ابوعبیده تقبله‌الله؛ د امت اصیل فرزند!

عبدالبصیر عمري

کله چې په مدینه منوره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مشرۍ د اسلامي اصولو پر بنسټ د نبوي حکومت بنسټ کېښودل شو، له هماغې ورځې د نبوي دولت په چوکاټ کې د صحابه کرامو رضوان‌الله‌علیهم‌اجمعین ترمنځ دندې ووېشل شوې. ځکه چې حالات جنګي او نظامي وو، نبوي دولت د نړۍ له کفارو او فراعنه‌وو سره په جګړه بوخت و؛ نو ډېری دندې جګړیزې او نظامي وې. ډېرو صحابه‌وو ته د سریو مشري، د بیرغ وړل، د میمنې او میسرې قومنده او نور ورته مسئولیتونه ورسپارل شوي وو.

په هماغه عصر کې له مهمو او اړینو مسئولیتونو څخه یوه شاعري وه، چې د ننني عصر د ویاند حیثیت یې درلود. په نبوي دولت کې جګړو او نظامي فعالیتونو ته انعکاس ورکول، د جګړیزو بریاوو خپرول، د مشرکینو او کفارو کمزورۍ بیانول او د هغوی شوم اعمال رسوا کول، دا ټول د شعر په ژبه د حسان بن ثابت رضي‌الله‌عنه دندې وې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د جګړیزو خبرونو د خپرولو پر مهال حسان بن ثابت رضي‌الله‌عنه ته دا دعا کوله:
«اللَّهُمَّ أَيِّدْهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ»
ژباړه: اې الله! د روح‌القدس په وسیله یې ملاتړ وکړه.

همدارنګه، په بل ځای کې رسول الله صلی الله علیه وسلم حسان بن ثابت رضي‌الله‌عنه ته فرمایلي دي:
«اهْجُهُمْ – أَوْ هَاجِهِمْ – وَجِبْرِيلُ مَعَكَ»
ژباړه: د هغوی بدۍ بیان کړه، او جبرئیل علیه‌السلام له تا سره دی.

نو د مسلمانانو بریاوې، د کفارو بدۍ بیانول، او اسلامي فتوحات او لاسته راوړنې د خلکو ترمنځ خپرول په نبوي دولت کې مهمې دندې وې او ستر فضیلت یې درلود.

په ننني عصر کې د اسلام له سرسختو او وحشي دښمنانو سره، د لومړۍ قبلې پر حریم او د انبیاوو د ټاټوبي پر سر، نږدې اویا کلنه سخته او ګرمه معرکه روانه ده. په دې مبارکه او یهود لړزونکې جګړه کې د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګې، کتایب القسام، خپل رول ادا کړی دی، زرګونه یهودیان یې په وینو لړلي، دنګې ودانۍ یې نړولي، او د مسجدالاقصی له مبارک حریم څخه یې دښمن د ارام احساس ایستلی دی. همدارنګه، دوی په زرګونو اتلان د قربانۍ ډګر ته وړاندې کړي او لسګونه مشران یې د شهادت درجې ته رسېدلي دي.

له دغو مهمو مشرانو څخه یو هم د امت اصیل فرزند او د اسلام ستر سپه‌سالار، قومندان حذیفه الکحلوت (ابوعبیده) وو، ابوعبیده د اسلام له غرونو څخه یو غر و، چې په جراره ژبه یې د حسان بن ثابت رضي‌الله‌عنه دندې ته ورته رسالت پر مخ وړ. ده خپل ټول عمر د جهاد د سترې فریضې په ادا کولو کې تېر کړ.

کله به چې د الجزیرې پر سکرین راڅرګند شو، نو له ځان سره به یې مهم پیغامونه لرل؛ د اسرائیلي پوځیانو ګواښ به یې کاوه، او له ملکوتي حنجرې راوتلی غږ به یې د یهودو په زړونو کې ژوره وېره خپروله. همدا لامل و چې په عربي نړۍ کې د یو اغېزمن شخصیت په توګه پېژندل کېده.

د ابوعبیده اصلي نوم حذیفه سمیر عبدالله الکحلوت وو، هغه په ۱۹۸۵ زېږدیز کال کې د غزې په تړانګه کې زېږېدلی وو. د نورو غزه‌والو په څېر، ده هم د ماشومتوب له وخته د اسرائیلي دښمنۍ تر سیوري لاندې ژوند کړی و. په ۲۰۰۴ کال کې د کتایب القسام ویاند وټاکل شو، او له هماغه مهاله یې د اسرائیلو پر ضد رسنیز فعالیتونه پيل کړل، هغه د کتایب القسام د رسنیزو فعالیتونو مرکزي څېره او فکري محور ګڼل کېده.

ابوعبیده د لومړي ځل لپاره هغه مهال په رسنیو کې راڅرګند شو، چې د اسرائیلي پوځي ګیلعاد شلیط د نیولو خبر یې اعلان کړ. دی به تل په نظامي لباس کې راڅرګندېده؛ سره کوفیه به یې پر سر وه، پر مخ به یې پټه تړلې وه چې د طیبه کلمې پرې لیکل شوې وې، او لاندې به یې «کتایب القسام» درج وو. د کوفې پر منځ به د کتایب القسام رسمي نښه نښلول شوې وه.

ابوعبیده د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د طوفان‌الاقصی عملیات اعلان کړل، یهودي پوځیانو ته یې ګوتڅنډنې وکړې، او له اسلامي نړۍ څخه یې د مسجدالاقصی د ملاتړ لپاره د عملي اقدام غوښتنه وکړه. بالاخره، د حماس اسلامي غورځنګ د ډسمبر پر ۲۹مه د ابوعبیده د شهادت اعلان وکړ او پر ځای یې بل ویاند وټاکه.

د ابوعبیده تقبله‌الله ځینې هغه ویناوې (ملغلرې) چې په اسلامي نړۍ کې یې پراخ شهرت موندلی، دا دي:

۱- «زموږ مقاومت به د خپلو خلکو د حقونو لپاره تر هغه وخته ودریږي، چې اشغال پای ته نه وي رسېدلی، محاصره نه وي پورته شوې، او بې‌ځایه شوي خلک خپلو کورونو ته نه وي ستانه شوي.»

۲- «دښمن هغه څه چې د جګړې په میدان کې یې ترلاسه نه کړل، په ګواښ او فریب سره به یې هم ترلاسه نه کړي.»

۳- «دښمن به تل له جنازو او جسدونو سره مخ وي، تر هغو چې د اشغال وحشت او جګړه پای ته نه وي رسېدلې.»

۴- «زموږ مجاهدینو د ازادۍ په لاره کې بې‌سارې مېړانه او فدایي روحیه ښودلې ده، او د دښمن پر وړاندې د کمینونو بریاوې د تاریخ ژوندي انځورونه دي.»

۵- «د طوفان‌الاقصی جګړې د سیمې په معادلو کې نوي توازنونه رامنځته کړل، او دښمن ته یې څرګند پیغام ورکړ چې هغه دومره ځواکمن نه دی لکه څومره چې ادعا کوي.»

۶- «د اسلامي او عربي امت د مشرانو، نخبګانو او علماوو پر غاړه د لسګونو زرو بې‌ګناه خلکو وینه ده، ځکه هغوی دا خلک په چوپتیا کې یوازې پرېښودل.»

Exit mobile version