په افغانستان کې د داعشي خوارجو د شکست عوامل

شهاب الافغاني

داعش ډله چې په تکفیر، ناحقه قتلونو او ظلمونو مشهوره ده، د عراق او شام وروسته یې افغانستان ته توجه وکړه، ترڅو بې ګناه مسلمانان شهيدان کړي خو؛ په افغانستان کې داعش ډله ډېر ژر او په کم وخت کې د اللهﷻ په نصرت د خپل شیطاني غرور او فعالیتونو څخه وغورځول شوه، او مجاهدينو د سترګو رپ سره د داعشيانو مشران (رؤساء الشیاطین) د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسول او د ماتې اقرار یې په خپلې خولې وکړ.
موږ به تاسو ته هغه عوامل په ګوته کړو چې داعشي خوارجو لپاره په افغانستان کې د ماتې سبب ګرځېدلي

۱- پرديپاله او افراطي مفکوره:
داعشي فکر چې یو اسلام ضده افراطي فکر دی، د مسلمانانو او بلخصوص افغانانو ته د منلو وړ نه ده؛ ځکه داعش د امریکا او اسرائیلو هغه مشترکه پروژه ده چې د خپلو  موخو ترلاسه کولو لپاره ورڅخه استفاده کوي، او د تطبيق محل یې اسلامي هیوادونه دي.
په افغانستان کې داعشیانو هغه مهال ظهور وکړ، کله چې امریکا او ناټو د شکست په درشل کې وه، امریکا غوښتل چې د اسلام او جهاد په نامه د داعش منفورې مفکورې څخه استفاده وکړي او د بریا تر منزله ورسي، خو لله الحمد چې د افغانستان غیرتي ولس د امریکا په مکر وپوهېدل او د داعش په خلاف یې د اسلامي امارت مجاهدينو ملاتړ وکړ، او دا یې خپله وجيبه وګڼله چې د خارجي فتنې په محوه کې به د اسلامي امارت سره بشپړه همکاري کوي.

۲ـ د مسلمانانو تكفيرول او شهيدانول:
خوارج د خپل ظهور سره همهاله د مسلمانانو په تکفير یا کافر بللو پيل کوي، چې هر مسلمان ته د کفر جلا القاب استعمالوي.
د کافر، مشرک، مرتد او بدعتي ښکارنده الفاظو فتویٰ صادروي او د هغې وروسته یې په شهادت رسوي، خوارجو په ننګرهار او کونړ کې د ماشومانو، سپين ږيرو او د هغه مجاهدينو په شمول چې په امریکایي اشغالګرو یې ځمکه اور ګرځولې وه په بې رحمۍ سره په شهادت ورسول.

۳ـ مذهب او تقلید شرک ګڼل:
دا چې په افغانستان ۹۹ سلنه مسلمانان ژوند کوي چې اکثره برخه یې أهل السنة والجماعة عقيدې سره تړاو لري نو په همدې اساس د افغانستان ولسونه د څلورو مشهورو مذاهبو څخه د حنفي مذهب پیروي کوي، او خپل ټول فقهي احکام د حنفي مذهب څخه را اخلي چې تر ډېره بریده په افغانستان کې د يو مذهب چلښت اتفاق رامنځته کړي، مګر داعشي خوارج فقهي مذهب مستقل او جلا دين بولي او مسلمانانو سره په دې بغض او کينه کوي، چې ولې د شرعي نصوصو څخه په خپله استنباط نه کوي او د فقهي مذهب پیروي کوي او تر څنګ یې مشهوره ائمه(امامان) پسې بد ويل یې هغه څه دي چې د خارجیت ښکاره څرګندوي کوي.

۴- علماء شهيدانول:
داعش(خوارج) هغه خلک دي، چې د اُمت په غوره خلکو بريدونه کوي، د اُمت غوره خلک علماء دي چې مسلمانانو ته د سمې لارې لارښونه کوي او د بدو لارو څخه یې منع کوي.
افغانان هغه خلک دي چې د بل هر څه څخه ورته اسلام، علماء او اسلامي شعائر اهمیت لري او سره کرښه یې بولي، نو په همدې اساس د خارجیت فتنې څخه بېزاره او بري دي.
۵- مساجدو کې چاودنې کول:
داعشیانو د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو په مساجدو کې د خپل فکري مخالف د ختمولو لپاره انفجار کوي، دا په ښکاره ډول د شعائرُالله بې حرمتي ده او دا کړنه د هغه اشغالګرو پر پل قدم وهل دي، کومو چې د هیواد ديني مدرسې او مسجدونه بمبارد ول، د خوارجو کار همدا دی چې مسلمان د تلاوت، عبادت او د اذکارو پر مهال شهيد کړي.
لنډيز: د داعشي(خوارجو) د باطلې مفکورې سره ټول متدین، اسلامپال، جهادپال او غيرتي ولس نفرت لري، ځکه داعشي (خوارج) د خلافت دروغجنې داعیې په اساس د اسلامي اُمت ډېر بې ګناه علماء، مجاهدين او عام مسلمانان په شهادت ورسول، مګر د کفارو د وحشتونو پر وړاندې چپ پاتي دي، نو په همدې اساس دا لا مذهبه افراطي طائفه په افغانستان کې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version