په اسلام کې د جهاد فلسفه

لسمه برخه

طاهر احرار

 

پنځم اعتراض:

الله جل جلاله په سورت عاديات کې د آسونو په پښو باندې قسم خوړلى، کوم چې د لوى عزت او عظمت خبره ده.

خو سورت عاديات مکي دى او جهاد په مدینه منوره کې فرض شوى، نو دغه فضیلت، عزت او عظمت مجاهدينو لره حاصل نه دى.

۱: جواب

د سورت عاديات په اړه د مفسرینو دوه رأيې دي، اول دا چې دغه سورت مدني دى او بل دا چې دغه سورت مکي دی.

په دواړو قولونو تفسير وړاندې کوم.

حضرت عبدالله ابن مسعود، حضرت جابر، حسن بصري، عکرمه، عطا رحمهم الله تعالىٰ په نزد دغه سورت مکي دی. دلته خداى جل جلاله په جنکي آسونو قسم خوړلى، هغه که په جهاد کې وي، يا دغه جنګي آسونه د تبليغ، حج او يا کوم بل نيک عمل لپاره کارول شوي وي، نو دلته دا تعبير ناسم دی، چې د عاديات اطلاق د مجاهدينو په آسونو نه کيږي.

د آيت کريمه مقصد او حاصل دا دى؛ چې يو آس چې مالک ورته خوراک څښاک ورکوي، له خپل څښتن نه په جنګ کې دفاع کوي، د هغه د ژغورلو کوښښ کوي، نو اې انسانه ته د خپل مالک او رازق څخه څنګه نافرمانه يې؟

نو د دغه سورت د مجاهدينو او جهاد سره کوم تعلق نشته، دا ضرور نه ده، چې په قرانکريم کې هر فضيلت به د جهاد وي، بلکې نور اعمال هم شته لکه شُکر، صبر، سخاوت، شجاعت، ترحم، حيا او داسې نور…

د جهاد د فضیلت لپاره نور آيتونه او آحاديث موجود دي.

۲: جواب

حضرت عبدالله ابن عباس، حضرت انس، قتاده، امام مالک رحمهم الله فرمايې: چې دغه سورت مدني دى. (تفسير قرطبى).

دلته خداى جل جلاله په آسونو نه، بلکې په هغه مجاهدينو قسم خوړلى، چې په آسونو سپاره وي.

تفسير: علامه شيخ عبد القادر رحمهم الله په خپل تفسير، موضح القرآن کې فرمايي: چې مراد له عاديات آسونه نه دي، بلکې په آس سپاره کېدونکي دي.

شيخ الاسلام علامه شبير احمد عثماني رحمهم الله د ( إِنَّ الْإِنسَانَ لِرَبِّهِ لَكَنُودٌ). لاندې فرمایي: چې دلته مراد سپاره مجاهدين دي، همدا شان، وَإِنَّهُۥ عَلَىٰ ذَٰلِكَ لَشَهِيدٞ لاندې ليکي: چې مراد ترې مجاهدين دي.

په هر حال که سورت مکي وي، د مجاهدينو په فضيلت کې کوم نقصان نه پيدا کوي او په دې اصرار او زور کول، چې دغه سورت مدني دى، د قرانکريم اعجاز سره سمون نلري.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version