څرګنده ده چې په افغانستان کې داعش ډله د پرځیدلې ادارې پیداور وه او د مشخصو کړیو تر څار لاندې یې پلانونه تطبیقول، پر هېواد د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته هم دغه ډلې په افغانستان کې د خپلو ناولو ریښو د غځولو او شومو اهدافو د ترلاسه کولو هڅه کول.
خو افغان امنیتي ځواکونو په ځيرکتیا، سالم مدیریت او خورا تدبیر سره د دغه ډلې هر اړخیزه جرړې و ایستې او د دوی د مشرتابه مهم غړي یې له منځه یووړل، پر دوی د کړۍ له تنګېدا وروسته یې پاتي غړي او رهبري د سیمې نورو هېوادونو ته انتقال شوه.
خو له دې برسېره هغه غړي چې له روزنې وروسته افغانستان ته د هدفي بریدونو لپاره لېږل شوي و، یو په یوه یې وروستۍ سلګۍ دي؛ اجازه نه ورکول کېږي، چې په دغه هېواد کې هدفي بریدونه وکړي او خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د ځانګړو امنیتي ځواکونو له خوا د داعشي خوارجو پر پټنځایونو وروستي همغږي عملیات، چې په کابل، غور او کونړ کې ترسره شوي، د امنیتي او استخباراتي ځواکونو پر چټکتیا او په هېواد کې د دغه فتنه ګري ډلې د ختمولو کلک هوډ څرګندوي.
د عملیاتو په پایله کې څلور تنه داعشي فتنه ګر وژل شوي او څو تنه نور ژوندي نیول شوي دي؛ یادو فتنه ګرو چې د پردیو هېوادونو په دستور یې د هېواد د نا امنه کولو هڅه کول، له منځه تللي او نیول شوي.
د ځینو هېوادونو لخوا د داعش ډلې د بهرنیو اتباعو له روزلو وروسته افغانستان ته لېږل ځینې ځانګړي اهداف لري؛ غواړي نړۍ ته وښيي، چې افغانستان د داعش په څېر د بهرنیو وسلوالو ډلو امن پټنځای دی.
دا په داسې حال کې چې اسلامي امارت په روان کال کې د داعش ډلې ډیری بهرني اتباع د عملیاتو پر مهال له منځه وړي او نه پریږدي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د امن پټنځایونو هغه روایت ثابت څرګند شي، چې یو شمېر هېوادونه یې د ایجاد او تقویې لپاره منظم کار کوي.
د اسلامي امارت امنیتي او استخباراتي ځواکونو د اسلام پر لمن د دغه تور داغ، یعنې داعشي فتنه ګرو د له منځه وړلو لپاره شپه او ورځ یوه کړې او نه پریږدي چې د بهرنیو هېوادونو روزل شوي د ګوتو په شمار پاتي فتنه ګر په افغانستان کې د اسلامي نظام په وړاندې وسلوال بغاوت وکړي او نور د تیارو خوا ته سوق کړي.