په اسلامي تعلیماتو کې هجرت یو لوړ او مقدس مفهوم دی. قرآن کریم کې الله تعالیٰ فرمايي: «وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ» (النحل: ۴۱). هجرت د ظلم او کفر له چاپېريال څخه د اسلامي ژوند او عقیدې ساتنې لپاره کډه کول دي. د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هجرت له مکې معظمې څخه مدینې منورې ته د اسلامي تاریخ یو تر ټولو مهم پړاو و، چې د صبر، قربانۍ او ایماني زور سمبول ګرځېدلی دی.
رښتینی هجرت د الله تعالیٰ د رضا لپاره کېږي، نه د شخصي اغراضو یا د يوې ډلې د سياسي آجنډا لپاره. خو د داعش په څېر افراطي ډلې او په ځانګړي ډول د هغې خراسان څانګه دا سپېڅلی مفهوم په ناوړه ډول کاروي. دوی هجرت نه د عقیدې ساتنې یا اسلامي ژوند لپاره؛ بلکې د خپلې تبليغاتي او جګړهییزې آجنډا لپاره یوه وسیله ګرځولې ده.
داعش په خپل تبليغاتي چل و هنر (په ټولنیزو رسنیو، د خراساني داعشیانو مربوطو مجلو او نورو چینلونو کې) تل د «خلافت» د بیا جوړولو او «تمکین» خبرې کوي. دوی بهرنیو مسلمانانو ته (په ځانګړي ډول له پاکستان، مرکزي آسیا او حتیٰ اروپا څخه) وايي: «دلته تمکین او مرکزونه شته، هرڅه منظم او چمتو دي.»، «هجرت وکړئ، دلته به تاسو ته کور، عزت، ورورولي او د خلافت برخه درکړل شي.» – «ستاسو هجرت به د اسلام لپاره لوړ مقام وي.»
په عين حال کې دا وعدې زړه راښکونکې او غوړې ښکاري، ځکه چې ډېر ځوانان په خپلو هېوادونو کې له اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي ستونزو سره مخ دي. خو په واقعیت کې دا وعدې ډېری وختونه دروغ او فریب دي. داعش چې په پاکستان کې په ښکاره فعالیت کوي، بشپړ تمکین یا فزیکي خلافت نه لري. دا ډله په پاکستان کې په پټو شبکو، سرحدي سیمو او ځنګلونو کې مرکزونه لري، په عمده ډول په خپلو بریدونو کې د مسلمانانو په هدف ګرځولو تمرکز لري، نه په حکومت جوړولو یا اسلامي نظام قائمولو.
ډېر کسان چې په پاک نیت سره د دوی په غوړو او تراشل شويو وعدو (د خلافت د جوړولو لپاره)«هجرت» کوي، په حقیقت کې د خراساني داعشيانو لخوا په افغانستان او سيمه کې د عامو مسلمانانو پر ضد کارول کېږي. دوی ته ویل کېږي چې دلته هرڅه چمتو دي، خو کله چې رسېږي نو په عملي جګړه یا د نورو مسلمانانو په وړاندې استعمالیږي. په ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کې هم راپورونه شته، چې داعش له بهرینو اتباعو څخه د جلب او جذب په برخه کې استفاده کړېده.
د داعش «خلافت» یوازې په میډیا کې شتون لري. په حقيقت کې دا د څو افراطيانو پټ شتون او بریدونه دي. دوی د «هجرت» نوم په کارولو سره خلک راګرځوي، خو پایله یې فتنه، وژنه او د مسلمانانو تر منځ تقسیم دی.
د فکر وړ خبره دا ده، چې ولې دا ناوړه استفاده خطرناکه ده؟
يو/ د هجرت سپېڅلتيا ته سپکاوی: هجرت د ظلم څخه تېښته او د اسلامي ژوند لپاره دی؛ نه د ترهګرۍ او فتنې لپاره.
دوه/ د ځوانانو تباهي: ډېر بې ګناه کسان په پاک نیت لاړ شي، خو یا وژل کېږي یا په جرمونو کې ښکېل کېږي.
درې/ د مسلمانانو تر منځ فتنه: د داعش خراسان بریدونه په عمده ډول په مسلمانانو کې مرګ ژوبله اړوي، چې د مسلمان وژنه تر ټولو ستره فتنه ده.
څلور/ تبليغاتي فریب: په میډیا کې ښودل شوی «تمکین» یوازې د څو تنو افراطيانو عکسونه او ویډیوګانې دي چې حقیقت پټوي.
ددې ټول تحليل پایله دا را وزي، چې هجرت یو مقدس عمل دی چې په اسلام کې یې لوړ مقام دی، خو د داعش په څېر افراطي ډلو یې ناوړه استفاده کړې ترڅو خپلې تباهي کاره اجنډا ته لمن ووهي. مسلمانان باید د داسې تبليغاتو څخه خبر اوسي او د معتبرو علماوو له مشورې پرته هېڅ «هجرت» ته زړه ښه نه کړي. رښتینی اسلام د مسلمان ملت د یووالي غوښتونکی دی، نه د وژنې او فتنې.
د داعش دا چل ول په ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کې هم دوام لري. هر مسلمان ته پکار دي چې د اسلام رښتیني تعلیمات مطالعه کړي او له دروغو وعدو څخه ځان وساتي او د چا د تشو باټو په لومه کې ښکيل نشي.
