المرصاد ته سرچینو ویلي چې تېره شپه د باړې د قمبرخېلو په شنکو سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځای باندې د نامعلومو وسلوالو لخوا برید ترسره شوی، چې په نتیجه کې یې یوولس (١١) داعشیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د سرچینو له قوله، په یاد برید کې زیاتره وژل شوي داعشیان د بهرنیو هیوادونو وګړي دي او تر هغه وروسته دلته مېشت شول کله چې د تېر کال د نومبر په وروستیو کې په جبارمېله سیمه کې د دوی پر مرکزونو ډرون بریدونه ترسره شول.
سرچینې وایي، د باړې شنکو سیمه د پېښور له حیات آباد څخه، یوازې څو کیلومتره لیرې پرته ده. سرچینې زیاتوي چې د په نښه شوي پټنځای په درې کیلومترۍ کې د پاکستاني پوځ پوستې هم موجودې دي.
المرصاد ته سرچینو تایید کړې چې د بلوچستان په مستونګ کې د مرکزونو تر ختمېدو وروسته، داعشیانو خیبر ایجنسۍ ته خپل پام زیات کړی دی.
د سرچینو په خبره، له مستونګ څخه تښتېدلي داعشیان اوس په دې هڅه کې دي چې د خیبر ایجنسۍ په غرنیو سیمو کې، خپل فعالیتونه بیاپیل او منظم کړي.







































