د افغانستان اساسي پرمختګونه؛ د ګاونډ لنډه حوصله

جمیل اکبر

د افغانستان ژوره ارزونه هلته کیږي، چې د دغه هیواد تاریخي واقعیت مد نظر ونیول شي؛ بناء دا یو تاریخي واقعیت دی، چې افغانستان د ټولې نړۍ له هغو هېوادونو څخه یو دی چې:
• تل یې د نړۍ ستر او جابر امپراتوران مات کړي. (بریتانیا، شوروي، امریکا)
• ځینې وختونه خپله هم متمدن امپراتور پاتې شوی.
• که څه هم ډیر وخت د جګړو میدان پاتې شوی؛ خو خپل هویت یې ساتلی دی.
دا هغه موارد دي، چې د افغانستان د زرین تاریخ لوی درسونه بلل کیږي او دا په ډاګه کوي، چې دا “ملت قوي دی، دا کله هم ضعف نه قبلوي او که یې څوک پریږدي؛ نو متمدن بدلون به راځي.”

همدا شان د افغانستان ژوره ارزونه هلته کیدلی شو، چې د دغه مسلمان ملت ځواک تر بحث لاندې ونیول شي، پدې توګه موږ ویلی شو، چې افغان ملت په څو برخو کې د نړۍ له پیاوړو ملتونو حسابېږي:

۱: جنګي مقاومت
د نړۍ په تاریخ کې داسې یو ملت نشته چې، درې نړیوال زبر ځواکونه یې په یوه پیړۍ کې په پرلپسې توګه مات کړي وي او د سلګونو کلونو له بحرانونو سره یې بیا هم خپل هویت ساتلی وي.
۲: افغاني هویت
دین، غیرت، دود، ژبه او کلیوالي انسجام د افغان مسلمان ملت هویت دب او یوازېنی ملت، چې د فرهنګي انحراف له شدید یرغل سره بیا هم خپل اصلي رنګ نه بدلوي.

۳: ځوان نفوس او قوي بشرې سرچینې
افغانستان له ۷۵٪ څخه زیات تر ۳۰ کلونو ښکته د ځوان نفوس او قوي بشري سرچینې درلودونکی دی او د ټولې نړۍ په پرتله خورا شجاع، فعال او کار کوونکی نسل لري.

۴: ستراتیژیکه جغرافیه
افغانستان د نړۍ په نقشه کې داسې ستراتژیک ځای دی، چې له منځه یې: د مرکزي آسیا انرژي، د جنوبي آسیا اقتصاد، د عربي نړۍ نفوذ، دچین او روس استراتژیک نفوذ، ټول له یو او بل سره نښلوي. دغه جغرافیاوي موقعیت افغانستان له طبیعته جیوپولیټیک ځواک ګرځوي.

۵: د دولتونو ضعفونه
د افغانستان مرکزي دولت تل کمزوری پاتې شوی او د افغانستان تاریخ ښيي، چې قومي رقابتونه، سیمییزه زورواکي او د دولتي قوانینو نه قبلول تل د مرکزي دولت د جوړېدو مخه نیولې ده.

د اقتصاد نشتوالی، د صنعت نشتوالی، د تولیدي سکتور صفر موجودیت، د صادراتو کمزوري او د کرنې بد حالت افغانستان عملاً د کورني اقتصاد پر ځای د خیریه او بهرني تمویل پر اساس تکیه هېواد ګرځولی وو، د افغانستان د ادارې غیر‌منظموالی بل هغه لامل و، چې په تېرو ۱۰۰ کلونو کې دلته هېڅکله ادارې اصلاحات دوامدار ندي پاتې شوي، اداري فساد ژور شوی او مسلکي کادرونه یا له منځه تللي یا تیت پرک شوي دي. د ملي فکر کمزورتیا هغه څه دي، چې افغانستان د سیاسي تفرقې، قومي سیالۍ، د سیمییز نفوذ پر بنسټ جګړو دا هیواد د اوږدو لوبو قرباني کړی و.

۶: د فرصتونو نقشه
افغانستان طبیعي زیرمې لري، چې لیتیم litium، طلا، مس او د نادره عناصرو اټکل شوی ارزښت یې ۱–۳ ټریلیون ډالر دی.

۷: سیمېیز ترانزیټ
سپیک، کاسا ۱۰۰۰، ټاپي، کوریډرونه وغیره پورژې چې CPEC، CASA-1000، TAPI، Lapis Lazuli، North–South Corridor که ښې او سمې مدیریت شوي وای؛ نو افغانستان د منطقي د سوداګرۍ زړه ګرځېده.

۸: کرنه او انرژي
افغانستان د اوبو لویې سرچینې لري، د زعفرانو، بادامو، جلغوزیو او شاتو نړیوال بازار په افغاني هغو ښکلی بریښي او همدا شان د لمریزې او بادي انرژۍ پراخ امکانات لري.

۹: اقتصادي احتیاج
د افغانستان اقتصاد تر ننه پورې نه و رغیدلی؛ نو ځکه دلته هېڅ یو سیاسي ثبات هم دوامدار ندی پاتې شوی.

۱۰: فکري او فرهنګي جګړه
د فکري او فرهنګي یرغلګرو لخوا تل د افغان مسلمان ملت هویت هدف ګرځول شوی دی، دلته د سیکولریزم پروژې، ایدیالوژیک یرغل، د بهرنیو رسنیز پروپاګند او ذهني اشغال بل ناورین و.

۱۱: داخلي سیاسي اختلافات
دلته تل داخلي سیاسي اختلافات رامنځته کړل شوي دي، چې تر ټولو خطرناک داخلي ټکرونه دي، ځکه بهرني نفوذ ته دروازه خلاصوي.
۱۲: عمومي نتیجه
دا چې افغانستان له اوسني نظام او حالت څخه مخکې داسې یو هېواد و، چې ملت یې قوي و؛ خو مګر دولتونه یې ضعیف پاتې شوي، که د نن په څیر د ملت ځواک او د دولت نظم سره یو ځای شوي وای؛ نو افغانستان به ډیر پخوا د سیمې یو مهم او قوي ځواک وای. افغانستان نه بې‌وسه و او نه بې‌امیده، خو مګر بې‌نظامه و.

دا چې اوس افغانستان:
• بانظامه دی،
• د قوت لپاره یې اوږد مهالي ستراتېژیک پلانونه جوړ شوي او عملا تطبیق کیږي،
• اقتصادي، استخباراتي، امنیتي او فکري پالیسۍ خپلواکې جوړې شوې،
• د تاریخي زاویې په چارچوب کې هر ډول ګام د یو پراخ او ستراتژیک تحلیل برابر اخیستل کیږي،
• قومي رقابتونه، سیمییزه زورواکي او د دولتي قوانینو نه قبلول له منځه تللي،
• اقتصادي شتوالی، صنعتي تحرک، د تولیدي سکتور خوځښت، د صادراتو ډیروالی روان دی،
• کرنه ورځ تر بلې وده کوي،
• د خیریه او په بهرني تمویل تکیه هېواد نه کورني اقتصاد ته افغانستان وګرځید،
• ادارې منظموالي ته راونې دي،
• ادارې اصلاحات دوام مومي،
• اداري فساد ختم شوی دی،
• تیت پرک شوي مسلکي کادرونه استخدام او انسجام کیږي.

• له سیاسي تفرقې، قومي سیالۍ، د سیمییز نفوذ پر بنسټ جګړو او د نورو د لوبو قربانۍ نه افغانستان را وتلی دی،
• د فرصتونو نقشه (Opportunities) جوړول،
• د طبیعي زیرمو، لیتیم litium، طلا، مس او د نادره عناصرو مسلکي استخراج،
• سیمېیز ترانزیټ،
• سپیک، کاسا ۱۰۰۰، ټاپي، کوریډرونه وغیره پورژوCPEC، CASA-1000، TAPI Lapis Lazuli، North–South Corridor پیل او پخپله سم مدیریت،
• افغانستان د منطقي د سوداګرۍ زړه ګرځېدنه،
• د اوبو د لویو سرچینو کنترول،
• د زعفرانو، بادامو، جلغوزیو، انارو، مڼو، میوو او شاتو نړیوال بازار لارې پیدا کول،
• د لمریزې او بادي انرژۍ پراخ امکانات لرل،
• هیواد ته د ور پیښو ګواښونو نقشه (Threats) تثبیتول،
• له استخباراتي محاصرو راوتل.

• د شاوخوا هېوادونو ستراتیژیکې ګټې د متوازن سیاست په چارچوب کې اچول،
• ستراتیژیک عمق، فرهنګي او مذهبي نفوذ، د نورو ضد پالیسي، امنیتي توازن او سیمییز کنټرول له سیالۍ څخه ساتل،
• د استخباراتي ټکرونو له میدان او اقتصادي احتیاج نه وتل،
• د افغانستان د اقتصاد رغونې لپاره نړیوال ګامونه اخیستل،
• سیاسي ثبات دوامداره کول،
• فکري او فرهنګي جګړو څخه دفاع،
• د افغان مسلمان ملت هویت ساتل،
• د سیکولریزم پروژې، ایدیالوژیک یرغل، د بهرنیو رسنیز پروپاګند او ذهني اشغال کلکه مقابله کول،
• داخلي سیاسي اختلافات له منځه وړل
• او د بهرني نفوذ دروازې بندول

دا هغه موارد وو، چې اوسني افغان حکومت په خورا قاطعیت او سخت جدیت په ډیر کم وخت کې وکړل، روان دي او جریان به هم لري ان شآء الله العزیز او دا هغه پرمختګونه دي، چې ګاونډ ته د منلو نه دي!

Exit mobile version