په مزارشریف کې بېلابېل عملیات؛ د یوه لوړپوړي او مهم کس په ګډون پينځه تنه داعشي خوارج وژل شوي دي

تېره شپه امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په درېو بېلابېلو عملیاتو کې ګڼ شمېر داعشیان وژلي دي.
المرصاد ته باخبره سرچینې وايي، چې یاد عملیات د مزار شریف ښار اړوند په پينځمې، اتمې او لسمې حوزې کې ترسره شوې دي. د سرچینې په وینا: په دغو عملیاتو کې وژل شوي کسان د ازبکستان او تاجکستان هېواد اتباع دي.
د المرصاد د معلوماتو له مخې یاد عملیات تېره شپه ۱۲ بجې په پينځمه حوزه کې پیل شوې وو، چې په پایله کې یې درې تنه خوارج هلاک شول، ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې امنیتي ځواکونو ته په لاس ورغلي دي. د عملیاتو په دوام د مزار ښار په اسلام آباد سیمه کې، چې د لسمې حوزې اړوند ده، په ۱ بجه عملیات پیل شوي وو او په پایله کې یې یو تن داعشي له منځه تللی دی او یو میل اسلحه یې ترلاسه شوې ده، په همدې لړ کې د شپې شاوخوا یوه بجه د مزار ښار په (دشت شور ) سېمه کې د خوارجو پر یوه بل پټن ځي عملیات ترسره شوي دي، یو داعشي وژل شوی دی او درې مېله وسلې ترلاسه شوي دي.
سرچینې المرصاد ته تأیید کړې ده، چې په دغو عملیاتو کې د داعشي خوارجو یو مهم او لوړ پوړی مسؤول استاد قیس وژل شوی دی، خو تر دې مهاله یې بشپړ هویت نه دی په ډاګه شوی، المرصاد هڅه کوي، چې معلومات یې ترلاسه او شریک کړي.
له وروستیو ځپونکو بریدونو وروسته، چې د خوارجو مهم مشران؛ لکه اعجاز امین او قاري فاتح ووژل شول، د خوارجو ترمنځ بې باوري او بې اعتمادي زیاته شوې ده. د شنونکو په باور په افغانستان کې نور د دې تکفیري ډلې ریښې وچې شوې دي.

#المرصاد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version