په داعشیانو کې د بهرني اتباعو وجود، د دوی د ماتې دلیل

عابد احمدزی

 

کله چې امریکا په افغانستان کې د داعش ډله له خپلې نطفې څخه پیدا کړه، نو یې د دوی د پرمختګ په پار بې شمېره زیات مالي مصارف وکړل؛ د دوی لیکو ته یې افراد را جلب کړل او یادې ډلې ته یې د اسلامي نړۍ د را پورته کولو په ډول نوم وزېږاوه.

 

کله یې چې یاده ډله را څرګنده کړه؛ په لومړیو کې ور سره زیاترو مسلمانانو هم په همدې نیت بیعتونه وکړل چې ګواکي دوی یوازینۍ ډله ده، چې اسلامي خلافت به یو ځل بیا را ژوندی او له کُفارو څخه به یو ځل بیا د غلامانو په څېر ګټه واخلي.

د نړۍ مسلمانان خو لا څه کوې، د افغانستان ځینې مسلمانان یې هم په همدې بې بنیاده خبرو سره وغولول او خپلو ډلو ته یې ور جلب کړل او افغانانو په خورا اخلاص د داعش له ډلې سره یو ځای جنګونه کول او دا فکر یې کاوو ګواکې مونږ به د الله (ج) په مرسته په دې لیکو کې د اسلام ساتنه وکړو.

 

مګر حقیقت بل څه وو! داعش په خپلو بریدونو کې اسلامي مراکز، دیني درسګاوې، علمي ګلبڼونه او د ماشومانو او سپینږیرو په شمول یې ټول افغانان موخه ګرځول او په خورا بې رحمي به یې وژل.

افغانان په دې کارونو ور څخه بې زاره او د دوی لیکې یې د تل لپاره پریښودې، ځینو خو یې لا د لیکو په افشاء کولو کې له اسلامي امارت سره مرسته هم وکړه.

له بلې خوا د امریکا په زړه باندې د چړو ګوزارونه شروع شول، ځکه هغوی خپل زیات قوت او قدرت د همدې ډلې په پیدا کولو کې مصرف کړی وو، مګر اوس په دومره آساني سره د دوی ټولې هڅې فلج کیږي.

نو د دې لپاره چې د امریکا دا ټولې هڅې په اوبو لاهو نه شي؛ په خپلو مصارفو کې یې لا زیاتوالی راووست او دا ځل یې له افغانستان څخه بهر په نورو مملکتونو کې د همدې قدرت لپاره مالګذاري وکړه او د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې یې داعش ډلې ته افراد (اشخاص) پیدا او زمونږ هیواد ته یې له روزنې وروسته را ولېږل.

 

بهرنیو اتباعو فکر کاوه چې موږ به په ډیرې آسانۍ سره په هر ځای چې وغواړو برید تر سره کړو مګر دلته خبره برعکس وه.

اسلامي امارت په دومره چټکۍ سره د دوی پلانونه خنثاء کوي، چې د دوی فکر هم نه وي او نه یې په ټول تېر شوي ژوند کې دې ځای ته سوچ کړی وي.

 

پای…

مونږ یو ځل بیا هم په خارجي اتباعو غږ کوو تر څو له دې ناوړې ډلې څخه لاس واخلي او په خپلو کورونو کې له خپلو بچیانو سره په ارامه فضاء کې ژوند ته ادامه ور کړي.

 

مګر که بیا هم دوی له خپلو کارونو څخه نه تېرېدل همداسې ځواب به ورکول کیږي، لکه تاسو یې چې په خپلو سترګو وینى.

نه به په خپلو پټن ځایونو کې په امن وي، نه به د ډالرو تر څنګ په امن وي او نه به هم د امریکایانو په پستو او غوړو خبرو دوی خلاص شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version