ملګري ملتونه چې په افغانستان کې برلاسی حکومت، امنیت، شریعت او د داعش ماته نه شي زغملای؛ بار بار د افغانستان د اسلامي حکومت د بدنامولو په پار دروغجنې او بې ځایه ادعاوې کوي چې د ثابتولو لپاره یې هيڅ ډول دلیل نه لري.
د ملګري ملتونو، د ترهګرۍ سره د مبارزې د چارو د عمومي منشني مرستیال، ولادیمیر ورونکوف ویلي چې داعش ډله اروپا ته تر ټولو لوی بهرنی خطر دی، دده په وینا چې د داعش د خراسان څانګه له تېرو شپږو میاشتو راهیسي له مالي او لوجیستیکې پلوه پیاوړې شوې ده او په افغانستان کې یې فعالیت د اندېښنې وړ دی.
خو دا په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت له راتلو سره داعش ډله په افغانستان کې په تدريجې ډول او چټکۍ سره له منځه تللې، د ا.ا.ا د ځانګړو ځواکونو له لورې یې زیات شمېر مالي، لوجیستیکې او ځاني تلفات لېدلي، چې دغو زیانونو د داعش تمویلونکو، ملګري ملتونو او په ټوله کې د نړۍ د لویې ترهګرۍ سازمونونو ته اندېښنه پیدا کړې ده.
ملګري ملتونه افغانستان په دې بدناموي چې دلته خپله ماتې نشې زغملای، کنه د دوی په اصطلاح خو داعش خراسان له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او پاکستان څخه هم عبارت دی، خو ملګري ملتونه یې ولې یوازې تر افغانستان پورې تړي؟
ښکاره ده چې ملګري ملتونه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نه؛ بلکې ترهګرۍ ته د ودې لپاره مبارزه کوي.
د داعش په وروستیو لویو بریدونو کې د افغانستان هيڅ کوم فرد نه دی ښکاره شوی، د روسیې په برید کې د تاجکستان، اوکراین افراد نه و؟! چې همدا ملګرو ملتونو په افغانستان د تپلو هڅه کول، چې په دې توګه د ا.ا.ا او روسیې تر منځ اړیکې خرابې او یوه سیاسې بحران ته لاړ شي.
خو! همدا ملګري ملتونه د داعش د خراسان څانګې تمویلونکو ته مخ نه ور اړوي چې ولې په خراسان کې د شته امنیت او بې ګناه اولسونو د قتل لپاره داعش حمایه او روزي، امریکا ته نه وایي چې ولې یې مالي ملاتړ کوې، له پاکستان پوښتنه نه کوي چې په کوم حق یې روزې او له تاجکستان څخه د افرادو د تمویل جواز هم نه غواړي.
نو دا ښکاره ده چې ملګري ملتونه د افغانستان له یوه برلاسي حکومت څخه خار خوري او د بدنامۍ لپاره یې بیا بیا هڅې کوي، د داعش د بیا را پورته کېدو او په خلګو کې د تشو افواهاتو وېره اچوي، خو دوی نه پوهېږي چې دلته د داعش رېښې داسې ختمې شوي دې چې هيڅ کله به بیا را پورته نشي.