عمر بن عبدالعزیز رحمه الله چې د اموي خلافت له عادلو او نیکو خلفاوو څخه ګڼل کېږي، ټوله هڅه او تمرکز یې پر دې و، تر څو عدالت او د اسلام اصلي اصول نافذ کړي او د خلکو حالت له هر ډول بد مرغۍ وژغوري؛ نوموړی د مسلمانانو تر منځ یووالي ته سخت پابند و؛ تر دې چې د خوارجو پر وړاندې یې هم نرم سیاست غوره کړی و.
الشراة د خوراجو هغه ډله وه چې د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د خلافت پر مهال یې په ځینو سیمو کې بغاوتونه پیل کړل، دا خلک د سجستان، هرات او خراسان په ځینو سیمو کې اوسېدل او محمدي امت به یې کافر ویل.
دوی له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه بېزاره او متنفره و، مګر د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه او د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه بیخي زیات مینوال او ستایونکي و.
الشراة خوارجو به محارم ( هغه خلک چې د رشتې له مخې ورسره واده کول حرام دي او د فقهاوو په نزد د حجاب احکام پرې نه عایدیږي) حلال ګڼل، دوی به د قرآنکریم له آیاتونو استدلال کاوه، سنتو ته پابند نه وو او په دې سربېره ډېر زړور او بد ژبي هم و.
يوه ورځ د دوی مشر غیلان د عمر بن عبدالعزیز مخې ته راوستل شو او له په اسلامي عقایدو او شریعت کې یې مناظره ور سره وکړه.
کله چې عمر بن عبدالعزیز په ټولو مسایلو کې باطل ثابت کړ، نو په ډېر مکر سره یې داسې وویل:
اې امیرالمؤمنینه! زه درته ګمراه راغلم، مګر تا راته سمه لاره وښوده، زه ړوند وم تا راته رڼا راولوروله، زه جاهل وم تا عالم کړم، په الله قسم زه به په راتلونکي کې کله هم د تقدیر په تړاو خبرې نه کوم.
عمر بن عبدالعزیز د غیلان د خباثت او رزالت اندازه واخیسته او په سختو ټکو یې داسې ګوت څنډنه ورته وکړه، که خبر راغی چې د تقدیر په اړه دې خوله خلاصه کړې په الله قسم په همغه شېبه به دې مجازات کوم.
وروسته غیلان آن د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله تر مړینې پورې غلی وو، خو کله یې چې د عمر د مړینې خبرونه واورېدل بېرته یې د تقدیر په تړاو خبرې پیل کړې.