“ارتش شیطان” په نامه کتاب له چاپه راووت!

المرصاد خپرندویه اداره ویاړي چې د چاپي سلسلو په ترڅ کې یې دا ځل د “ارتش شیطان” په نامه کتاب چاپ او خپور کړ.

په دې کتاب کې د خوارجو سره پر تړلیو او نښنو موضوعاتو پراخ او مدلل بحث شوی دی او د دوی په ناوړه کړنو نقد او څېړنه شوې ده.

تر ټولو یې ښه ښېګڼه دا یادیږي، چې په اسانه ژبه او عام فهمه عباراتو لیکل شوی تر څو عوام هم په اسانۍ سره ترې استفاده وکړای شي.

دا کتاب د هیواد په اکثره لویو کتابخانو کې موندل کیدلای شي.

باید وویل شي چې دا د المرصاد ادارې له لوري درېیم کتاب دی چې چاپیږي، تر دې وړاندې د الحق المبین او د شیطان لښکر په نامه کتابونه چاپ او خپاره شوي وو.

المرصاد په پام کې لري، چې په راتلونکې کې نور هم ګټور کتابونه او رسالې چاپ او خپاره کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version