دا چې اوسمهال په نړۍ کې د امریکا هیژمون جریان درلود خو په افغانستان کې له ماتې وروسته د دوی هیژمون له منځه تلونکی دی ځکه هیژمون هغه هیواد ته ویل کیږي چې په سیاسي، اقتصادي، نظامي….برخو کې نور هیوادونه د همدې هیواد په اصولو تګ کوي.
د افغانستان اسلامي امارت نه د دوی لخوا جوړ شوی د سیاسي نظام موډل مني، نه یې اقتصادي اصول مني او نه یې هم د نړیوالتوب په اصولو تګ کوي.
دلته د امریکا خلاف نور سیاسي قدرتونه هم راښکاره کیدونکي دي لکه بریکس سازمان غړي هیوادونه (چین، هند، روسیه، برازیل، جنوبي افریقا) او نور…
دوی ځانګړي پولي واحد او اصول لري او هغه وخت لپاره کار کوي چې نور امریکا د قدرت له ګدۍ راښکته کړي.
دلته تیر شل کاله د امریکا سره د نړیوالو مرسته د همدې پخاطر وه چې ټولو ویره درلوده تر څو داسې نظام حاکم نشي چې د دوی ګټو ته خطر وي او په نړۍ کې د زیات شمیر پلویانو لرونکي دین مرکزیت جوړ شي.
اوس چې دا مرکزیت رامنځته او یو هیواد استقلال ګټي نو یوازې امریکا نه بلکې ټول هیوادونه ترې په ویره کې دي او ټول په موجوده نظام د فشار د وسیلې د پیدا کیدلو په هڅه کې دي چې د دې له جملې چا د داعش په نوم استخباراتي ډله جوړه او تمویلوي او څوک په تیره اداره کې فاسدو اشخاصو ته د جبهو په نوم پناه ورکوي او څوک له رسمیت پیژندنې په استفادې هڅه کوي چې فشار وارد کړي.
اسلامي امارت دا ټولې ستونزې او بحرانونه درک او په تېر درې کلن مزل کې لاندې جوړیدونکي خنډونه له منځه یوړل؛
۱: د داعش په نوم استخباراتي ډله چې نړیوالو غوښتل دلته دې فعالیت ولري، له منځه یوړه چې تیرو دریو کلونو کې د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو د دوی لوړ پوړي اشخاص ووژل او دا ډله یې په سیمه کې د نابودي سره مخ کړه.
۲: د تیرې فاسدې ادارې تښتیدلي چې د بهرنیو په مرسته یې بیا جنګ ته اراده درلوده، فلج شول. هم یې نړیوالو ته د هغوی اصل څهره څرګنده کړه او هم یې داخل کې ذهنیت سازي وکړه چې تر څو مو ځوانان بیا د فریب او دوکې ښکار نشي.
۳: د تجارانو د فرار برخه کې هم نړیوالو غوښتل چې له هیواد سرمایه ووزي خو د طمعې خلاف له امن راوستلو بعد نور سرمایه ګذاران هم راغلل.
۴: د علمي خلکو د فرار په برخه کې الحَمْدُ ِلله ټول علما او استادان مو خپلو مسولیتونو ته حاضر شول.
دې ورته نور خنډونه هم موجود وو خو د امارت په درې کلن مزل کې دا خنډونه حل او د یو اسلامي نظام د استحکام په وړاندې هر ډول خنډونه له منځه یوړل شول. الحَمْدُ ِلله