امام اهل الحدیث سفیان الثوري رحمه الله په يو عربي شعر کې داسي وايي:
يا رجالَ العلمِ ویامِلْحَ البلدِ
مَنْ یُصْلِحُ المِلْحَ اِذا الملحُ فَسَدَ
“اې د علم خاوندانو او اې د ښار مالګو او څوک به مالګه اصلاح کوي، چې کله مالګه فاسده شي”
د شعر مطلب: سفیان ثوري رحمه الله وايي، چې د علم خاوندان دا د ښار مالګه ده، د ټول ښار په اولسي او په دولتي خلګو کې لوړ مقام لري، که چېرته د ښار مالګه خرابه شوه، بیا به څوک خلګ لارې ته راولي.
ابو حامد الغزالي چي د پنځمې پیړۍ په مجددینو کې شمېرل کېږي، هغه لیکي؛ چې په اولس کې هغه وخت فساد راځي، چې کله په حاکمانو کې فساد رامنځته شي او په حاکمانو کې فساد هغه وخت رامنځته کېږي، چي په علماو کې فساد رامنځته شي، نو که چېرته امت مسلمه پرمختګ غواړي، نو خپله رهبري دې نیکو علماؤ او نیکو حاکمانو ته په لاس ورکړي، چې پایلې به يې پرمختګ او د دین اسلام ښه خدمت وي.
د امت مسلمه خپلمنځي اختلافات؛
دا یو له هغه لاملونو څخه دی چې د امت مسلمه د زوال لامل جوړ شوی، اختلاف د تفرقې او وېش لامل جوړېږي او تفرقه د یو قوي جماعت د ضعف سبب جوړېږي، که څه هم هغه جماعت د افرادو په لحاظ ښه لوی وي او بې شماره افرادي قوت ولري.
نو ځکه رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:
عن عبدالله بن عباس قال، قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: افترقتِ اليهودُ على إحدَى وسبعينَ فرقةً، وافترقتِ النصارَى على اثنتَينِ وسبعينَ فرقةً، وستفترقُ هذه الأمةُ على ثلاثٍ وسبعينَ فرقةً كلُّها في النارِ إلا واحدةً، قيل: من هي يا رسولَ اللهِ؟ فقال صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ: مَن كان على مِثلِ ما أنا عليه وأصحابِي.
ژباړه: د عبدالله بن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: یهود پر ۷۱ ډلو ووېشل شول، او نصارا پر ۷۲ ډلو ووېشل شول، او دا امت به پر ۷۳ ډلو وېشل کېږي، د یوې ډلې څخه ماسېوا به نورې ټولې ډلې اور ته داخلېږي؛ ورته وویل شول، چې یا رسول الله! دا به کومه ډله وي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: هغه چې زه او زما صحابه کرام ورباندې ولاړ دي.
نن سبا اختلاف په امت مسلمه کې په ډول ډول شکلونو را پیدا شوی، لکه:
۱:- د مذهب او عقيدې په نوم
۲:- د نسل او قوم پرستۍ په نوم
۳:- د فکر او نظريې په نوم او داسې نور
دا هغه اختلافات دي چې د امت مسلمه په منځ کې يې د حسد او تعصب اور لګولی دی، یو مسلمان د بل په درد ځان نه خبروي.
حال دا چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي؛ چې مؤمنان سره وروڼه دي او مؤمنان لکه د یو وجود او بدن داسې دي، په بدن کې که چېرته سترګه درد وکړي، ټول وجود ورسره په تکلیف وي او که بله عضو (غړی) په تکلیف وي، نو ټول بدن یې په درد وي، مګر له بده مرغه په ډېر افسوس سره ويلای شو چې نن ورځ امت مسلمه دې حال ته رسېدلی چې یو د بل کومک خو پرېږده آن یو د بل په غم خفګان لا نه ښکاره کوي.