٦- شپږم اصل د ارضي تماميت او استقلال سل سلنه ساتنه ده، نن سبا نړۍ نسبي ازادي مني، په بهرني سياست، اقتصاد او پوځ کې په ټوله نړۍ کې د ګوتو په شمېر دولتونه ازاد دي، په اسلامي هيوادونو کې مطلقاً په دې برخو کې ازادي نشته، اسلامي نظام په هيڅ برخه کې د پردو فرمان نه مني.
٧- اووم اصل امر بالمعروف او نهي عن المنکر دی، اسلامي نظام هيڅکله له احتساب پرته نه وي، د حکومتولۍ او عام امت چارو کې به دا اصل پلی وي.
٨- اتم اصل دا دی چې په اسلامي نظام کې به واکمن او رعيت تر مينځ شرعي ولاء وي، واکمن به د خپل رعيت د ټولو حقونو ايفاء کوي او رعيت به یې په ټولو شرعي چارو کې سمع او اطاعت کوي، د داسي واکمن پر ضد راوتل به شرعاً بغاوت ګڼل کېږي.
٩- نهم اصل دادی چې په اسلامي نظام کې د واک د تر لاسه کولو لپاره شخصي کانديد کيدل نسته، په شريعت کې چي څوک واک غواړي د واک مستحق نه ګڼل کيږي، بلکې د يو شرعي اهليت پر بنسټ ورته غوره کيدای سي، په اسلامي نظام کې کار مسووليت دی، حق نه دی چې څوک یې دعوه وکړي، تبليغاتي غونډي وکړي، ځان له نورو غوره وګڼي، مصارف وکړي، تاوانونه وکړي، بيا چې کوم منصب ته ورسيږي، بیت المال ځان ته حلال ګڼي، په دې بهانه چې مصارف یې کړي دي.
١٠- لسم اصل دا دی، چې اسلامي نظام کې ښځه عامه او تنفيذي رياستونه نسي کولی، او که چاپېريال جوړ نه وي، فرعي او کوچني رياستونه هم نسي کولای.
١١- يوولسم اصل دا دی، چې په اسلامي نظام کې بهرنی سياست د اسلامي ورورولۍ پر بنسټ بناء دی، تر هغه چې په مشترکو ګټو کې تصادم نه وي، سترګي نسي پرې پټيدلای.
په بهرني سياست کې د امت مفهوم ستر او اساسي ځای لري، کله که د يو خاص تصادم او ستر ضرر پيښيدو له امله مخه بنديږي، نو بيا به د لومړيتوبونو پر اساس مشترکو حقونو کي د خپل نظام انحصارته ترجيح ورکول کيږي، دغه پورتني اصول هغه اصول دي چي اسلامي نظام پرې جوړيږي، دا نن سبا په مکمله توګه په هيڅ دولت او هیواد کي نه تر سترګو کيږي، که وي هم يو يا نيم به په نسبي ډول موجود وي، چي هغه ته بیا د اسلامي نظام نوم نسو ورکولی.
خو لله الحمد په افغانستان کې دغه اسلامي نظام د اسلامي امارت تر چتر لاندې په مکمله توګه حاکم دی، پورتنی د اسلامي نظام تعريف هم پرې صادق دی، او دغه پورتني يوولس اصول هم ټول پکښې موجود دي.
د اسلامي نظام نومونه:
اسلامي نظام ته په فقه او احاديثو کي مختلف نومونه ورکړل سوي دي، خو د ټولو مفهوم يو دی.
۱- خلافت ورته ويل سوی دی، وجه د تسميې د خلافت داده چې اسلامي نظام د رسول الله صلی الله عليه وسلم په نيابت کې کار کوي، چې مشر ته یې خليفه يا امير المومنين ویل کېږي، لکه الموسوعةالفقهیه والا ذکر کوي، الخلافة هي رياسة عامة في الدين والدنيا نيابة عن الني صلی الله عليه وسلم و تسمی ایضا الامامةالکبری(الموسوعةالفقهیه ج٦ص١٩٦).
۲- بل نوم یې امارت دی دا په دې خاطر چې د اسلامي نظام امير د اسلام حکم او امر په رعيت کې تطبيقوي، نو ځکه ورته امارت ويل کيږي، فقهاء عظام یې په دوه ډوله ویشي چې یو امارت عامه دی بل امارت خاصه دی،
“فالامارة العامة هي الخلافة والامامة الکبری” يعني امارت، خلافت او امامت ټول يو مقصد، يو هدف او يوه معنا ده؛ د الله جل جلاله پر ځمکه د هغه په بندګانو باندې د هغه احکام نافذول دا اسلامي نظام دی، دې ته امارت ويل کيږي.
۳- بل نوم یې امامت دی چي امامة الکبری هم ورته ويل کيږي، ځکه چې د قوم رهنمایۍ او مشري د اسلامي نظام د مشر په غاړه وي.
يادونه:
دا خبره مې په دې وجه ياده کړه چې د اوسني عصر خوارج (داعشیان) او د هغوی پلويان دا هڅه کوي چې د مسلمانانو ذهنونه په داسي بې ځايه تبلیغاتو ګډوډ کړي چې موږ خلافت غواړو، بايد خلافت قایم سي او ورسره د امارت په نامه بې ځايه نېوکي هم کوي، خو دا ټول د خوارجو تبلیغات دي، الحمدلله نن سبا هر مومن مسلمان ته د اسلامي امارت حقانيت معلوم دی او د دغه باطل پرستو ډلو بطلان هم ور معلوم دی، چې د دغه بې معنا خبرو پرته نور هیڅ هم نه دي ور پاته، خو دا هر څه ورته بې ګټي دي.