د پاکستان غیور ولس د پوځي طاغوتي رژیم په اسارت کې!

ذوالکفل ذکي

پر هند د اسلام اته سوه کلن حاکمیت خپلې ریښې د زړونو تل ته ښکته کړې وې. د برتانوي اشغال او د مسلمانانو له زوال وروسته هم په دې خاوره کې د اذان اوازونه له دنګو منارونو څخه اوچتېدل. دلته د مسلمانانو نسلونه یو په بل پسې اوسېدل؛ د برتانوي استعمار پر وړاندې د مقاومت او خپلواکۍ ترلاسه کولو سرخېل هم همدا مؤمنې پرګنې وې.

د پاکستان د رامنځته کېدو کیسه یوازې یوه سیاسي پېښه او جغرافیوي بېلېدنه نه ده، بلکې د ایمان، فکر او هویت یوه ژوره څپه وه چې د مسلمانو ولسونو په زړونو کې راولاړه شوه. دې سپېڅلې مفکورې له اسلامي ارزښتونو، عقیدوي پیوستون او د امت د یووالي له تصور څخه الهام اخیست. هغه وخت چې د برصغیر مسلمانان د برتانوي هند د وېش پر درشل ولاړ وو، دوی یوازې د یوې محدودې جغرافیې د بېلتون غوښتونکي نه وو، بلکې د داسې هېواد هیله یې لرله چې د اسلام د سپېڅلو اصولو پر بنسټ پکې ژوند تنظیم شي، اسلام پکې حاکم وي او د «لا اله الا الله» تر سیوري لاندې د امن او امان ژوند ولري.

د دې غورځنګ اصلي ځواک غیور مسلمان ولس و. دا ولس چې د عقیدې په رڼا کې راویښ شوی و، د اسلامي هویت د ساتنې لپاره یې بې‌شمېره قربانۍ ورکړې. هغوی باور درلود چې اسلام یوازې یو دین نه، بلکې یو بشپړ نظام دی چې سیاست، اقتصاد او د ژوند ټول اړخونه په بر کې نیسي. د برصغیر جغرافیه، چې تازه د برتانوي ښکېلاک له اشغال څخه آزاده شوې وه، مسلمانانو یې هم د خپل دین، کلتور او تاریخ له مخې دا مسلم حق درلود چې خپل مستقل نظام ولري، اسلام پکې حاکم وي او په یوه اسلامي جغرافیه کې ژوند وکړي.

د همدې هدف د تحقق لپاره دیني علماوو، فکري مشرانو او عام ولس په ګډه مبارزه پیل کړه. هغوی د قرآن او سنتو له لارښوونو څخه الهام اخیست او د عدالت او ورورولۍ پر بنسټ یې د یوې اسلامي ټولنې خوب په حقیقت بدل کړ. د پاکستان د جوړښت ریښه یوازې په سیاست کې نه، بلکې په اسلامي فکر، د امت په شعور او د یو خپلواک اسلامي نظام په ارمان کې پرته وه. دا یو داسې داستان دی چېرته چې ایمان د تاریخ مخ بدل کړ او ولس د خپل دین د ساتنې لپاره یو نوی وطن وزېږاوه.

مګر هر څه د اټکل او تخیل برعکس راووتل؛ د اسلام او اسلامي شریعت د تحکیم تر شعار لاندې رامنځته شوې دا جغرافیه یو ځل بیا د غرب په لاسونو کې ولوېده. د اسلامي شریعت پر ځای د غرب له خوا جوړ شوی قانون او دیموکراسي حاکمه شوه، او سیکولریزم او جمهوریت پر ولسونو په زور تحمیل شول.

یوه داسې کړۍ واک ته ورسېده چې غربي منافعو ته تر غربیانو هم زیات متعهده ثابته شوه. له هغې ورځې راهیسې چې دې پوځي رژیم د واک واګې په لاس کې اخیستي، له اسلام، امت او خپل ولس سره یې دښمني پیل کړې، د غرب او امریکا پروژې پر مخ وړي او په ناچیزو مادي امتیازاتو خپل ولس او ارزښتونه پلوري.

تبعیضي چلند یې د قومونو او ولسونو تر منځ ژور اختلافات راپارولي دي، تر دې حده چې یو مسلمان بل مسلمان خپل دښمن بولي. د یو قوم خلک د ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه بې‌برخې دي، خو د بل قوم وګړي پرمختللی ژوند لري. له همدې وخته چې دا کړۍ واک ته رسېدلې، لوړو مالیاتو او پورونو ولس له سختو ستونزو سره مخ کړی، خو همدا واکمن کسان د شخصي الوتکو څښتنان دي.

اې د پاکستان غیور ولسه!

دا هماغه پوځ او طواغیت دي چې ستاسو په سلګونو عرب مجاهد ورونه، هغه چې د خپلو مسلمانو وروڼو د مرستې لپاره راغلي وو او د شوروي اتحاد امپراتوري یې د الله په نصرت ټوټه ټوټه کړه، په غدر او دوکه یې پر امریکا او غرب وپلورل.

دې پوځ د نړیوالو ځواکونو د افغانستان پر جګړه کې خپله هوا، وچه او سمندر د هغوی په واک کې ورکړل، او له همدې خاورې څخه جګړې پر مخ یووړل شوې. همدارنګه، یوه مسلمانه ښځه، ډاکتر عافیه صدیقه، کلونه کېږي چې په زندان کې ده او د هغې قضیه د بشري حقونو له پلوه تل د بحث وړ پاتې شوې ده، دې رژیم په زرګونو ځوانان د ترهګرۍ په نوم لادرکه کړل، په سلګونو زره کورنۍ یې بې‌ځایه کړې، او میندې او مېرمنې یې د خپلو عزیزانو په انتظار کې پرېښودې.

مؤمن او غیور ولسه!

وخت رارسېدلی چې د خپل حالت په اړه فکر وشي، د عدالت، یووالي او اصلاح لپاره سوله‌ییز او شعوري ګامونه واخیستل شي، او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره له قانوني او مشروع لارو کار واخیستل شي.
مسلمانو وروڼو! انسان د عزت، کرامت او عدالت لپاره پیدا شوی دی، نه د دې لپاره چې د ظلم تر سیوري لاندې ژوند وکړي. ستاسو وجدان، ایمان او فطرت تاسو ته دا وايي چې حق وپېژنئ، عدالت وغواړئ او د خپل انساني ارزښت ساتنه وکړئ. هغه څوک چې د حق لاره نیسي، که څه هم سخته وي، خو پای یې بریا، عزت او سرلوړي ده.

Exit mobile version