالتونه يې تر خپل واک لاندې راوستل او په اقيانوسيه سواحلو کې يې د « Hawaii »جزايرو پر لور پرمختګ وکړ تر دې چې د دغو استعماري سياستونو پايله کې يې تر ۱۹۰۰ کلونو پورې دغه وچه پر يوې سترې امپراطورۍ بدله کړه.
ج . اطلاعاتي فعاليتونه
د امريکا اطلاعاتي سازمان بنسټ په ۱۷۹۰ کال کې د ياد هېواد د لومړي جمهور رئيس جورج واشنګټن واکمنۍ په لومړيو کې د «بهرني تعامل» په موخه کېښودل شو . د دغه بنسټ کلنۍ بودجه په ۱۷۹۲ کال کې يو ميلیارد ډالر وه او د دغه هېواد د کلنۍ بودجې ۱۲ سلنه برخه يې جوړوله چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته يې له تمرکز څخه د سي آی اې سازمان رامنځته شوه.
سي آی اې داسې يو جاسوسي سازمان دی چې د نړۍ په ډېری برخو کې له وژنو، کودتاوو، ګواښ، جنايتونو او وژنو ډک تاريخ لري او د امريکا د ملي ګټو ساتنې په پلمه د نړۍ د ډېری هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. د دغه سازمان فعاليتونه تر ډېره له امريکا څخه بهر چارو باندې متمرکز دي او د متحده ايالتونو د پټو بهرنيو پوليسو په نوم سره شهرت لري.
د دغه سازمان پخوانی رئيس «ویلیام کیسی » وايي: « سي آی اې په ټولو هغه هېوادونو کې د ثبات کچې ارزونې برخه کې جاسوسي فعاليتونه کوي چې د امريکا لهپاره ارزښت لري». په تېرو ۵۰ کلونو کې د نړۍ په کچه زيات شمېر سياسي رهبران د دغه سازمان لهخوا له واکه لېرې شوي او يا وژل شوی دي لکه په اندونيزيا کې سوکار نو، په کانګو کې لومومبا پاتريس او په چيلي کې آلنده. همدارنګه د کيوبا د ولسمشر فيډال کاسترو د وژلو هڅه او په سلهاوو داسې جنايتونه چې لاپټ پاتې دي، د دغه سازمان له عمده فعاليتونو څخه ګڼل کېږي.
د سي آی اې پخوانی غړی جان استاول وايي « په تېرو ۳۰ کلونو کې د سي ای اې په پټو عملياتو کې ۱.۵ ميليونه کسان وژل شوي دي»
دا په داسې حال کې ده چې د دغه سازمان جاسوسان ډېری د ډيپلوماټو او خيريه مؤسسو د کارکوونکيو په جامه کې په نورو هېوادونو کې د امريکا د ګټه تأمين لهپاره کار کوي او د فعاليتونو ډېر تمرکز يې هم پر تحصيلي او روزنيز مؤسسو، ښځو او ځوانانو دی.