د روان کال د فبرورۍ پر شپږمه نېټه، د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد، په خدیجة الکبریٰ مسجد کې یوه ځانمرګي بریدګر د جمعې لمونځ کوونکو په منځ کې ځانته چاودنه ورکړه، لږ تر لږه یې ۳۱ کسان ووژل او شاوخوا یې ۱۷۰ نور زخمیان کړل. دا پیښه، چې د داعش ډلې له خوا یې مسؤلیت اخیستل شوی، نه یوازې د شیعه اقلیت په وړاندې د تاوتريخوالي يو بل څپرکی ښکاري؛ بلکې د پاکستان د حکومت د امنیتي چارو په مدیریت کې ژورې کمزورۍ هم په ګوته کوي.
دا چاودنه، چې په تېرو لسو کلونو کې په اسلام آباد کې تر ټولو خونړۍ ده، د هېواد په کورنیو او بهرنیو پالیسیو کې د ناکامۍ یو ښکاره مثال دی. دا پیښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې پاکستان له څو کلونو راهیسې د تروریزم په وړاندې د جګړې ادعا کوي، خو د دې ډول بریدونو له دوام څخه دا خبره ښه څرګنديږي چې حکومتي ادارې لا هم په خپل پایتخت کې د خلکو امنیت خوندي کولو توان نه لري. مسجد چې د اسلام آباد په جنوب ختیځ کې په ترلای کلان سیمه کې موقعیت لري، د جمعې لمونځ په مهال د بریدګر له خوا هدف ګرځول شوی و.
د پولیسو په وینا، بریدګر د مسجد په دروازه کې د امنیتي ګاردانو له خوا ودرول شو، خو بیا هم توانېدلی چې خپل چاودېدونکي واسکټ ته چاودنه ورکړي. دا نه یوازې د شیعه ګانو په وړاندې د فرقه یي تاوتریخوالي یوه بله څرګندونه ده، بلکې د پاکستان په کورنیو چارو کې د حساسیتونو راپارولو لامل هم ګرځیدلی دی.
خو د دې پیښې تر شا اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې د پاکستان حکومت د دې ډول بریدونو مخنیوی نه شي کولی؟ په داسې حال کې چې د چاودنې په سيمه کې ټپيان او د قربانيانو جسدونه پراته وو، پاکستاني ادارو (په خاصه توګه د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د دفاع وزیر خواجه آصف او امنيتي سرچينو ) لخوا ادعا وشوه، چې بريد په افغانستان کې پلان شوی وو، بريدګر هلته روزنه ترلاسه کړې وه او د هغه څلور مرستندويان يې (چې يو پکې د بريد اصلي پلان کوونکی افغان تبعه هم دی) د تخنيکي او بشري معلوماتو پر اساس په پېښور او نوښار سيمو کې نيولي دي.
په داسې حال کې چې د محسن نقوي يادې ادعا ته د پاکستاني ولس، اپوزيسون او نورو دولتي چارواکو لخوا تېز غبرګونونه ښودل شوي دي. عامو وګړو په خپل غبرګون کې څرګنده کړې، چې دا نيونې عکس العملي اقدام دی، نه د مخنيوي؛ او ويلي يې دي چې که امنيتي ادارو دومره معلومات درلودل نو ولې په پلازمېنه کې د بريد مخنيوی ونه شو. شيعه ټولنې او د دوی سازمانونو (لکه مجلس وحدت المسلمین) دا ادعا کمزورې بللې او زياته کړې يې ده، چې حکومت د فرقه يي تاوتریخوالي په وړاندې جدي اقدامات نه کوي؛ وروسته یوازې نيونې کوي، ترڅو غوسه کمه کړي. په احتجاجونو کې (کرګيل، مټلي او نورو سيمو کې) خلکو د حکومت له کمزورۍ شکایت کړی او پوښتنه يې کړې چې “که پلازمېنه خوندي نه وي نو نورې سيمې به څنګه وي؟”.
اپوزیسیون ډلو د محسن نقوي ادعا د حکومت د ناکامۍ پټولو هڅه بللې؛ او ويلي يې دي چې محسن نقوي او حکومت يې “يوازې خبرې کوي” خو اصلي امنيتي نيمګړتياوې (د آی ايس آی او پوليسو ناکامي) نه مني. ځينو نورو بيا ويلي دي چې دا نيونې د” سياسي پواينټ سکريننګ” لپاره دي نه د اصلي عدالت لپاره؛ ځکه چې تر اوسه د نيول شويو کسانو په اړه تفصیلي ثبوتونه نه دي وړاندې شوي. د افغانستان اسلامي امارت اړوند د دفاع وزارت وياند لخوا دا تورونه هم په کلکه رد شول او ويې ويل چې دا د پاکستان د امنيتي ناکامۍ د پټولو هڅه ده.
لنډه دا چې، دا چاودنه د پاکستان د حکومتي ادارو په امنیتي سیسټم کې ژورې نیمګړتیاوې په ګوته کوي. لومړی، دا چې دا پیښه په اسلام آباد کې رامینځته شوې، یو ښار چې باید د هېواد تر ټولو خوندي سیمه وي، له دي څخه دا معلوميږي چې استخباراتي ادارې لکه آی ایس آی او پولیس په خپلو دندو کې ناکامه دي. د تېرو کلونو په پرتله، پاکستان د داعش په وړاندې د ځینو بریالیتوبونه ترلاسه کولو خبرې کوي، خو دا برید ښيي چې د داعش فعالیتونه لا هم دوام لري او حکومت یې په بشپړ ډول د له منځه وړلو توان نه لري. داعش چې د شیعه وګړو په وړاندې د خپلې ایدېولوژیکې دښمنۍ له امله مشهور دی، دا برید د خپلې ډلې د بقا او فعالیتونو د څرګندولو لپاره کارولی.
دوهم، دا پیښه د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ کمزوري هم ښيي. د دې برید وروسته، حکومت څلور کسان نیولي چې د بریدګر مرسته یې کړې، خو دا ډېر ناوخته اقدام دی. دا ښيي چې حکومت په مخکې له مخکې استخباراتي معلوماتو عمل نه کوي او یوازې د پیښې وروسته عکس العمل ښيي. د حکومت کمزوري یوازې امنیتي نه ده، بلکې سیاسي هم ده. په پاکستان کې، چې اقتصادي ستونزې او بېکارۍ ته ورته ګواښونه دي، حکومت د ترهګرۍ په وړاندې یو متحده ملي پالیسي نه لري. د شیعه اقلیت د حقونو ساتنه، چې ډېر وختونه د فرقه یي بریدونو هدف ګرځي، د حکومت لپاره یو لومړیتوب نه ښکاري. چې دا پیښه د پاکستان دننه د فرقه یي حساسیتونو راپارولو لامل ګرځیدلې ده، چې کیدای شي نور تاوتریخوالي ته هم لار هواره کړي.
په پای کې، دا چاودنه د پاکستان حکومت ته یو خبرداری دی چې خپل امنیتي سیسټم پیاوړی کړي، استخباراتي ادارې فعالې کړي او د داعش په وړاندې یو قوي دریځ غوره کړي. نه دا چې د خپل بام واورې پر بل چا واچوي. که نه نو، د دې ډول پیښو دوام به نه یوازې د پاکستان ثبات ګواښ کړي، بلکې د سيمې او ګاونډ باور به هم له لاسه ورکړي. پاکستان ته اړتیا ده چې د خپلو خلکو امنیت ته لومړیتوب ورکړي، نه چې یوازې د پیښو وروسته غندنې وکړي او يا يې پړه پر بل چا واچوي.











































