په اسلام کې د جهاد فلسفه

ديارلسمه برخه
طاهر احرار

اتم اعتراض:
د اسلام احکام په دوه ډوله دي.
اول: حسن لعينه؛ کوم چې په خپل ذات کې بهتر دي، لکه: ذکر، لمونځ او داسې نور.
دوهم: حسن لغيره؛ کوم چې په خپله ښه نه دي، خو د نورو له وجې څخه په کې ښه والى راشي. لکه: جهاد پخپله بهتر نه دى، خو په دې سره اشاعت د اسلام راځي ځکه بهتر دی. نو اصل شى اشاعت د اسلام دی نه جهاد، که څوک اشاعت د اسلام کوي جهاد نه کوي ګناهګار نه دى، بلکې له مجاهدينو ډېر بهتر دی، ځکه چې حسن لعينه بهتر دی له حسن لغيره څخه.

جواب ¹ : د اسلام مُبارک دین ټول احکام حسن دي. فقهاوو دغه تقسيم يوازې د خلکو د پوهاوي لپاره کړى، نه دا چې د اسلام احکام ناقص دي، داسې نظريه لرل د ايمان بربادول دي.
جواب² : منو! جهاد حسن لغيره دى، خو اشاعت د اسلام هم حسن لعينه نه دى، اصل شى اعلاﺀ کلمة الله دی او د اعلاﺀ کلمة الله بهترينه اولنى ذريعه جهاد دى، بيا نورې هغه لارې چې په هغوى سره اشاعت د اسلام کېږي.
جواب³ : د نبي عليه السلام له دور مُبارک څخه تر ننه پورې غلبه د اسلام بغير له جهاد نه ده راغلې او نه به اوشي، د اسلام د غالب کېدلو اعلى لار جهاد دى، په کومه لار چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم او صحابه کرام رضي الله عنه هم تللي دي.
په نړۍ کې د اسلام لپاره تبليغ کول د يو څو کسانو اسلام قبولول او بيا ځان ظاهراً با شرع جوړولو ته غلبه اسلام نه ويل کېږي، بلکې غلبه د اسلام دا معنىٰ چې د يو هېواد هېڅ قانون له اسلام مُبارک دین سره په ټکر کې رانشي، حدود په مکمل ډول نافذ شي، د هېواد ټول معاملات له سود، احتکار، ناسمو بيعو پاک وي او د اسلام د احکاماتو په تنفيذ او عملي کېدلو کې هېڅ خنډ رامخته نشي.
دا چې حاکمان مو جمهوريت پال وي، قوانین مو د ډيموکراسۍ وي، معاملات مو سودي وي، حدود نافذ نه وي، يوازې په جوماتونو کې د دين خبرو ته غلبه د اسلام نه ويل کېږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version