هرات کې د داعشي خوارجو د یوې مهمې شبکې غړي نیول شوي

#image_title

المرصاد معلومات ترلاسه کړي چې د افغانستان د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو په هرات ولایت کې د داعشیانو د یوې مهمې شبکې پر خلاف عملیات ترسره کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا عملیات په تېرو څو ورځو کې ترسره شوي او په نتېجه کې یې د خوارجو یو شمېر مهم فعال غړي نیول شوي دي.

سرچینې وايي، دې شبکې په هرات ولایت کې په ترسره شویو ټولو عملیاتو کې لاس درلود او په ګذره ولسوالۍ کې د تیرې ثور میاشتې د لسمې نېټې هغه برید هم همدې شبکې ترسره کړی و چې د یوه ماشوم په شمول شپږ کسان پکې وژل شوي وو.

سرچینو المرصاد ته زیاته کړې چې د هرات دا شبکه د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د داعشیانو د عملیاتي څانګې له لوري رهبري کېده او ځینو نیول شویو غړو یې په دې وروستیو کې بلوچستان ته تګ راتګ کړی و. د یادونې وړ ده، د خراساني خوارجو عملیاتي رهبرۍ په افغانستان کې تر ځپل کېدو وروسته خپل مرکز د پاکستان بلوچستان ایالت ته انتقال کړې، چې له هغه ځایه په افغانستان او نورو سیمه ییزو هیوادونو کې دننه خپلې شبکې رهبري کوي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version