نولسمه برخه
طاهر احرار
پنځلسم اعتراض:
نن سبا په ځيني ديني مجالسو کې دا خبره ډېره په شَد او مَد سره کېږي؛ چې د خداى جل جلاله په لار کې يوه روپۍ په اووه لکه او يو لمونځ په نه څلوېښت کروړه اجر بدليږي او دغه ثواب يوازې دلته حاصلېږي، ځکه زموږ کار د دين اصل او بُنياد دى.
جواب:
تر ټولو اول به دغه حديث شريف مطالعه کړو، بيا به يې سند ته نظر وکړو او وروسته به يې مصداق تر نظر لاندې راولو.
حضرت علي حضرت رضي الله عنه، ابوالدرداﺀ رضي الله عنه، حضرت ابو هريرة رضي الله عنه، حضرت ابو امامه رضي الله عنه، حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه، حضرت جابر حضرت رضي الله عنه، عمران بن حصين رضي الله تعالى عنهم أجمعين له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي: (من أرسل بنفقة في سبيل الله وأقام في بيته فله بكل درهم سبعمائة درهم . ومن غزا بنفسه في سبيل الله وأنفق في وجه ذلك فله بكل درهم سبعمائة ألف درهم ). ثم تلا هذه الآية ( والله يضاعف لمن يشاء )
ژباړه: څوک چې يوه نفقه د خداى جل جلاله په لاره کې مصرف کړي او خپل په کور کې پاتې شي، خداى جل جلاله به په يو درهم د اووه سوو درهمو په اندازه ثواب ورکړي او هغه څوک چې خپله د خداى جل جلاله د رضا لپاره غزا ته لاړ شي او پر ځان مال مصرف کړي خداى جل جلاله به د يو درهم اجر په اووه سوه لکه چنده ورکړي. بيا پيغمبر صلی الله علیه وسلم دغه آيت تلاوت کړ؛ چې خداى جل جلاله اجر زيات ورکوي هغه خلکو ته چې د خداى جل جلاله خوښ شي.
يو بل ځاى حضرت معاذ رضي الله عنه روايت کوي، چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( إن الصلاة والصيام والذكر تضاعف على النفقة في سبيل الله بسبع مائة ضعف )
نبي عليه السلام فرمایي: چې د خداى جل جلاله په لار کې لمونځ، روژه، زکات له مالي صدقات اووه سوه چنده زیات فضيلت لري.
حاصل دا چې يوه روپۍ په اووه لکه او بيا ضرب اووه سوه نو (نه څلوېښت) کروړه ترې جوړېږي. نو دا يو حديث نه دى، مختلف دوه روايات لري.
اول: په يو بل کې يې ضرب کول او نه څلوېښت کروړه ترې جوړول احاديثو له مزاجه سر غړونه ده او د سوال ځاى دى.
دوهم: دا چې پورتني دواړه احاديث د سند په لحاظ ضعيف دي، د علم الحديث اصول دا دي چې د ضعيف حديث د ذکر کولو په وخت يې بايد ضعف ذکر شي او دلته داسې نکېږي.
درېيم: دا چې که په غور سره ولیدل شي په دواړو احاديثو کې د في سبيل الله ذکر دى او بيا په اولني حديث کې د غزا لفظ راغلى کوم چې خاص بالخاص مجاهدين ترې مُراد دي.
د اُمت ټولو فقهاوو په دې باندې تصريح فرمايلې چې هر ځاى چې د في سبيل الله لفظ مطلق ذکر شي مُراد ترې جهاد دى.
نو دغه پورتني روايات که جمعًا او سندًا تسليم هم کړو، مُراد ترې جهاد او مجاهدين دي.
خداى جل جلاله دې موږ ته په دين باندې د سمې پوهې توفيق نصيب کړي.