حسان مجاهد
غربي رسنۍ چې دټولي کفري نړۍ ترجماني کوي؛ تل په دې هڅه کې دي چې خلګو ته اسلام له عدل څخه لري او دتشدد دين معرفي کړي؛ تر څو خلګ په خپل دين بې باوره کړي، وضعي قوانینو اوباطلو ادیانو ته يې تشویق کړي او د اسلامي نظام په خلاف بغاوت ته خلګ وهڅوي. تاسو وینئ چې کله داسلامي شريعت له مخې چيرته په مجرمينو حد پلي شي؛ دوی يې سمدستي رسنيز کړي، دوي تر اوسه داخبر ورکړی چې په لوګر کې دومره کسانو له خپله ماله زکات ورکړ يايې روژې ونيولې؟ خو دا خبر ډير ژر ورکوي چې په لوګر کې په ديارلسو تنو باندې سزاګانې تطبيق شوې، حالانکه په اسلام کې خو دروژې او حد تر منځ هيڅ توپیر نشته، لومړی له عباداتو او دوهم له عقوباتو څخه دی.
اسلام دعدل دين دی
ځکه اسلام يوازې پر حدودو ټينګار نه کوي، بلکې اسلام هغو تعلقاتو او حقوقو ته هم پاملرنه کړې ده چې دالله تعالی او بنده ترمنځ، دانسان او کورنۍ تر منځ، دټولنې او فرد تر منځ، دحاکم او رعيت ترمنځ، دبډا او غريب ترمنځ او داسلامي او غیر اسلامي اقليتونو تر منځ موجودي دي. په دې اساس ویلای شو چې اسلام هم دين دی او هم سیاسي، اداري، مدني، قانوني او دولتي تګلاره او لارښود ده.
اسلامي فقه په عباداتو، عقائدو، ميراثونو، معاهداتو، جهاد، عقوباتو(حدودو) حلال او حرام باندې مشتمله ده. اسلام د هر فرد له شخصي ژوندانه نيولي آن په ټولنه کې ترخلافت او نظام پوري دهر څه څیړنه او لارښوونه کړې ده. په قرآنکريم کې دسورت بقرې( ۲۸۲) نمبر آيت تر ټولو ستر آيت دی چې ټول دژوند په معاملو باندې مشتمل دی.
اسلام يوازې حاکم ته په پرديو او ټیټ رتبه خلګو دحدودو د تنفيذ اجازه نه ورکوي، بلکې دقوم په شريف او خپل قريب به هم دجرم پر مهال حد پلي کيږي؛ رسول الله ﷺ وايي:که فاطمه چې د محمد لور ده غلا وکړي؛ نو محمد به یې لاس ور غوڅ کړي. [بخاري] رسول الله ﷺ ديهودو له يو عالم تپوس کوي: تاسې به مجرم ته څه ډول سزا ورکوله؟ هغه وويل: دقوم عزتمند به خلاص و او دقوم ټيټ رتبه سړی به په سزا رسيدو…… رسول الله ﷺ وويل: ای الله! زه لومړی هغه څوک یم چې لومړی هغه څه را ژوندي کړم چې دوي پريښي و [مسلم] اسلام دجرم په ثابتولو کې له ډيره احتياطه کار اخیستی په ځانګړې توګه د زنا په جرم کې، د نبوت او ورپسې دخلفاء راشدینو په زمانه کې هیڅ زاني/زانيې ته سزا نه ده ورکړل شوې، مګر وروسته له هغه چې اقرار يې کړی وي او يا څلورو شاهدانو پرې ګواهي ورکړې وي.
په قرانکریم کې دحدودو آیتونه دټول قرآنکريم لسمه برخه نه جوړوي، په هغه کې هم يوازې دمجرم سزا نه، بلکې دزیري، ويرولو، توبې، بخشش او نورې سپارښتنې هم ذکر شوې دي. مثلاً دسورة بقره په [۳۸-۴۰] آيت کې خدای پاک وايي« دغله سړي او غلې ښځي لاس ور پرې کړئ، په بدل د ترسره کړي جرم کي، الله تعالی حکيم (په خپلو پريکړو کې پوه] عزیز (دامر او نهی په صادرولو کې غالبه دی. څوک چې له ظلمه بعد توبه وباسي او دځان اصلاح وکړي؛ نو بې شکه الله تعالی غفور او رحیم دی.»
همداراز اسلام يوازې په شریعت پلي کولو ټينګار نه دی کړی بلکې تر هغه وړاندې يې ددعوت، تعليم او تربيې امر کړی ده، بیا يې له قانون څخه د سرغړونې په صورت کې د سزا امر کړی ده؛ ځکه نو مکي مرحله چې ددعوت او ارشاد مرحله وه؛ تر مدني مرحلې چې د شرعي حدودو دپلي کولو او نظام مرحله وه؛ وړاندي وه.
اسلام دجرم د مخنيوي لپاره لومړی حدود نه دي ټاکلي، بلکې حدود دجرم دمخنيوي او اصلاح لپاره وروستی پړاو دی. سزا دهغه چا لپاره وي چې له سمې لارې په ښکاره توګه کوږ شي او هغه کسان ډیر کم دي.
د اسلام مبارک دین تر حدودو وړاندې دجرمونو دمخنيوي لپاره داصلاح او ځان ساتلو نور عوامل وړاندې کړي دي چې د هغوی په توسط کيدای شي دجرمونو مخنيوی وشي. که موږ وګورو؛ الله تعالی دسورة نور په دوهم آيات کې دزنا لپاره حد ټاکلی چې زاني او زانيه سل سل دورې ووهئ! خو له دې آيات ور هاخوا ددغه سورة نور لسګونه نور ایاتونه بيا له زنا څخه د ځان ساتنې په عواملو او اسبابو مشتمل دي.
لکه دسورة نور په نولسم آيات کې ویل شوي «هغه کسان چې غواړي په مومنانو کې فحاشي عامه کړي؛ ددوي لپاره په دنيا او اخرت کې دردناک عذاب دی»
دنور په اوويشتم آيت کې ویل شوي «له خپلو خونو پرته پرديو خونو ته بې اجازې او سلامه مه داخليږئ….»
دنور په ديرشم او یو ديرشم آيات کې ویل شوي: او ووايه (ای رسوله! ) مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي، دا د هغوی د پاره ډيره پاکه کړنلاره ده، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي.او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پټې دې کړي سترکې خپلې ( له نا محرمو ) او د خپلو شرم ځايونو ساتنه دې وکړي.
دنور په اته پنځوسم آيت کې ویل شوي «دسهار تر لمانځه وړاندې، دغرمې مهال او له ماخستنه وروسته دي له تاسو څخه ستاسو خادمان او نابالغه ماشومان د داخليدو اجازه غواړي»
په يوديرشم آيت دنور کې ویل شوي « ښځې دي په ځمکه داسې قدم نه وهي، چې ددوي پټ ښائست د آواز لرونکو او شرنګ کونکو پوښاک او ګېڼو په اواز سره څرګنده شي ښځې دي په ټکريو(پړومو) سره خپل ګريوانونه پټ کړي.
په يوديرشم آيت دنور کې امر کيږي« تاسې له پاکو مينځو او ښځو سره نکاح وکړئ» تر څو ټولنه نوره هم له فساده وژغورله شي او هر ډول فحشا مخنيوی وشي.
بيا په مجرم باندې حد هم په اسانۍ سره نه تطبيقېږي بلکې په دې شرط چې دقضا په مجلس کې به اقرار کوي يا به يې په جرم څلور عادلان شاهدان ګواهي ورکوي، په دې وخت کې که لږ غوندي وړه شبه رامنځته شوه؛ حدود نه پلي کيږي، که يې په پټه جرم کړی و او له اقراره په شا شو؛ نو له دنیوي سزا خلاص شو اما په آخرت کې يې فيصله الله تعالی ته سپارله کیږي. اوس فيصله پرتاسو چې آيا اسلام دعدل دين دی که د تشدد او زياتي؟؟ له حق څخه سترګې مه پټوئ، دحق پلوي وکړئ او د باطل پر وړاندې ودريږئ.