المرصاد ځانګړی: د داعش د عمومي امیر وژل کېدل تایید شول

المرصاد ته ځینو مؤثقو سرچینو تأیید کړې ده چې د داعشي خوارجو عمومي امیر ابو الحسین الحسیني القريشي په تېره اپرېل میاشت کې په سوریه کې وژل شوی دی.
سرچینو ويلي چې داعشي خوارجو ته د ولایتونو عمومي ادارې د ابو الحسین الحسیني د وژل کېدو خبر رسماً ورکړی او له هغوی یې غوښتنه کړې ده چې د نوي امیر لپاره له خپلو جنګیالیو او ملاتړو بیعتونه راټول کړي.
یادو سرچینو هغه ویډیوګانې هم المرصاد ته سپارلي دي چې په کې داعشي خوارج له نوي مزعوم خلیفه سره د بیعت کولو په حال کې ښکاري.
د یادونې وړ ده، ابو الحسین تر هغه وروسته د داعشي خوارجو د عمومي امیر په حیث وټاکل شو چې د ۲۰۲۲ز د اکتوبر په لسمه یې مخکینی مزعوم خلیفه ابو الحسن الهاشمي القريشي د سوریې په جاسم ښار کې ووژل شو. د ابو الحسین د امیر کېدو اعلان د داعشي خوارجو رسمي ویاند د ۲۰۲۲ په نومبر میاشت کې وکړ.
همدا راز ترکیې د روان میلادي کال د اپرېل په دېرشمه ادعا وکړه چې ابو الحسین یې د سوریې په جندریس ښار کې په عملیاتو کې وژلی دی، خو داعشي خوارجو تر اوسه پورې په دې اړه رسماً هیڅ نه دي ويلي.
د نوي امیر په اعلان او د مخکیني امیر د وژل کېدو په تایید کې ځنډ د داعشي خوارجو د قیادت د خلا او د نظر د اختلافاتو ښکارندويي کوي.
په شام کې د داعشي خوارجو د څلورو امیرانو وژل کېدل ښيي چې په دې ولايت کې د دوی صفونه له جاسوسانو ډک شوي، پردیو استخباراتو نفوذ پکې کړی او د اسلام او جهاد په نوم پرې هغه کارونه ترسره کوي چې د استخباراتي کړیو ناولې لنډمهالې او اوږدمهالې موخې ورسره پوره کیږي.
همداراز له صحنې د لوړپوړو او مقتدرو داعشي چارواکو د وتلو او مرکز سره د ارتباط کمېدو له امله اوس د داعشیانو زیاتره ولایتونه په خپل سر کړنې ترسره کوي، چې دې چارې هم په مرکز کې پاتې څو مشران وارخطا کړي او هڅه کوي چې اداري نظام بېرته د مرکز تابع کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version