په لنډ ډول د محمد – صلی الله عله و سلم- د ماشومتوب کرامات-

ژباړه: حـــــــــمدالله (دانشمــــــــند).

د يادوني وړده، چې محمد( صلی الله عليه وسلم د زياتو معجزو ترڅنګ د زياتو “کراماتو” څښتن هم دی، دلته به د هغه عليه السلام د ماشومتوب د ځينو کراماتو يادونه وکړو:

کله چې مبارک عليه السلام د مور په تن کې قرار وموند، د ختيځ مرغانو د لوېديځ او د لوېديځ مرغانو د ختيځ مرغانو ته د خوښۍ تبريکات ډالۍ کول! په دې ميمونه شپه بتان واړه په ځمکه تيت، پرک پراته و، د مکې مکرمې حيواناتو د انسانانو په څېر خبري کولې، ټول پاچايان په دې ورځ ګونګيان ول ، ټولو ملکو د خوښيو اظهار کاوه.

“بي بي امنه” (د هغه عليه السلام مور) فرمايې: چې يوسپين کالی سړی راغلی، راته کړه يې: چې ستا په تن کې تر ټوله نړۍ غوره ماشوم قرار لري! دا راز پټ وساته، کله يې چې نړۍ ته سترګې و غړولې «محمد» يې ونوموه؛ (ځکه د پوره ستاينې وړ دی) هغه زياته وي، چې : د هغه مبارک له امله ماهيڅ درد نه دی ګاللی، کله چې مبارک عليه السلام دنيا ته مبارکې سترګې وغړولې، سمدستي په ګونډو شو او د اسمان لوري ته يې کتل، او يو عجيبه رڼا پيدا شوه، چې مايې له امله د “شام” ماڼۍ و ليدې، “قابلې” د هغه عليه السلام مبارک د رڼا په ترڅ کې لازم اسباب لټول، هغه کټو (کټوۍ) چې د وخت د عادت مطابق په هغه مبارک نسکور شوي وه، هغه ماته شوه، د اسمان ستوري نبوي څېرې ته را نږدې شول، د فارس “اور” چي (۱۰۰۰) کاله وړاندي بل شوی و، او د چا يې د مړکېدو توان نه و، هم په ياده نېټه مړ شو، ټول بتان سرچپه پراته وه، د کسری په ماڼۍ زلزله راغله (۱۴) روشندانه یې په زمکه پرېوتل، د “موبذان ” په نامه يو سړي خوب و ليد، چې د”سطيح” له تعبير سره سم يې د “کسرا” د شان ، شوکت او غرور زوال په ډاګه کاوه، او څرګند زېری وو، چې نور د طاغوت قافله په کوچېدو ده؛ ځکه “محمدي” لمر نور د پړکېدا په درشل کيده، همداسي وشول، تر عثماني خلافته يې (۱۴) پاچايان يو په بل پسې له لاسه ور کړل، د ظلم او ستم ټغر يې ور ټول شو.

“محمد بن اسحاق” په روايت کې راغلي: په مکه مکرمه کې يو يهودي وو، تجارت يې کاوه، په ياده شپه يې د قريشو په يوه ناسته کې وويل: (اې قريشو ايا په تاسو کې خو به نن شپه کوم ماشوم نه وي زېږېدلی؟) هغوی ورته کړه : نه! والله نه يو خبر. هغه ورته کړه: (الله اکبر، که له تاسو خطا شو خو ښه به وي، تاسو و ګورئ، ځما خبر در سره ياد و ساتئ، نن شپه د دې وروستني امت “نبي” و زېږېد” نښه يې داده، چې د اوږو په مينځ کې به يې څه وېښتان…وي، او دوه شپې به تی هم نه ور نيسي؛ داځکه يوجني (پېري ) ګوته په خوله کې ورکړې ده، له تي رودلو يې منع کړی دی). ناست کسان په تلوار له مجلسه وخوځيدو، د کورو په لور د ماجرا د لټون په موخه ووتل، هر چا په خپل کور کې پوښتنه وکړه، چا وويل : تېره شپه د “عبد الله” د “عبدالمطلب ” د زوی، زوی پيدا شوی دی، نوم يې (محمد!) ور ته ايښی دی … قوم ياد خبر و يهودي ته و رساوه، هغه ورته کړه: (درځئ ورشو) کله چې راغلل، ويلې: (امنې ستا زوی را و باسه) کله يې چې د هغه مبارک د اوږو تر مينځ علامه (مهر نبوت) و ليد، يهودي ولوېد، بيهوښه شو، کله چې په هوښ راغلی، هغوی ورته کړه، څه در پېښ شول؟ هغه ورته کړه: (باس! نور نبوت زموږ (بني اسرائيلو) له واکه و ووت ).

(خلص من البداية والنهاية: باب مولد رسول…).

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version