په اسلام کې د جهاد فلسفه | څلورويشتمه برخه

طاهر احرار

يويشتم اعتراض:

که دا ومنو چې د جهاد لپاره حکومت او مرکز شرط نه دي نو د يو امير شتون خو لازم دى او په اوسني وخت کې د مجاهدينو مختلفې ډلې خپل-خپل مشران لري، د يو امير تر چتر لاندې نه دي نو ځکه يې جهاد جائز نه دى.

 

۱: جواب

دغه اعتراض ډېر بېهوده او لغوه دى، ددې سوال بُنياد نه قرآن، نه حديث، نه فقه، نه تاريخ ایښی دی.

بلکې دا سوال د اسلامي علومو اسلامي سياست ثقافت څخه د ناخبري په معنىٰ دى.

کله چې په هندوستان کې انګريزان د شکست سره مخ شول نو بله هيڅ لار ور پاتې نشوه نو غلام احمد قادياني ته يي وويل، موږ ته نجات راکړه، هغه مُرتد فتوى صادره کړه چې کله د مسلمانانو سره قوت او طاقت له کُفارو کم وي، جهاد جائز نه دى او کله چې يو امير نه وي، جهاد جائز نه دى، همدغه فتوى نن هم د ځينو مسلمانانو په ژبه په شعوري او غير شعوري ډول روانه ده.

 

۲: جواب

مخکې مو هم ويلي وو چې جهاد په دوه ډوله دى؛ اقدامي او دفاعي. که ومنو نو دغه شرطونه د اقدامي جهاد لپاره دي نه د دفاعي جهاد لپاره.

 

۳: جواب

که دغه شرط ومنو نو په نړۍ کې به د جهاد غږ له منځه ولاړ شي ځکه په نني وخت کې په ټوله نړۍ کې د يو امير لاندې جهاد کول ګران دي او ټول مجاهدين د مختلفو امراوو تر قيادت لاندې جهاد باندې مشغول دي او موخه د ټولو يوه ده.

 

۴: جواب

ابو بصير رضي الله عنه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په شتون کې د نبي عليه السلام له امر پرته خپل جهاد شروع کړ، هغه چې د صلح حُديبې نه وروسته وتښتېده او دُښمن يې مجبور کړ چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ته پيغام ورکړي چې ابو بصير رضي الله عنه مدينې ته راښکته کړي.

آيا د ابو بصير رضي الله عنه هغه جهاد، جهاد نه وو؟

آيا د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره یې مخالفت درلود؟

نه د وخت تقاضا همدغه شان وه، نن هم مختلف تنظيمونه د وخت په تقاضا د مختلفو امراوو لاندې جهاد پر مخ وړي.

خداى جل جلاله دې دا جهاد ترې قبول او منظور کړي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version