“په کور کې بې‌کاري، په مسکو کې سختي”؛ هغه عنوان چې د المرصاد ادعاوې یې تایید کړې

فرهاد فروتن

#image_title

المرصاد ادارې څه موده وړاندې د “مهاجر ساپي” په نوم د یوه لیکوال لیکنه “داعش ته د تاجک اتباعو د تلوسې د ډېرښت لاملونو” تر عنوان لاندې په داسې حال کې خپره کړه چې په مکرر ډول یې د داعش له خوا د تاجک اتباعو د استخدام موضوع تحلیل کړې ده.

 

لیکوال په دې لیکنه کې ادعا کړې چې: “فقر، استبداد او مذهبي محدودیتونه په تاجکستان کې د هغو عمده عواملو څخه دي چې ځینې تاجک وګړي يې د داعش خراسان څانګې ته مایل کړي دي.”

 

لیکوال د فقر په اړه زیاتوي: “تاجکستان چې شاوخوا لس میلیونه نفوس لري، د منځنۍ آسیا له فقیرترینو هېوادونو څخه ګڼل کېږي، د دې هېواد په سلګونو زره وګړي د خپل ژوند د اړتیاوو پوره کولو لپاره نورو هېوادونو ته، په ځانګړي ډول روسیې ته مهاجر شوي دي.”

 

د دې ليکنې ليکوال ليکلي چې “روسیه د تاجک مزدورانو لپاره لومړنی هدف دی، هغه ځای چې پراخ تعصب، ټیټې تنخواوې، انزوا او ځینې نورې ستونزې د افراطي اسلامپالو لپاره د جذب زمینه برابروي، له همدې امله تاجک اتباع د غوره معاشونو ترلاسه کولو لپاره د داعش خراسان څانګې سره یو ځای کېږي.”

 

یوه بله رسنۍ چې د طالبانو له مخالفینو سره تړاو لري، تازه د المرصاد دغه ادعا تایید کړې او ویلي یې دي چې “په تاجکستان کې خراب اقتصادي وضعیت خلک داعش ته اړ کوي، دغه رسنۍ ليکلي: “د تاجکستان چارواکي او امنیتي کارپوهان وایي چې په دې هېواد کې د اقتصادي وضعیت خرابېدنه د داعش خراسان څانګې لپاره د سربازانو د استخدام زمینه برابروي.”

 

همدارنګ جیمز ټاون بنياد، چې د نړۍ په کچه د ترهګریزو ډلو فعالیتونه څاري، په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي دي چې داعش هڅې زیاتې کړې دي ترڅو د تاجک ټولنو په منځ کې خپل بالقوه اهداف پیدا او هغوی د استخدام په مټ جذب کړي.

 

المرصاد دا موضوع څو ځله څرګنده کړې چې د افغانستان په هغو بریدونو کې چې د داعش ډلې له خوا ترسره کېږي، د تاجکستان اتباع مهم رول لري، د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد څه موده مخکې په یوه خبري غونډه کې وویل: “د خوارجو پروژه په افغانستان کې ریښه نه لري؛ دوی په خپلو بریدونو کې له بهرنیو اتباعو کار اخلي او د تاجکستان اتباع په دې برخه کې په لومړي صف کې دي.”

 

خراب اقتصادي وضعیت هغه مهم لامل ګڼل کېږي چې د تاجکستان اتباع داعش ته اړ باسي؛ ډېری تاجک ځوانان د کاري فرصتونو د کمښت او سختو اقتصادي شرایطو له امله د چټکو حل لارو په لټه کې وي چې افراطي ډلې لکه داعش د مالي مرستو، ثابتو معاشونو او د ژوند اسانتیاوو وعدې ورکوي او په دې توګه هغوی دغسې خلک ځان ته جذبوي.

 

البته هېره دې نه وي چې په تاجکستان کې پراخ فساد او په دولت بې‌باوري د دې لامل شوې چې دغه هېواد له جدي اقتصادي بحران سره مخ شي، او خلک یې له شدید فقر سره لاس او ګريوان وي، د سولې نړیوال مرکز په دې اړه لیکي: “تاجکستان په ۲۰۲۳ کال کې د فساد د درک په نړیوال شاخص کې له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۶۲ نمبر ځای کې و.”

 

په تاجکستان کې د لرې پرتو سیمو پراخه بې‌وزلي کورنۍ له سختو فشارونو سره مخ کړې ده، داعش د مالي مرستو، میاشتني معاشونو او کورنیو ته د مالي ملاتړ وعدې ورکوي، چې له کبله یې بې‌وزله وګړي دې ډلې ته جذبېږي، د سخت فقر په شرایطو کې دغسې وعدې ډېرو خلکو ته زړه‌راښکونکي ښکاري.

 

له همدې امله راپورونه ښيي چې ډېری هغه تاجکان چې داعش سره یو ځای شوي، د هېواد له هغو سیمو دي چېرې چې اقتصادي فرصتونه ډېر محدود دي، په پای کې په لنډ ډول ویلاى شو چې اقتصادي کمزورتيا هغه محرک عامل ګڼل کېږي چې تاجکان د داعش خراسان څانګې سره یو ځای کېدو ته هڅوي، که څه هم دغه موضوع د افغانستان د چارواکو له خوا مطرح شوې، خو په وروستیو کې د طالبانو مخالفو رسنیو هم دغه حقیقت منلی دی.

هرماس الافغاني
Exit mobile version