اسلامي امارت یو بيلګه ییز نظام!
عزیر عازم
په سیاسي خپرونو، بحثونو او خواله شبکو کې پر اسلامي امارت یوه خندونکې نیوکه دا وي چې د افغانستان اسلامي امارت اخر د کوم اسلامي هېواد په څېر نظام غواړي، هغه سیستم چې په افغانستان کې روان دی، دوی دې ووايي چې د سعودي، ایران، ترکیې او یا بل کوم اسلامي هېواد ته ورته دی، که یوه کې هم نه وي، نو بیا څنګه متفاوت اسلام او نظام غواړي؟
په دې کې شک نشته چې دا ډول نیوکې د غرب ځپلو افکارو او اذهانو محصول دی، هغوی چې د اسلام مبارک دین په تړاو هېڅ مطالعه نه لري او میراثي مسلمانان پاتې وي، بیا نو طبیعي ده چې په خپل ذات او اصولو کې به د اسلام د څېړنې او سپړنې پر ځای اسلام په اشخاصو، هېوادونو او د اوسنیو اسلامي هېوادونو په سیکولر او غرب پالو نظامونو پېژني.
لومړی خو خپله د اسلامي هېوادونو اوسنۍ حالت او سیستم په هر حالت کې د پوښتنې وړ دی، هغه څه چې نن په سعودي عربستان، ترکیه، تاجکستان، ازبکستان، مصر او نورو هېوادونو کې تېرېږي، ایا د اسلامي نظام او هېواد نوم ورکولی شو؟
هغه جمهوري اسلامي نظامونه چې د ټاکنو پیسو او کاندیدان یې د امریکا د پراختیايي ادارې او نورو غربي هېوادونو له بودیجې نه تمویل شوي وي، د اسلام استازولي کولی شي؟
حقیقت دا دی چې افغانستان اوس په اسلامي نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې جلا او بېلګه ییز نظام لري، یو داسې نظام چې د بهرنیو فشارونو، ملاتړ، استعماري موخو نه په خپلواکۍ سره د اسلام مبارک دین د ارزښتونو او د افغانانو د غوښتنې په رڼا کې رامنځته شوی دی، داسې نظام چې هم پوځي ځواک لري او هم د هېواد د ادارې لپاره اداري صلاحیت او مالي خپلواکي تر څنګ د نړیوال سیاست او اړیکو تجربه ور په برخه ده.
دا چې د یوه نظام د پایښت لپاره اساسي او فکري تګلاره تر ټولو مهمه تکیه ګڼل کېږي، یا ورته د پایښت محور ویلی شو؛ نو اسلامي امارت ددې ځانګړنې څخه برخمن دی، ځکه چې اصلي محور اسلامي شریعت دی چې په شعار او عمل دواړو کې پلی شوی او دا په حقیقت کې د افغان مسلمان ولس غوښتنه ده.
په تېره څه باندې یوه پېړۍ کې د درېیو امپراتوریو پر وړاندې د افغان ولس درېدل یوازې او یوازې د خپل دین او ارزښتونو د ساتنې لپاره وو او اوس چې د اسلامي امارت په راتګ سره دغه ارمان پوره شوی دی، بیا طبیعي ده چې د ولس د غوښتنې په پوره کېدو سره د ملي مشروعیت موضوع هم حل ده.
د اسلامۍ نړۍ په نږدې ټولو هېوادونو کې هم څوک د داسې هېواد نوم نه شي اخیستلی چې مطلق دې پر شریعت بناء وي، ټول اصول او کړنلارې دې د یوه داسې امیر له لوري تائید شي چې د قران او احادیثو متخصص او مدرس پاتې شوی وي، ځکه چې د اسلامي امارت زعیم خپله په بیا بیا ویلي چې که هر حکم او فرمان د قران او حدیثو سره په ټکر کې وي؛ نو یو عادي افغان یې هم د رد او ورباندې د نیوکې صلاحیت لري.
ددې تر څنګ بله مهمه موضوع چې مهمه ګڼل کېږي، د وزیرانو، شوراګانو او مسوولینو ده؛ دوی به ښايي د تخصص لوړه کچه ونه لري، خو دین، هېواد او ولس ته د تعهد له لوړې درجې څخه برخمن دي او تېرو تجربو ثابته کړې ده چې په افغانستان کې له ژمنتیا یا تعهد پرته تخصص په هر صورت کې ناکام دی، دوه تابیعته او درې تابیعته مشران هېڅکله هم د هېواد په خیر نه دي.
په افغانستان کې اوسنۍ سترې او وړې پروژې د مسلکي کسانو له لوري پلي کېږي، خو تر شا یې یو متعهد او مسلکي ارزښتونو یا اصولو ته په درناوي قایل مشر (وزیر، رئیس) ولاړ دی.
په همدې اساس ویلی شو چې اسلامي امارت نه یوازې د اوسنیو اسلامي هېوادونو د حاکمو نظامونو لپاره، چې اکثره یې جمهوري او شاهي دي، یو بېلګه ییز او په رښتیني اسلام ولاړ نظام دی، بلکې د غربي یا کفري هېوادونو لپاره هم د ولس ارادې ته د درناوي، خدمت او دوه اړخیز ملاتړ له مخې بېلګه ییز ګڼل کېدلی شي، ځکه چې په پایله کې یې ولس ته امنیت، سوکالي او د ملي پخلاینې په فضا کې د ژوند کولو زمینه مساعده شوې ده.
د بهرنیو مغرضو کړیو، استخباراتي ډلو او نورو نیابتي ګروپونو لپاره د پل اېښودلو ځای ځایګی نشته، ښايي په همدې سبب به نړۍ له بل هر وخت څخه اوسمهال له افغانستان څخه ډاډمنه وي، د ګاونډیانو تر منځ د اړیکو توازن هم د ډاډ دغه فضا پراخه کړې ده او ټول د ښه نیت او امنیت په فضا کې ژوند کوي.