خاکسار پکتیاوال
دا خبر د اوسنیو خوارجو په خُلو کې ډیره تاویږي، چې مونږ خو په ګناه کبیره باندې انسان نه کافر کوو، نو بیا ولې مونږ ته خوارج وویل شي؟ لکه څنګه چې ابو محمد العدناني دوه ځله په یو صوتي کې داسې وایي: زمونږ منهج/تګلاره دا ده، چې د غټې ګناه کونکو ته کافر نه وایو، نو بیا په کوم دلیل مونږ ته کافر وایۍ؟ مګر د دوی عقلونه دومره کمزوري او کم فهمه دي او دوی دا فکر کوي، چې یوازې به هغه کس خارجي وي، چې هغه دې په ګناه کبیره باندې انسان کافر کوي. دوی خپلو لومړیو خوارجو ته هم فکر نه کوي، کله چې هغوی په حضرت علي او معاویة رضوان الله تعالی علیهم باندې خروج وکړ، نو آیا حضرت علي او معاویة رضوان الله تعالی علیهم کومه ګناه کړې وه؟ آیا تحکیم/کوم چا ته د حکم سپارل دا ګناه کبیره ده، چې دوی په دې سبب سره مسلمانانو ته کافران وویل؟ دوهم دوی داسې وایي چې مونږ ته ولې خوارج وايۍ، آیا مونږ په شرعي امام باندې خروج کړی؟ او بل د خوارجو صفات دا دي چې سرونه رخیي، د سارق لاس تر اوږې پورې پرې کوي، په حایضه باندې د لمونځ قضایي لازم بولي، همداسې نور او دا یو هم په مونږ کې نشته، نو مونږ په کومه خبر خوارج شوو؟ دوی په دې خبرو کې بیخي د وړو کوچنیانو په شان دلایل وایي او ځانونه خلاصوي او دیته ضرورت هم نشته چې مونږ دې له دوی سره په دې بدیهي خبره کې دلایل وړاندې کړو، مګر بیا هم دا چې دوی دومره په ټینګار سره وایي او خپلو ځانونو ته د خارجي په لقب ورکولو سره شرمیږي او دوی د خپل ځان لپاره له پوچو او بې ځایه دلاﺉلو څخه کار اخلي، نو مونږ به هم یو څه دلایل وړاندې کړو، تر څو چې د ټولو مسلمانانو په یقین کې قوت راشي چې دوی خوارج دي.
لومړی په احادیثو کې چې د خوارجو په باره کې کوم علایم/ نښې راغلې دي، چې تحلیق به کوي همداسې نور دا په طریقې د حصر سره نه دي. یعنې داسې دې وي چې خارجي دې وي، مګر تحلیق دې نه کوي او بل د خارجي تعریف دا نه ده چې ده دې خامخا په مسلمان امیر خروج کړی وي، بلکې هغه کس ته هم خارجي ویل کیږي، چې د مسلمانانو د نیکانو له ټولي وتلی وي، لکه څنګه چې حافظ ابن حجر لیکي: سموا بذالک لخروجهم عن الدین، و خروجهم علی خیار المسلمین.
یعنې دوی ته ځکه خوارج وویل شول، چې دوی له دین څخه وتلي دي او یا هم دوی د مسلمانانو د غوره خلکو له ټولي څخه وتلي دي(فتح الباري ج 12 ص 283)
همدارنګه امام نووي وایي: و سموا خوارج لخروجهم علی الجماعة، و قیل لخروجهم عن طریق الجماعة، و قیل لقوله صلی الله علیه وسلم یخرج من ضﺉضﺉ هذا. یعنې دوی ته ځکه خوارج ویل کیږي، چې دوی د مسلمانانو له غټې ډلې څخه وتلي دي او یا د دې لپاره چې دوی د مسلمانانو د جماعت له لارې کاږه او وتلي دي او یا هم د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې حدیث له وجهې چې یخرج من ضﺉضﺉ هذا (شرح النووي ج7ص 164)
همدا رنګه ابن کثیر لیکي: وﻗﺪ تکلم اﻟﻨﺎس في ﮐﯿﻔﯿﺔ ﻗﺘﺎل هؤﻻء التتر ﻣﻦ أی ﻗﺒﯿﻞ هو؟ فانهم یظهرون الاسلام، و لیسوا بغاة علی الامام فأنهم لم یکونوا في طاعته في وقت ثم خالفوه! فقال الشیخ تقي الدین( ای ابن تیمیة) هؤلاء من جنس الذین خرجوا علی علي ومعایة و رأوا انهم احق بالامر منهما و هؤلاء یزعمون انهم احق بأقامة الحق من المسلمین. یعنې د تتر ډله چې د ابن تیمیة رحمه الله تعالی په وخت کې را څرګنده شوه، د دوی په باره کې زیات نظرونه وو او دا پوښتنه کیده چې دوی له کومې ډلې څخه دي؟ دوی اسلام څرګندوي او همدارنګه دوی له مسلمان امام څخه هم خروج نه ده کړی، ځکه دوی له سره د امام په اطاعت کې نه وو؛ نو څنګه به یې خروج ترې کړی وای؟ نو د دې ټولو پوښتنو په ځواب کې ابن تیمیة داسې خبر کوي: دوی د هغو خوارجو له جنسه دي چې په حضرت علي او معاویة یې خروج کړی وو او دوی دا ګمان کوو، چې دوی په امارت کې له حضرت علي او معایة څخه زیات حقدار دي(البدایة والنهایة ج 14 ص 28)