په اسلام کې د جهاد فلسفه| دېرشمه برخه

#image_title

طاهر احرار

اعتراض:

ځينې خلک وايي: چې دين په اخلاقو باندې نشر او خپور شوى او کُفار اسلام ته په اخلاقو داخل شوي، نه په جهاد او جګړې باندې.

 

که چېرته زموږ اعمال او اخلاق سم شول، ټول خلک به په اسلام مشرف شي او که چېرته مو اخلاق سم نه وو، خلک به له اسلامه نفرت وکړي. فلهذا مهم اصل جهاد نه بلکې اخلاق دی.

 

جواب:

راځئ! تر ټولو اول اخلاق وپېژنو.

الله جل جلاله په قرآن مجيد کې پيغمبر اسلام صلی الله علیه وسلم ته فرمايي:(وَإِنَّكَ لَعَلىٰ خُلُقٍ عَظيمٍ) بېشکه ته د اخلاق حَسنه وو بهترينه نمونه يې!

 

له حضرت عايشه رضي الله عنها څخه يو کس پوښتنه وکړه، چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم اخلاق څنګه وو؟

حضرت عايشې رضي الله تعالىٰ عنها ورته وفرمايل: چې د نبي عليه السلام اخلاق قرانکریم وو يعنې څه شى چې په قرانکریم کې دي، همغه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم معمول او اخلاق وو.

 

نو تاسو غور وکړئ، په قرانکریم کې څومره زيات آيتونه د جهاد متعلق دي نو جهاد د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د اخلاقو يوه برخه وه او جهاد له اخلاقو بيلول د نبوي سيرت سره سراسر ظُلم دى.

 

همدا شان حضرت علي رضي الله تعالى عنه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې ستاسې د ژوند طريقه(مسیر) څه شى دى؟ هغه مُبارک صلی الله علیه وسلم اوولس شيان ورته وښودل چې دا زما د ژوند مسير دي، په شپاړسم نمبر يې ورته وفرمايل: والجهاد خلقي، زما اخلاق د کُفارو په مقابل کې جهاد کول دي.

 

د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په نومونو کې يو نوم نبي الملاحم او صاحب السيف هم دي. آيا دا د بد اخلاقي نومونه دي؟

 

نبي عليه السلام فرمایي: (بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَکَارِمَ الْأَخْلَاق) زه لېږل شوى يم ترڅو د خلکو سره په پوره اخلاقو (بهترين اخلاقو) مخامخ شم او د دين تبليغ ورته وکړم.

 

که د هغه مُبارک صلی الله علیه وسلم ژوند ته وکتل شي، د مدني ژوند زياته برخه يې په جهاد کې مصرف شوې، نو معلومه شوه چې (مَکَارِمَ الْأَخْلَاق) له جهاد څخه عبارت دي.

 

فلهذا خپرول(نشرول) د دين په پيغمبري طرز او طريقه راغلى چې په هغه کې يو مهم عمل جهاد هم دى او جهاد له اخلاقو بيلول د نبي عليه السلام د سيرت نه د ناخبرۍ (ناپوهۍ) په معنىٰ ده.

هرماس الافغاني
Exit mobile version