د اسلامي نړۍ په لید کې اخلاق ډېر لوړ مقام لري، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل رسالت فلسفه «د مکارم اخلاقو بشپړول» وبلل. دا ځلانده میراث د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د خلفای راشدینو له خوا په هغه ژورتیا او ظرافت سره دوام وموند چې اسلامي تاریخ یې په روښانه ډول وځلاوه. خو د داعش ځانمنصوبه ډله، چې د اسلامي خلافت د احیا ادعا یې لرله، نه یوازې د دې اخلاقي سنت وارثه نه شوه، بلکې د خپلو غیرانساني کړنو په وسیله یې د اسلامي اخلاقو پر بدن ژور ټپونه پرېښودل.
دغه تکفیري ډله د جنسي غلامۍ په ترویج او د انساني کرامت په لوټلو سره په ښکاره ډول د «وَلَقَدْ کَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ» دې مبارک آیت پر وړاندې ودرېده. هغوی په داسې حال کې د اسلامي اخلاقو خبرې کولې چې بېګناه ښځې او ماشومان یې د خپلې جګړې په وسیله بدل کړي وو. دا ښکاره تناقض هغه وخت نور هم څرګندېږي چې پوه شو، په نبوي سیرت کې آن له اسیر شویو دښمنانو سره هم د انساني کرامت په بشپړ رعایت چلند کېده.
د داعش اخلاقي میکانیزم په منظم تکفیر ولاړ و، ګویا قرآن عظیمالشان نه دي ویلي: «لَا إِکْرَاهَ فِي الدِّینِ». دا په داسې حال کې ده چې د اسلام په لومړیو تاریخونو کې حتی له پېژندل شوو منافقینو سره هم په ډېر زغم تعامل کېده، خو داعش د ډلهییزو اعدامونو او له مخکې ټاکل شویو سزاګانو په وسیله د اسلام ټول اخلاقي معیارونه تر پښو لاندې کړل.
د دې منحرفې ډلې جزایي نظام د منځنیو پېړیو د تاوتریخوالي یوه ننداره وه چې په اسلامي رنګ وړاندې شوې وه. پداسې حال کې چې اسلامي فقه د حدودو د اجرا لپاره سخت شرایط او د مجازاتو د تخفیف ګڼې لارې په پام کې نیولي دي، د داعش دغه تکفیري ډله له دغو موازینو په بشپړ ډول سترګې پټې کړې او د تاریخ ناوړه صحنو ته یې نوې پاڼې ورزیاتې کړې. په زړه پورې دا ده چې په فقهي سرچینو کې راغلي دي چې دوهم خلیفه د قحط د کلونو په مهال د غلا حد موقتي وځنډاوه، خو داعش آن په وږیو ماشومانو هم رحم ونه کړ.
د دې ډلې، تبلیغاتي میتودونه له فریب او دروغو ډک وو، هغوی د احادیثو په جعل او د دیني مفاهیمو په تحریف سره هڅه کوله خپل غیر اخلاقي او غیر انساني اعمال توجیه کړي. دا په داسې حال کې ده چې په اسلامي فرهنګ کې دروغ ویل له لویو ګناهو شمېرل کېږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم تل په صداقت ټینګار کړی دی.
یو بل تضاد د دې ډلې د مشرانو په چلند کې پټ وو، هغوی عام خلک زهد او تقوا ته رابلل، خو پخپله په عیش او عشرت کې اوسېدل. دا هماغه څرګند مثال دی، هغو کسانو ته چې «خلکو ته نصیحت کوي، ځان هېر کړي» ـ هغه عمل چې قرآن عظیمالشان ترې کلکه منع کړې ده. اسناد او شواهد ښيي چې د دې ډلې مشران د ناڅاپي شتمنیو څخه برخمن وو، په داسې حال کې چې خلک یې فقر او تنګسیا ته هڅول.
په پای کې باید وویل شي چې داعش یو اسلامي حرکت نه و، بلکې یو اسلامي ضد پدیده وه چې د استعماري قدرتونو په ملاتړ رامنځته شوه. د دې ډلې کړنې دومره له اسلامي اخلاقو سره په ټکر کې وې چې حتی ډېرو سلفي عالمانو یې غندنه وکړه. نن د ټولو مسلمانانو دنده دا ده چې ریښتینی اسلام نړۍ ته وړاندې کړي، د دې رحماني دین اصلي څېره نړيوالو ته وښيي او د راتلونکو تحریفونو مخه ونیسي.
