پر اسلامي نړۍ د داعش بدې اغیزې

دوهمه برخه

عراق:
په عراق کې د مالي او جاني تاوانونو اداره(instetuit of WAR Analysis) هلته د تاوانونو په اړوند د پورتنۍ ادارې بحث مطالعه کوي، هغه ليکي:
د مالي او جاني خِسارو ترڅنګ د عراق خلک په مختلفو ناروغيو اخته شول.
د عراق %5.8 خلک د سږو په کېنسر(سرطان) اخته دي.
%44 خلک یې په ډيپرپشن اخته دي.
%15 ځوانان یې بې تعليمه شوي دي.
%63 خلک یې بې روﺯګاره شوي دي.
د دې سره سم په عراق کې د سُني او شيعه مذهب ترمنځ نفرت(کرکه) داسې حالت ته رسيدلې چې په تاريخ کې يې سارى نه دی لیدل شوى.
د حکومت په هره برخه شيعه ګان حاکم دي او سُنيانو ته هيڅ موقع نه ورکول کيږي.
هغه ظُلمونه چې داعش د شيعه ګانو سره کړي اوس يې بدل له سُنيانو اخیستل کيږي.
عراق چې يو عربي هېواد دى، ايران ته دومره نږدې شوى، چې ټولې فيصلې يې په ايران کې د ايران په خوښه کيږي.
د داعش د ظُلمونو او وحشت له لاسه هېڅ فکر نه کيږي چې بيا به کله عراق هغه حالت ته وروګرځي چې بادشاهان يې سُني مسلمانان او د اسلامي نړۍ خصوصا د عربو د درد لپاره دوا تمام شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version