نازولی فلسطين

لومړۍ برخه
عزیز الدین مصنف

د بيت المقدس له نوم سره به خامخا بلد ياست. القدس، مسجدالاقصی دا نومونه به مو هم اورېدلي وي، د رسول الله صلی الله عليه و سلم د معراج د مبارک سفر په اړه به هم پوهېږئ، تاسو به د غزې نوم هم ډېر اورېدلی وي، د فلسطين د مظلوميت چېغو او د مظلومو فلسطيني مسلمانانو زړه بوږنوونکو کریغو به هم دردولي ياست. خو؛ آيا کله مو فکر کړی چې فلسطين د نړۍ د جغرافيې په کوم موقيعت کې پروت هېواد دی، کله مو فلسطين ته د تلو راتلو پر لارو غور کړی، هلته د مېشتو مجاهدينو له خبرونو څخه به هم خبرېږئ.
تر اوسه مو د نقشې پر مخ د فلسطين په نوم کوم هېواد لټولی؟
که مو تر اوسه نقشه نه وي کتلي، همدا اوس يې وګورئ، د منځني ختيځ د هېوادونو (عراق، سوريې، لبنان، اردن، مصر او سعودي) په مينځ کې د مديترانې د سمندر ختيځې څنډې ته د فلسطين په نوم هېواد ولټوئ، تاسو ته به د فلسطين په نامه هېڅ کومه ځمکه تر سترګو نه شي، بلکې پر دغه جغرافيه به تاسو د اسرائيلو په نوم هېواد وګورئ.

هوکې!
تاسو به د معاصرې جغرافيې پر مخ هيڅکله د فلسطين په نوم هېواد ونه مومئ، دا چې ولې دا مبارک هېواد له نقشې څخه محوه شوی، د همدې پوښتنې د ځواب لپاره دا کوچنۍ مستنده سلسله درسره ولولئ.

اوسني فلسطين ته يوه لنډه کتنه:
له نن څخه څه دپاسه ۶۰۰۰ کاله پخوا د اوسني فلسطين په خاوره د يبوسيانو په نامه خلګو ژوند کاوو، يبوسيانو د خپل سلطنت په وخت کې قدس د خپل مرکز لپاره غوره کړی و، تر يبوسيانو وروسته دې ځمکې ته د مديتراني سمندر له لارې کنعانيان راغلل او پر دې ځمکه استوګن شول، چې وروسته د وګړو د شهرت له امله دا ځمکه په کنعان يادېدله، کنعانيان د فلسطين شمال لوري ته اوسېدل، دا چې دا سيمه له اقتصادي پلوه په ځان بسيا وه نو د پالستيا په نوم د يو توکم وګړو دې سيمې ته مخه کړه، پالستيان د سيمې له نورو وګړو سره ګډ او مدغم شول، چې د پالستيانو له کبله د دې سيمې نوم هم فلسطين ته واوښت، د تاريخ په اوږدو کې فلسطين د ډېرو حکومتونو شاهد و، په وروستي ځل په دې مبارکه ځمکه د مسلمانانو حاکميت و، چې څه دپاسه ۱۱۰۰ کاله يې دوام موندلی، د مسلمانانو د حاکميت په دوران کې د فلسطين په خاوره عيسايانو، يهودو او د نورو مذهبونو او اقلیتونو وګړو ګډ ژوند کاوو، په دې دومره اوږده موده کې د مسلمانانو لخوا د دوی په وړاندې د ظلم څرک نه ليدل کېږي، بلکې له ټولو هغو دولتي امکاناتو او اسانتیاوو څخه به هم برخمن ول چې مسلمانو وګړو ته رسېدل.

د فلسطين جغرافيوي موقيعت ته لنډه کتنه:
دې نقشې ته ځير شئ، فلسطين په منځني ختيځ کې پروت هېواد دی، چې د شمال خوا ته يې لبنان، سويل لوري ته يې مصر، ختيځ لوري ته يې اردن او سوريه او لويديځ لوري ته يې د مديترانې سمندر پروت دی.
په لاندې نقشه کې د اسرائيلو په نوم هېواد پخوا فلسطين و، مګر اوس په مکمله توګه اشغال دی، او د فلسطين پر ځای د اسرائيلو نوم پرې څک دی.

ادامه لري…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version