په اسلام کې د جهاد فلسفه

څوارلسمه برخه
طاهر احرار

نهم اعتراض:
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمايي: (اَلمُجاهِدُ مَن جاهَدَ نَفسَهُ في طاعَةِ اللّه ِ)
حقيقي مجاهد هغه دى، چې د خپل نفس سره د خداى جل جلاله په عبادت کولو کې جهاد وکړي، نو له دغه حديث شريف څخه معلومېږي؛ چې جهاد يوازې قتال في سبيل الله ته نه ويل کيږي، بلکې بهترين جهاد، جهاد النفس دى.

۱: جواب
د حديث مُبارک مطلب دا دى، چې حقيقي جهاد هغه دى چې خپل نفس د خداى جل جلاله د امر د اطاعت لپاره وسپارل شي، جهاد هم هله جهاد دى، کله چې د اعلاﺀ کلمة الله لپاره وي.
که يو څوک قتال هم د شهرت او يا قوميت لپاره کوي مجاهد نه بلل کېږي، دلته دَ “في طاعَةِ الله” همدغه معنىٰ او مقصد دى.
حضرت ابو موسىٰ الأشعري رضي الله عنه فرمايي: چې يو سړى د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو، پوښتنه کوي، چې يا رسول الله صلی الله علیه وسلم يو کس د غنيمت لپاره جنګیږي، بل کس د شجاعت ښودلو لپاره جنګېږي، بل کس د رياکاري لپاره جنګیږي، کوم يو د خداى جل جلاله په نزد مجاهد بلل کېږي؟
هغه مُبارک صلی الله علیه وسلم ورته وفرمايل:( مَن قاتَل لتكونَ كلمةُ اللهِ هي العليا فهو في سبيلِ اللهِ )
څوک چې د خداى جل جلاله د کلمې د لوړوالي لپاره جګړه کوي يوازې همدا مجاهد دى.

۲: جواب
که د حديث مُبارک ظاهري معنىٰ ته ځير شو، چې رښتينى مجاهد هغه دى چې د خپل نفس سره جهاد وکړي.
تاسو فيصله وکړئ! يو سړى چې خپل ښځه، بچيان، خپلوان، کور، وطن پرېږدي، ګرم او يخ سنګر کې شپې او ورځې تېروي، بلکې ځان د مرګ خولې ته غورځوي او په سنګر کې په کامله معنىٰ د خداى جل جلاله امر مني، آيا جهاد بالنفس دغه دى او که يوازې په کور او په جومات کې نوافل؟
چې په سنګر کې توده غزا د دې لپاره روانه وي چې د مسلمانانو وينه تويېږي، عزت يې له منځه ځي، د ناموس د بې عزتۍ خطر وي، پر کورونو بمبار روان وي، مجاهدينو ته د ډوډۍ، اوبو يا د وينې ورکولو ضرورت وي او يو څوک په ګرمه بستره کې تهجد يا اشراق کوي او بيا همدغه نوافلو ته جهاد اکبر وايي. آيا دا د نفس سره جهاد دى او که د نفس شريره اطاعت او بندګي ده؟
معلومه شوه چې جهاد بالنفس هغه دى چې د خپل نفس د غوښتنو بر خِلاف سنګر ته لاړ شي، تر څو د خداى جل جلاله کلمه لوړه شي له هغې وروسته په ذکر، تلاوت او نورو نيکو اعمالو کې مصروف شي.
الغرض اعمال صالحه يا دعوت إلى الخير مطلوب او بهتر اعمال دي، خو د جهاد د لفظ اطلاق په هغو باندې د دين، اسلام تقاضا نده.
تاسو اوګورئ! چې فلسطين کې څه روان دي بيا هم د عربو بعضې په نوم علماﺀ د فلسطين د خلکو د خپل ځان څخه دفاع جائزه نه بولي او په عين حالت دې جګړه کې وايي: (ابا عبيده جاهد بالنفس).

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version