په اسلام کې د جهاد فلسفه | اووه ويشتمه برخه

#image_title

طاهر احرار

 

اعتراض:

نبي کریم صلی الله علیه وسلم العياذ بالله د عمر تر آخره پورې کوم کافر پخپله نه دی وژلى، بلکه يوازې يې له تبليغ او اخلاق حَسنه وو استفاده کړې.

که چېرته د کُفارو وژل بهتر عمل وای نو ولې نبي کريم صلی الله علیه وسلم يو کافر هم نه دی وژلى، نو معلومه شوه دا چې تبليغ او اخلاق حَسنه له قتال بهتر دي.

 

جواب:

د شریعت مطهره له نظره سُنت د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په دوه ډوله دي:

 

۱: قولي

۲: فعلي

 

قولي؛ قولي سُنت د پيغمبر صلی الله علیه وسلم هغه دي چې هغه مُبارک فرمايلي وي، که په عمل کې يې راوړي وي او کنه. لکه: آذان او اقامت دواړه سُنت دي، هغه مُبارک صلی الله علیه وسلم پرې صحابه کرامو ته امر هم کړى خو پخپله يې اقامت او آذان ندي فرمایلي.

 

فعلي؛ فعلي سُنت هغه سُنت دي چې پخپله هغه مُبارک صلی الله علیه وسلم پرې عمل کړى وي.

 

د کفارو وژل د نبي کریم عليه السلام له قول او فعل دواړو ثابت دي.

پيغمبر صلی الله علیه وسلم د کُفارو د وژلو، خپلو اصحابو ته ترغيب ورکړی او هغوى ته يې د وژلو په مقابل کې د جَنت بشارت ورکړی.

هغه فرمايي: أفشُوا السلامَ، وأطعِمُوا الطعامَ، واضْرِبُوا الْهَام، تُوَرَّثُوا الجِنانَ)(مشکوة المصابيح کتاب الجهاد)

ژباړه: سلام خپور کړئ، خلکو ته ډوډۍ ورکړئ، د کُفارو ککرۍ پرې کړئ، په عوض کې به جَنت درکړل شي.

 

همدا شان پېغمبر صلی الله علیه وسلم د کُفارو پر وژلو خوشالي څرګنده کړې، د جنګ بدر په ورځ کله چې د ابو جهل د قتل خبر هغه مُبارک ته ورسېد د تکبير غږ يې وکړ؛ ځيني رواياتو کې دي چې دوه رکعته نفل لمونځ يې وکړ.

 

يو په سترګو معذور صحابي عمیر بن عدي رضي الله عنه يوه يهودي ښځه عصماﺀ ووژله نو پيغمبر عليه السلام وفرمايل: که څوک غواړي داسې څوک وويني چې د خداى جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم سره يې په غيبه نصرت کړی نو عمېر بن عدي رضي الله عنه ته دې وګوري.

 

همدا شان هغه مُبارک صلی الله علیه وسلم يو کافر پخپل لاس وژلى.

ابي بن خلف يو اس ساتلى وو، ښه خوراک يې ورکولو، کله چې ښه مضبوط شو نو ويل به يې؛ پدې اس به محمد صلی الله علیه وسلم وژنم کله چې هغه مُبارک ته دغه خبر و ورسېد نو ويې فرمايل: ابى بن خلف به زه وژنم، اِن شاء الله.

جنګ احد کې هغه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د وژلو لپاره را وړاندې شو، اصحابو غوښتل ور وړاندې شي، خو پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته وويل: پريږدئ! کله چې را لنډ شو پيغمبر صلی الله علیه وسلم له حارث بن صميه رضي الله عنه څخه نيزه را واخيسته او په ابي بن خلف يې ګذار وکړ، هغه ته معمولي شان نېزه ور ورسېده، چيغي يې شروع کړې، ويل به يې که زما درد د مکې په خلکو تقسيم شي د هغوى د هلاکت لپاره کافي دی.

 

الغرض: هغه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم د ګذار له وجې د سرف په مقام کې جَهنم ته ورسېد.

 

نو هغه خلک چې وايي: پيغمبر صلی الله علیه وسلم څوک ندي وژلي، يوازې د اسلام تحريف ته او د مسلمانانو څخه یې د جهاد د جذبې د ختمولو عزم کړى.

خو دغه دين به تر قيامته غالب وي!

اِن شاء الله.

ابو صارم
Exit mobile version