جواد مجاهد
بغاوت له هغه وخت څخه پیل شو چې کله قابیل راپورته او هابیل یې قتل کړ. بغاوت د اسلام او کفر دواړو په تاریخ کې شتون لري. د قرآنکریم په سورت (ص) (۲۴م) آیت شریف کې داسې راغلي دي:
[وإنّ كثيراً من الخُلطاءِ ليَبغي بعضُهم على بعض…] ژباړه:[ او حقیقت دادی چې زیاتره له مشرکانو څخه یو پر بل بغاوت (ظلم) کوي… الخ]
همدارنګه د مؤمنانو تر مینځ د بغاوت په هکله د سورة الحجرات په (۹م) آیت شریف کې الله تعالی فرمایي:
[وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَىٰ فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّىٰ تَفِيءَ إِلَىٰ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ]
ژباړه:[او که له مؤمنانو څخه دوه ډلې پخپلو منځو کې په جنګ شي، نو د هغوی په منځ کې صلحه وکړئ! بیا که له هغو څخه یوې ډلې پر بلې تیری وکړ نو له تیري کوونکې ډلې سره وجنګېږئ، تر دې پورې چې هغوی د الله د حکم خواته راوګرځي. بیا کله چې هغوی راوګرځي نو په منځ کې یې په عدل سره صلحه وکړئ، او انصاف وکړئ چې الله تعالی انصاف کوونکي خوښوي.] بغاوت عربي کلمه ده چې په لغت کې: ظلم او تعدي ته ویل کېږي. کوونکي ته یې باغي او جمع یې بغاة (باغیان) راځي. علامة ابن عابدین چې د أحنافو منلی عالم او فقیه دی، د باغیانو اصطلاحي تعریف داسې کوي: د مسلمانانو یو ټولی چې په عادل امام خروج وکړي، د مسلمانانو وینه، د ماشومانو اسارت او نور هغه څه چې خوارجو مباح ګڼلي وي، مباح ونه ګڼي، همدوی باغیان دي. د أهل السنة والجماعة په نورو مشهورو کتابونو کې د باغیانو تعریف په دې بڼه هم راغلی دی: باغیان داسې یو ټولی دی چې د یو ځانګړي تعبیر په اساس د شوکت او دبدې په درلودلو سره له عادل امام او مؤمنانو سره جنګېږي او وایي چې:(حق زموږ سره دی او موږ په ځمکه کې د واکمنۍ رېښتیني مستحقین یو.)
د مؤمنانو أمیر علي حیدر – رضي الله عنه – د شپې په تیاره کې د سهار لمانځه د اداء کولو لپاره د جومات خواته روان دی. د یوه شوم او په زهرو لړل شوي پلان لرونکی باغي چې ابن ملجم نومېږي، خپلې موخې ته رسېدونکی دی. دا د څلوېښتم ه.ًق. کال د روژې مبارکې میاشتې ۱۹مه شپه ده. د اسلام څلورم راشد خلیفه د یوه خفیه بغاوت په پایله کې په چاقو وهل کېږي او د سختو زخمونو له کبله د همدې مبارکې میاشتې په ۲۱مه شپه په شهادت رسېږي.
دا واقعه د اسلام په تاریخ کې د بغاوت پیلامه شوه. تر دې د مخه د ابن سبأ یهودي فتنه هم ددې کرغېړن عمل د تأسیس یوه خښته وه چې د حضرت عثمان ذوالنورین – رضي الله عنه – په شهادت وانجامیده.
له راشده خلافت څخه را وروسته د اسلام په تاریخ کې د اسلامي نظام پر وړاندې ګڼ بغاوتونه ترسره شوي دي. هغه مهال چې أموي خلافت سقوط شو نو په (۱۳۳/۱۳۴ ه.ق.) کال کې أبوالعباس سفاح خلیفه وټاکل شو او د أبومسلم خراساني په مرسته یې د عباسیانو خلافت تأسیس کړ. له دې ستر بدلون څو کاله وړاندې په (۹۲ ه.ق.) کال کې د نړۍ په ها بل کونج (أندلس) کې طارق ابن زیاد – رحمه الله – ستره فتحه ترلاسه کړه. څه باندې (۸۰۰) کاله وروسته د د اندلس په عادل أمیر باندې د ځینو منصب پرستو د بغاوت په پایله کې د دنیا جنت (أندلس) په تدریجي ډول عیسویانو ته وسپارل شو. دا هغه کړنه وه چې مسلمانان او د وخت خلافت یې په ډیر قوت سره وننګاوه. مؤمنو لښکرو چې کله هم باغیان ندي رټلي او خپلو موخو ته پرېښودل شوي دي نو د وخت نظام یې ننګولی او مسلمانانو ته یې ستر زیانونه اړولي دي.
باغیان د عامه مصالحو او دیني شعائرو د دفاع او استحکام لپاره نه بلکې د خپلو شخصي اغراضو او تعبیرونو په اساس له حاکم عادل نظام سره جنګېږي. د دوی یوازینۍ موخه سلطه او واک ترلاسه کول وي. الله تعالی خپلو مخلوقاتو ته په ځمکه کې واک ورکوي تر څو هغوی وآزمويي چې څرنګه کړنې سرته رسوي او آیا دوی د الله تعالی قانون (قرآنکریم) رښتیا هم د الله تعالی په ځمکه کې پلی کوي که نه؛ خو باغیان چې د واک نشه یې سرته ختلې وي، دا حساس موارد تر نظر نه تیروي بلکې د مستریح ژوند په لټون کې په عادل امام باندې پر خروج سربیره بیلابېلې ناروا کړنې سرته رسوي چې بالآخره په دنیا او آخرت کې د همدوی په هلاکت انجامېږي.
څوک چې د شریعت خلاف وسلې ته لاس اچوي، د هغوی وهل ټکول اړین دي. که اسلامي تاریخ ته یو ځغلنده نظر واچوو نو دا به جوته شي چې د اسلامي نظام د دښمنانو پر وړاندې د قاطع دریځ درلودل د حاکم نظام په استحکام تعبېرېږي.