پر فتنه ګرو د پرلپسې عملیاتو لړۍ

تېره ورځ د کابل په بتخاک سیمه کې د ځانګړو استخباراتي ځواکونو لخوا د فتنه ګرو (داعشي ملیشو) یو بل پټنځای هم په نښه او عملیات پرې وشول.
دا عملیات چې یواځې څو محدودې دقیقې وخت یې ونیوه، د دوو تنو فتنه ګرو (داعشیانو) پر وژل کیدو پای ته ورسیدل.
د خبر له مخې په یادو عملیاتو کې د اسلامي امارت ځواکونو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې هم د فتنه ګرو (داعشيانو) یو بل مهم پټنځای د هدفمندو عملیاتو په ترڅ کې لمنځه یووړل شو.
د یادونې وړ ده چې د تېرې یوې میاشتې په جریان کې په بلخ، فاریاب، پروان، هرات، نیمروز او پروان ولایتونو کې هم د فتنه ګرو مهم مراکز او ځالې په نښه او له منځه وړل شوي دي.
په تېر یوه کال کې د امنیتي ځواکونو لخوا په ترسره شویو عملیاتو کې د فتنه ګرو (داعشيانو) په لسګونه ملیشې لمنځه وړل شوې او همدا رنګه ډیری یې نیول شوي هم دي.
فتنه ګرو (داعشیانو) چې ټول یې نرم اهداف ( مسجد، مدرسه، بازار…) تر برید لاندې نیول، ډېر وخت کیږي د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو لخوا یې د بریدونو مخنیوی شوی او په دې سره په هیواد کې د امنیتي پیښو د رامنځته کېدو کچه صفر ته راټیټه شوې ده.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version