په اسلام کې د جهاد فلسفه

دوهمه برخه

طاهر احرار

 

الله جل جلاله خپلو بندګانو ته مختلف احکام راليږلي دي، چې د ځينو تعلق يې د شخصي ژوند او د ځينو يې د اجتماعي ژوند سره دی.

اسلام مُبارک دين خداى جل جلاله د خلکو لپاره انتخاب کړى دى، په دې مُبارک دين کې يو حکم د جهاد هم دی.

د جهاد لغوي معنى جد و جهد دی او په همدې لغوي معنى هم په قرانکريم کې استعمال شوى دی، ولې دا به لويه بې انصافي وي، چې په هر ﺯمان و مکان کې د جهاد لفظ په لغوي معنى استعمال شي.

تاسو ته معلومه ده، چې ډېرو خلکو بلکې ډېرو اهل علم حضراتو په معمولي جد و جهد هم د جهاد لفظ حمل کړى، د جهاد لفظ په هر مکان و ﺯمان کې په ادنى جد و جهد حمل کول په دين کې تحريف بلل کېږي، د هغې وجه دا ده چې په دې سره خلط په عباداتو کې راځي، حال دا چې د هر عبادت لپاره خداى جل جلاله مستقل نوم وضع کړى.

مثلا نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: ” من جهز غاﺯيا فقد غزا ” نو که يو څوک غاﺯيانو ته معمولي شان هم څه برابر کړي، نو په درجه کې به له حقيقي مجاهد سره يوشان بللى شي.

ولې په بل ځاى کې خداى جل جلاله فرمايي: “ان الله اشترى من المٶمنين اموالهم وانفسهم بان لهم الجنة يقاتلون في سبيل الله فيقتلون ويقتلون”.

نو هغه مجاهد چې هغه جهاد بالنفس والمال کوي، له يواﺯې تجهیز کونکي سره برابرول سم نه دي فلهذا اهل علم بايد متوجې واوسي، چې هر جدوجهد ته جهاد ونه وايي او نه خو هم هغه کارکونکي ته د مجاهد درجه ورکړي او د جهاد تعريف له نورو عباداتو څخه جلا او بيل وساتي. سره له دې چې د هغه جد و جهد او د هغه کارکونکي هم د اجر او ثواب مستحق دي. په قرانکريم او يا د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په احاديثو کې د جهاد د لفظ څخه قريب مفهوم يواﺯې او يواﺯې د کفارو او يا د هغوى له غلامانو، باغيانو، مرتدينو، خوارجو سره قتال دی.

کله په ظاهر کې ځينې وينا ښکلې معلوميږي، خو په حقيقت په هغې کې د دين تحريف وي.

الله جل جلاله د موږ ته اول د دين د ﺯده کړې او بيا په هغې د عمل کولو توفيق نصيب کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version