د اسلامي امارت بريالی بهرنی سیاست؛ له سياسي انزوا تر نړيوال حضور!

شپون

د اسلامي امارت د دويم ځل واکمنېدو وروسته، د افغانستان بهرنۍ تګلاره له وابستګۍ، فشار او اجنبي نفوذ څخه راووته. دا ځل اسلامي امارت داسې يو سياست غوره کړ چې محور يې اسلامي استقلال او ملي ګټې دي. دا بدلون د تېرو شلو کلونو د انحصاري او پر بهر متکي سياست پر وړاندې يو روښانه او نوې لاره ده، چې موخه يې د افغانستان د واقعي حاکميت تثبيت دی. د دې نوې تګلارې بنسټ د خپلواکۍ پر روحيه ولاړ دی او د هېواد د داخلي او خارجي چارو تر منځ توازن ته ځانګړې پاملرنه کوي.

اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره متوازن تعامل خپل کړ، چې دا پخپله د سياسي پخلاينې او واقع‌بينۍ څرګندونه ده. افغانستان نه د کوم ائتلاف برخه دی او نه د کوم قدرت په وړاندې دښمني غوره کوي، بلکې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر محور خپلې اړيکې جوړوي. له چين، روسيې، ايران، منځني ختيځ او منځنۍ آسيا هېوادونو سره د اړيکو پراختيا د همدې تګلارې عملي ثبوت دی. دا متوازن تعامل د دې لامل شوی چې افغانستان د سيمې په سياسي معادلو کې يو مهم، خو غيرجانبدار لوبغاړی پاتې شي.

په تېرو دوو کلونو کې، اسلامي امارت وکولای شول چې له ټولو ګاونډيو سره د باور يو نوی باب پرانيزي. له ايران سره د اوبو، سوداګرۍ او مهاجرو مسئلو په اړه د متقابل احترام فضا رامنځته کول، او له چين، ازبکستان او ترکمنستان سره د اقتصادي دهليزونو او ترانزيټي لارو پر جوړېدو کار کول، د دې ستراتيژۍ مهمې لاسته راوړنې دي. دا تعامل د سيمې د هېوادونو تر منځ د باور کچه لوړه کړې او افغانستان ته يې د يو منځګړي او د اعتماد وړ هېواد حيثيت ورکړی دی.

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د نړيوالو لخوا په رسميت نه دی پېژندل شوی (پرته له روسیې)، خو له ډېرو هېوادونو سره د سياسي تعامل واقعي فضا رامنځته شوې ده. قطر، روسيه، چين، ايران، ترکيه، سعودي عربستان او د اروپا يو شمېر هېوادونو ته د اسلامي امارت د استازو سفرونه ښيي چې افغانستان په نړيوال ډګر کې له انزوا وتلی او خپله سياسي فضا يې په تدبير پرانيستې ده. دا سياست د افغانستان د سياسي زړورتيا نښه ده، ځکه امارت د فشار پر وړاندې تسليم نه شو، بلکې د مشروع تعامل له لارې يې د منلو فضا رامنځته کړه.

اسلامي امارت د اقتصادي ډيپلوماسۍ پياوړتيا ته ځانګړې توجه کړې ده. د بهرنۍ پاليسۍ تمرکز اوس د اقتصاد پر پراختيا، سوداګرۍ او ترانزيټي تړونونو ولاړ دی. د چين سره د «یو کمربند یو سړک» پروژې تړاو، د ازبکستان سره د رېل پټلۍ تړون او د ايران له لارې د چابهار بندر د همکارۍ خبرې، ټول د عملي ډيپلوماسۍ څرګندې بېلګې دي. دا پروژې نه يوازې افغانستان ته اقتصادي ګټې لري، بلکې د سيمې د اتصال او ګډ پرمختګ لپاره هم مهمې دي.

په امنيتي ډګر کې اسلامي امارت وکولای شول چې د سيمې د هېوادونو باور ترلاسه کړي. دا له دې امله ده چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه ده کارول شوې. دا تګلاره د سيمه‌ييز امنيت په ټينګښت کې د افغانستان د رول څرګندونه کوي. د منځنۍ آسيا هېوادونو د باور زياتېدل او د چين د اندېښنو کمېدل د همدې سياست نتيجه ده. دا سياست افغانستان له يوې خطرناکې جغرافيايي سيمې څخه، د امن او ثبات د پل په توګه بدل کړی دی.

په فرهنګي او اسلامي ډګر کې، اسلامي امارت د اسلامي هويت دفاع ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د فلسطين د مظلوم ملت ملاتړ، د امت د يووالي غږ او د لوېديځ فرهنګي يرغل پر وړاندې روښانه دريځ، هغه ارزښتونه دي چې د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره يې له معنوي پلوه پياوړې کړې ده. دا د امت د وجدان غږ دی چې افغانستان د يو مستقل اسلامي هېواد په توګه بيا راژوندی کړی دی.

اسلامي امارت د خپلو ژمنو په پوره کولو سره د نړيوال اعتماد د بيا راژوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي. د مخدره موادو د کرنې مخنيوی، د ترهګرۍ پر ضد څرګند اقدامات او د کورني امنيت ټينګښت هغه موارد دي چې نړۍ يې د بدلون پر لور د اسلامي امارت صادق نيت ته قانع کړې ده. له ملګرو ملتونو، بشري موسسو او نړيوالو مرستندويه ادارو سره د همکارۍ پراخوالی هم د همدې بدلون نښه ده.

د امارت بهرنۍ تګلاره د ملت پر عزت ولاړه ده. د هيڅ هېواد پر وړاندې د تسليمۍ يا ګدایۍ سياست نشته، بلکې د خپلواک ملت د درناوي غوښتنه کېږي. دا د افغان ملت لپاره د وقار او سرلوړۍ يو نوی باب دی، چې نړۍ ته يې وښوده افغانستان د نورو د وسيلو نه، بلکې د خپل عزم او باور هېواد دی. دا د هغو ملتونو لپاره يو مثال دی چې غواړي خپل سرنوشت په خپل لاس وټاکي.

نن اسلامي امارت د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو په درشل کې ولاړ دی. د بهرنۍ پاليسۍ راتلونکی د واقع‌بينۍ، استقلال، اقتصاد او متقابل احترام پر بنسټ ولاړ دی. دا تګلاره نه يوازې د افغانستان د داخلي ثبات تضمين ده، بلکې د سيمې د سولې، پرمختګ او اقتصادي يووالي لپاره هم يو نوی فرصت ګڼل کېږي. افغانستان د يو خپلواک، متوازن او پر اصولو ولاړ بهرنۍ سياست له لارې د نړۍ په سياسي ډګر کې د يو باعزته او هوښيار ملت په توګه خپل ځای بيا نيسي.

Exit mobile version