مونږ ولې په خوارجو برید وکړ؟

لیکوال: خاکسار پکتیاوال
لکه څنګه چې مونږ او تاسو ته معلومه ده چې د قیامت له نږدې کیدلو سره به په دنیا کې فتنې او همدارنګه ډلې هم زیاتیږي. ګران نبي علیه السلام فرمایي، (زما امت به په درې اویا ډلو ویشل کیږي یوه به په حقه وي او دوه اویا به ضال او مضل وي) او همدارنګه نبي علیه السلام فرمایي (خوارج د دوزخ سپي دي) او د دې نامه اطلاق په ننیو خوارجو کیږي ځکه هغه علامې چې د خوارجو دي ټولې په دوی کې څرګندیږي، د مسلمانانو وژنه کوي ، د مسلمان وینه ورته د یوکافر د وینې په څیر تر سترګو کیږي ، کافر ته بد نسبتونه نه کوي لکن که مسلمان ته یې نظر واوړي هغه ته بیا د مشرک نسبت کوي، او همدارانګه د دیني علماوو وژنه د مدارسو مکاتبو او نورو علمي ځایونو تخریب د مسلمانانو په خپل منځ کې بې باوري کول د دوی اصلي مقصود ده ،یادې ډلې بالخصوص په افغانستان کې وجود نه درلود که څه هم مذکوره ډله په همجواره او نورو ممالکو کې په کثرت سره لیدل کیده، لکن هر کله چې یهودو او نصاراوو د افغانستان په حریم باندې د خپلو نیکونو او پلرونو په شان وحشیانه یرغل وکړ، نو د دغه یرغل سره یو ځای یو بل یرغل چې هغه هم د یهودو او نصاراوو پیداوار دی ښکاره شو، او د کفري لښکرو سره یې سم مذهبي یرغل ته دوام ورکړ، او د افغانانو عقیدې ته یې د تخریب لاسونه رابډوهل، تر څو دغه ډله د کفري نړۍ اصلي مقصود چې په امت مسلمه کې اختلاف دی او د امت مسلمه له منځه وړل دي، پوره کړي، او زمونږ د اسلافو عقیدې ته یې د شرک او بدعت نسبتونه شروع کړل، نو په داسې وخت کې په هر مسلمان باندې لازمه ده چې له داسې ډلې څخه پرده پورته او د دوی اصلي څهره ټول مسلمه امت ته څرګنده کړي، لکن که چیرته یاده ډله په افغانستان کې نه وای او یا پټه وای نو بیا مونږ ته هیڅ حاجت نه وو چې په دوی بریدونه وکړو، لکن هر کله چې دوی د افغانستان په هر ګوټ کې ظاهر او د بې ګناه افغانانو په وژلو یې لاسونه پورې کړل همدارنګه يې د ټولو افغانانو وژلو ته یواځې د مستحب والي نه بلکې د وجوب رتبه ورکړه ،نو امارت اسلامي هم مجبور شو چې د دوی پټن ځایونه په نښه کړي، بریدونه پرې وکړي او افغانان یې له شر څخه په امن کړه. الله تعالی دې امارت ته نور هم قوت او توفیق ورکړي چې د داسې ډلو بیخ کندي وکړي او دا منحوسې څهرې د افغانستان څخه د تل لپاره ورکې کړي

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version