خالق یار احمدزی
له فتحې وړاندې د افغانستان پلازمينه (کابل) لکه د هيواد د نورو ولايتونو په څير د نړۍ له نا امنو پلازمينو ګڼل کيده، دلته به د ګډوله حکومت بهرني باداران په ناپيژانده الوتکو کې په ناڅاپي توګه راتلل او په بګرام، امريکايي سفارت يا هم کوم بل مصؤن ځای کې به يې د وخت د رژيم له افغان نما چارواکو سره خپل د زړه بړاس شريکاوه.
هغوي او داخلي بړيڅي به يې که د هر څومره غوښنو بريدونو قرباني شول، خوله به يې نه چوله کوله او لويو ناکاميو ته به يې هم سريښ، پينه له مخکې تيار کړي وو.
همدا پټ پټونې نه وه، لوی جنجال و، کله به هم چې اشرف غني له بهرنيو رسنيو سره مخ کيده او د بهرنيانو د خونديتوب لپاره به يې لاپې ويشتې، په غير ارادي توګه به ترې د لسګونو زرو افغان عسکرو د وژل کيدو تائيد وشو.
هره ورځ به يې چې د زرګونو ځوانانو د جنازو خبر درې ګونو امنيتي اداراتو ته رسيده، نو د غني او دده د ډلې دماغي حالت به يې لا نورمال شو او د يوناما د مياشتني راپور لپاره به هم څه سوژې وموندل شوې، چې بيا به يې د رژيم د نارواوو لاس په سپيڅلي امارتي صف پاک کړ.
هوکې، همدې لړۍ زيات دوام ونه کړ، ډير ژر د رژيم صف متلاشي او له يو بل سره وپاشل شو او په نسکوريدو سره يې ټولې ځالې امارتي ځواک تر کنترول لاندې راوستې.
د هيواد په ښارونو او غرونو کې مثالي امن راغی او ګواکې دلته تر څلويښت کلنې ناکرارې ورځې وروسته، اوس ټول موجودات د آرام خوب پوره کوي.
په دې لړ کې هغه د مقاومت ځنګليان هم اصلاح شول، چا چې په شل کلن ديموکراتيک رژيم کې د وخت باچاه ته هم د شولو د سړي په سترګه کتل.
خو يوه باغي مرموزه ډله وه، چې امارت يې تر ډيره د ځالګيو په ورانولو او د همفکرو په نيولو وتوانيده، خو لا يې ځينې ناخلفه پاتې شوني، د مرموزو بريدونو او د اختلال اچولو هڅې کوي.
هو! امارت لا هم مثالي امنيت قايم کړي، ورته پيښې د نړۍ په امن ترينو هيوادونو کې هم پيښيږي؛ دلته چې د نړۍ پرمختللو استخباراتي قوتونو ۴۰ کاله ګرمه او سړه جګړه مخ ته يووړه، معجزه يې وبولئ، چې په دومره کم وخت کې په دغې کچه کابل او ولايتونه د شريرو عناصرو له شومو عزائمو خلاص او د هرچا فردي او ټولنيز امنيت خوندي شو.
هغو ته بايد ووايو، چې دا چالاکه ټپوسان به آخر هم د يوه کوچني غنم په لټه، د ويښو دامونو ښکار کيږي، ځکه دلته هغه څوک واکمن دي، چې مخکې يې د هيواد او عقيدې د دښمن په وړاندې د سر په بيه قرباني ورکړه، دلته يې که اشغالګر خپل دښمن بلل، نو د هغوي داخلي بړيڅي يې که نَسبي خپلوان هم وو، د هغوي له بهرنيو بادارانو څخه کم نه ګڼل.
نن همغه مبارز سنګرساتونکي ځواکونه د هيواد له جغرافيې څخه په همغې بڼه دفاع ته چمتو دي، لکه پخوا يې چې کوله.
څوک دې فکر نه کوي چې په يوه شوم حرکت سره به د هيواد او خلکو دښمنان وتوانيږي، چې يا قائم شوي امنيت وګواښي، يا عامه ويره خپره کړي او يا هم د امارتي حکومت امنيتي وړتيا له ننګونو سره مخ کړي. هو! دا هيڅ هم نه کيږي، دوي به د يوه بيچاره کليوال وګړي اوښکې تويې کړي، خپل اخروي ژوند به خراب کړي او د تل لپاره به يې د مظلوم هيوادوال سوی آه سوځوي.
بايد يادونه وکړو، چې دا د رقيبو هيوادونو د ګټو ساتونکي اجير ځواک به نه تل داسې سور سترګي وي او نه به هم تل د بيچاره وګړو پر ژوند لوبې کوي، بلکې يوه ورځ به همدا مجرمين له خپلو تمويلګرو او مرتزقه چوپړيانو سره يوځاي د عدالت منګولو ته وړاندې کيږي او د هرې ناروا حساب به نظام او ولس ته ورکوي.