د نجات لار؛ د داعش د فکري بندیانو د خلاصون لارې چارې!

عزیز أحمد

افراطیت او د داعش په څېر تکفيري ډلې، د نننۍ نړۍ یوه له پېچلو ننګونو څخه دي. ډیری کسان د بېلابېلو دلایلو له مخې دې ډلو ته جذبیږي او له ورګډیدو وروسته، ورته د بیرته ستنیدو لار ستونزمنه ښکاري. دا کسان تر هر څه مخکې د مغزي مینځلو او فکري تلقین قربانیان وي او د هغوی د عادي ژوند ته د بیرته راوستلو لپاره باید عملي او اغیزمنې لارې چارې په کار واچول شي، کامیابو تجربو ثابته کړې ده چې د دقیق پلان جوړونې او عملي لارو چارو په مټ د دې کسانو په نجات کې مرسته کیدای شي. په لاندې برخه کې د داعش له فکري بندیتوب څخه د خلاصون ځینې لارې چارې ذکر شوې دي:

۱:- د اسلامي افکارو او انديښنو سمون:
یوه له اغیزمنو لارو چارو څخه د تعلیمي او پوهاوي برنامو له لارې د اسلامي افکارو او اندیښنو سمون دی. د داعش ډیری فکري بندیان د دیني متنونو له ناسم او تحریف شويو تفسیرونو سره غولول شوي دي، باید د معتدلو او باوري دیني عالمانو په مرسته د آیاتونو او روایاتو سم او منطقي تفسیرونه وړاندې شي، د پوهو دیني عالمانو په شتون کې د پوښتنې او ځواب غونډو جوړول کولی شي په تدریجي ډول د هغوی فکري شبهات له منځه یوسي او د هغوی عقاید او باورونه سم کړي.

۲:- رغنده خبرې اترې او اغیزمنه اړیکه:
د افراطیت څخه د خلاصون یوه له مهمو لارو چارو څخه له دې کسانو سره اغیزمنه اړیکه ټینګول دي. باید د منطقي او له سپکاوي څخه لرې خبرو اترو له لارې د باور جوړونې زمینه برابره شي. تجربې په وار وار ثابته کړې ده چې دښمنانه او سپکونکي چلندونه یوازې د افراطي باورونو د ژوریدو لامل کیږي. غوره ده چې په صبر او زغم سره د هغوی فکري شبهاتو ته ځواب ورکړل شي او په قوي او مستندو دلیلونو سره د هغوی فکري تېروتنې ور وښودل شي ترڅو په حقیقت پوهیدو سره له خپلو منحرفو افکارو څخه لاس واخلي.

۳:- د بدیل چلند ماډلونو معرفي کول:
د معتدلو او بریالیو مسلمانانو عملي بیلګې وړاندې کول خورا اغیزناکه کیدی شي. کله چې دا کسان وویني چې دوی کولی شي له افراطیت او تاوتریخوالي پرته یو ګټور معنوي ژوند ولري، نو د افراطي عقایدو پریښودو لپاره به ډیره انګیزه ومومي. د تاریخي او معاصر شخصیتونو معرفي کول چې د دین سره سره، د اعتدال لاره یې خپله کړې ده، کولی شي خورا مرسته کوونکی او اغیزمن وي.

۴:- تخصصي ارواپوهنیزه درملنه:
بله مهمه لاره چار د تخصصي ارواپوهنې مشورې وړاندې کول دي. ډیری دا کسان د رواني ستونزو لکه خپګان، د ځان باور کمښت، یا د هویت بحران له امله دې افراطي ډلې سره یوځای شوي دي او یا د ژوند په بحراني شرایطو کې وو.

د متخصصو ارواپوهانو لخوا د دې ستونزو درملنه کولی شي د هغوی له افراطیت له کړاو څخه په وتلو کې مرسته وکړي. ارواپوهان کولی شي د افراطیت ته د تمایل د رواني ریښو په پیژندلو سره، د دې کسانو په درملنه بوخت شي او د هغوی لپاره عادي ژوند ته د بیرته راستنیدو لاره آسانه کړي. په عراق او سوریه کې د علمي-ارواپوهنیزو میتودونو په کارولو سره، د داعش پخوانیو غړو ته په عادي ژوند ته په راستنیدو کې د پام وړ مرسته وشوه.

۵:- د ملاتړکوونکو شبکو رامینځته کول:
د هغو کسانو څخه د ملاتړو ډلو جوړول چې پخوا په افراطیت کې ښکیل وو او اوس عادي ژوند ته راستانه شوي دي، خورا اغیزناک کیدی شي. دا کسان د خپلو ګډو تجربو له امله، کولی شي په نویو ښکیلو کسانو ښه اغیزه وکړي او د افراطي باورونو او افکارو په پریښودو کې ورسره مرسته وکړي.

همدارنګه، د کارموندنې او مسلکي روزنې پروګرامونه هم د دې کسانو عادي ژوند ته په بیرته ستنیدو کې مهم رول لري. ډیری کسان د فقر او بیکارۍ له امله له داعش سره یوځای شوي دي. د کاري مهارتونو په روزنې او د کاري فرصتونو په رامینځته کولو سره، د هغوی لپاره ښه راتلونکی ترسیم کیدی شي. پورته ذکر شوې هر یوه لاره چاره په یو ډول د نړۍ په کوم ګوټ کې د افراطي ډلو پر فکري بندیانو ازمایل شوې او مثبتې پایلې یې ورکړي دي.

په داعش کې د ښکیلو کسانو نجات که څه هم ستونزمن کار دی، خو د علمي پلان جوړونې او جدي عزم سره ممکنه ده. د تعلیمي، ارواپوهنیزو، اقتصادي او ټولنیزو لارو چارو ترکیب کولی شي د ډیری لارویو انسانانو ژوند وژغوري او هغوی د ټولنې غیږ ته راوګرځوي.

Exit mobile version