- دا لیکنه داسې مهال کېږي چې له بده مرغه یو شمېر اسلامي هېوادونو، له امریکا سره یو لړ داسې تعاملات تر سره کړي چې اساس یې یوازې اقتصادي ګټه ده او د خپلو پوځونو د تجهیز لپاره ورڅخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پرمختللو وسلو تر لاسه کولو طمعه لري، خو بل اړخ ته بیا غزه د همدې هېواد په جوړو شوو نوي ماډل وسلو او تجهیزاتو سره د اسرائیلو تر وحشي بریدونو لاندې د بې وسۍ او مظلومیت سلګۍ وهي.
له کفري هېوادونو سره د اسلامي نظام تعامل د اوسني عصر یوه اړتیا ده، خو ددې اړتیا پوره کول باید په هېڅ صورت هم د یوه اسلامي نظام د دیني حیثیت او څېرې د محوې او ذلت سبب نه شي، د ګټو توازن او د خپلو خلکو توافق هم له پامه ونه غورځول شي.
هر وخت چې له کفري هېوادونو سره د اسلامي نظام د تعامل خبره مطره کېږي، اړینه ده چې لومړی خو په جدي ډول د اسلامي نظام د بهرني سیاست او تاریخ اساساتو ته مراجعه وشي، په دې برخه کې په پټو سترګو او یا هم نړیوالو یا غربي کنوانسیونو په پيروۍ ګام اوچتول به د ذلت او غلامۍ لور ته سفر وي. د همدې لپاره لاندې درې ټکي خورا اړین دي.
د اسلامي ارزښتونو او عزت ساتنه:
د اسلام او اسلامي ارزښتونو د عزت او اساس ساتنه یوه مهمه موضوع ده چې د اسلام له ظهور نه تر نن ورځې پورې ورباندې لکونو انسانانو د ساتنې په موخه ځانونه قربان کړي، په قران، احادیثو او فقهه کې ددې چارې غوره لارښوونې شته دي، ځکه خو باید د هر تعامل په اډانه کې د اسلام اساسات او ارزښتونه په سر کې وي، د اسلامي ټولنې او مسلمان عزت او درناوی په کې خوندي کوي.
امنیت او ثبات ته ژمنتیا:
تعامل او تړون له خپلو اصلو موخو ور ها خوا نورې فرعي موخې هم لري چې ددې لپاره امنیت او ثبات هم یوه موخه ده، سوله او ثبات یا امنیت شرایطو ته په پام سره د ځینو مصلحتونو لپاره تر سره کېږي، خو هغه امنیت چې د اسلامي ټولنې د اسارت او بلواکۍ سبب ګرځي، په هېڅ صورت یې لاسلیک او منل اساس نه لري، د امریکايي اشغال په جریان کې د امنیتي معاهدو او دایمې اډو غوښتنه مطرح شوه، څو افغانستان د دوی په اند سوله او ثبات کې ژوند وکړي، چې د کابل چارواکو ورسره تړون هم لاسلیک کړ، خو پایله یې هم څرګنده شوه چې نه یوازې امنیت یې ونه شو نیولی، بلکې د اسلامي امارت د مجاهدینو د مبارزې پر وړاندې یې پښې په لومړیو شېبو کې لړ زاندې شوې او وتښتېدل.
د دوه اړخیزو مشروع ګټو خوندیتوب:
هر تعامل د دوه اړخیزو ګټو د خوندیتوب او تامین په موخه تر سره کېږي، خو هر وخت چې اسلامي نظام له کفري ټولنې او وګړو سره تعامل کوي، د ګټو محور باید مشروع وي او تر کومه چې اسلام له اقتصادي او سیاسي لیده اجازه ورکوي، وړاندې لاړ شي، نه خپلې بې ځایه غوښتنې ورباندې تحمیل شي او نه هم داسې غوښتنې ومنل شي چې ازادي او راتلونکی تر پوښتنې لاندې راولي او د اسلامي ټولنې راتلونکی نسل له ستونزو سره مخامخ کوي.
اوس به د همدې موضوع په رڼا کې د اسلام تېر تاریخ او نړیوالو اړیکو ته هم یو څه مراجعه وکړو.
د اسلام مبارک دین یو نړیوال دین او قانون دی، یوه داسې نړۍ غواړي چې ټول انسانان وکولی شي چې د انساني او وضعي قوانینو پر ځای یوازې د یوه الهي قانون پیروي وکړي، یو پر بل باندې برتري په قوم، سیمه او توکم پورې نه وي تړلې، د تلپاتې اصولو او قوانینو پیروي وکړي، مشران او مسوولین سرکښه نه، بلکې د خدای ج د متابعت او وېرې پر بنسټ حکومت وکړي.
د همدې لپاره حضرت محمد صلی الله علیه وسالم د نړیوالو اړیکو لپاره ځانګړی اهتمام درلود، ایمان، قاطعیت، پر خدای توکل او پر نفس اعتماد یې د بین المللي سیاست بنسټ اېښی و، د رسالت عصر کې یې دیني اصول او معیارونه د انساني کرامت او سیاست په حد کې ساتل او راتلونکو ته یې یو اساس کېښود.
اسلام یو ټولنیز دین دی چې احکام یې پر یو لړ اصولو سره تړلي دي او د یوه مسلمان ټولې اړیکې (له خدای او نورو انسانانو سره اړیکې او اړوندې چارې یې) په کې شاملې دي، له دې امله نه یوازې یو دین او اخلاقي ټولګه ده، یو حقوقي نظام هم دی، د اسلام ټولنیز والی د اړیکو یوه تر ټولو قوي ځانګړنه ده چې اسلام د عملي او د بشر له فطرت سره د جوړ حقوقي نظام لرونکی ثابتوي.