په اسلام کې د جهاد فلسفه

اوولسمه برخه
طاهر احرار

دولسم اعتراض:
عن عبدالله بن عمر قال: جَاءَ رَجُلٌ إلى النبيِّ صَلَّى اللَّهُ عليه وَسَلَّمَ، يَسْتَأْذِنُهُ في الجِهَادِ فَقالَ: أَحَيٌّ وَالِدَاكَ؟ قالَ: نَعَمْ، قالَ: فَفِيهِما فَجَاهِدْ.
حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه فرمايي: چې يو کس د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو او جهاد ته د تللو لپاره يې اجازه طلب کړه، هغه مُبارک ترې وپوښتل، ستا مور او پلار ژوندي دي؟ هغه ځواب ورکړ، هو! پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل: د دوى په خدمت کې جهاد وکړه.
نو معلومه شوه چې جهاد يوازې قتال ته نه ویل کېږي، بلکې د مور او پلار خدمت هم جهاد دى.

۱: جواب
په دې کې شک نشته، چې په حقوق العباد کې لوى حق د مور او پلار دى، د هغوى نافرماني د خداى جل جلاله نافرماني بلل شوې او جنت د دوی د قدمونو لاندې ښودل شوى، د اولاد مال د پلار مال بلل شوى، د شرک نه وروسته تر ټولو لويه ګناه د مور او پلار نافرماني کول دي.
د مور او پلار خدمت پخپل ځاى منل شوی امر دى، مګر له دغه حديث مُبارک داسې مفهوم اخېستل چې د مور او پلار خدمت جهاد دى، بالکل سم نه دى، ځکه د ده مفهوم بېل دی، د خدمت مفهوم معلوم دى او د جهاد مفهوم قتال في سبيل الله دى.
دا چې نو ولې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته د جهاد نوم ورکړى، ډېر آسانه ځواب لري، هغه دا چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم يوازې نبي يا رسول نه وو، بلکې هغه اميرالمجاهدين هم وو.
پورتنى صحابي د جهاد په نيت حاضر شوى وو، مګر پيغمبر صلی الله علیه وسلم هغه ته د خدمت امر وکړ، دا په دې معنىٰ نه چې خدمت ته يې جهاد وويل، بلکې د امير اطاعت ته يې د جهاد درجه ورکړه.
د مور او پلار خدمت خو پرېږده، که امير په عين جنګ کې يو عسکر د جنګ نه لري کړي او د تشناب په پاکولو يې مامور کړي بيا هم مجاهد بلل کېږي.
مثال:
حضرت عثمان رضي الله عنه بدري صحابي دی، د مال غنيمت نه نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپله برخه هم مکمله ورکړه، حال دا چې هغه په جنګ کې نه وو، وجه دا وه چې هغه پيغمبر صلی الله علیه وسلم د خدمت لپاره له جنګ واپس کړى وو، ځکه چې بي بي د پيغمبر صلی الله علیه وسلم لور وه سخته ناروغه وه.
د حضرت عثمان نه بغير اته صحابه کرام داسې دي، چې هغوی په بدريينو کې هم شمېر دي او په مال غنيمت کې يې برخه هم اخيستې او په جنګ کې هم شامل نه وو.
۱: حضرت طلحه ۲: حضرت سعيدبن زيد ۳: حضرت ابو لبابه انصارى ۴: حضرت عاصم بن عدي ۵: حضرت حارث بن خاطب ۶: حضرت حارث بن صمه ۷: حضرت خوات بن جبير. ۸: حضرت جعفر رضوان اللهِ تعالىٰ عليهم أجمعين. دغه حضرات نبي کريم صلی الله علیه وسلم په نورو کارونو باندې بوخت کړي وو.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version