محقق په افغانستان کې داعشي جنایاتو ته د مشروعیت ورکوونکي په توګه

ه یوې اونۍ راهیسې په رسنیو کې د دولتي ځواکونو او داعش وسله والو لخوا د ننګرهار د تورې بوړې ستراتیژیکې سیمې د نیولو موضوع ته دیره هوا ورکول کیږي.

له ګډ حکومت سره د امریکا او ناټو له بشپړ پوځي او استخباراتي حمایت سره سره دولتي ځواکونه بیا هم اړکیږي د داعش په مقابل کې پوځي پرشاتګ وکړي او داعش وسله وال د جګړې د فاتحینو په حیث د تورې بوړې ستراتیژیکه سیمه له دولتي ځواکونو څخه لاندې کړي.

د تورې بوړې له تبلیغاتي هنګامې سره همزمان د هیواد په شمال کې دولتي چارواکي په رسمي ډول له داعش سره د خپلو بندیانو د تبادلې رپوټونه ورکوي.

همداراز د هیواد په جنوب غرب غور ولایت کې د یاد ولایت امنیه قومندان جنرال مصطفي محسني د فیروزکوه غره په لمنو کې د داعش روزنځایونو او پوځي مرکزونو د شتون اعلانونه کوي.

د داعش د تشهیر لپاره تبلیغاتي پروپاګنډه د داعش د تبلیغاتي رسنیو لخوا نه ؛ بلکې خپله د لوړ پوړو دولتي چارواکو او په کابل کې د هغوئ د پلوي رسنیو لخوا تر سره کیږي.

د ګډ حکومت حامي امریکایان په افغانستان کې خپل اوسنی موجودیت تر ډیره بریده د داعش له منځه وړل توجیه کوي ، او په همدې پلمه یې د تیر حمل په میاشت کې د ننګرهار په اچین ولسولۍ کې د داعش پر مرکزونو د بمونو د مور تر ټولو ستر غیراتومي بم استعمال کړ، او اوس نورهم غواړي ۴۰۰۰ امریکايي سرتیري دوباره افغانستان ته له یادې ډلې سره د جګړې په غرض را ولیږي خو د دې هرڅه باوجود بیاهم لیدل کیږي چې داعش ورځ تربلې ځواکمن او د هیواد له ختیځه نیولې تر لویديځ او شمال پوري د دولتي چارواکو د اظهاراتو پر اساس د هغوئ د نفوذ ساحه پراخیږي.

په ولسي جرګې کې د ننګرهاراستازی ظاهر قدیر په توره بوړه کې د داعش جنګیالو پرمختګ د امریکایانو د هوايي او ځمکني حمایت محصول بولې، نوموړي په خپلو مطبوعاتي څرګندونو کې دا خبره په ډاګه کړه چې امریکایانو د تورې بوړې په مربوطاتو د نرۍ اوبو په سیمه کې له وسلو او پوځي مهماتو ډک کانتینرداعش ته سپارلی او تر دې یوه اونۍ وړاندې یې د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ کې ۵۰۰ وسله وال د څرخکو په وسیله داعش ته مرستندوي ځواکونه ورکړي چې هغوی وکړای شي د یادو ځواکونو په وسیله د کابل ننګرهار لویه لاره قطع کړي.

همداراز تیره ورځ د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې داعش اوس په زابل ولایت کې هم فعال شوي او د سیمې د خلګو امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د داعش په اړه د لوړ پوړو دولتي چارواکو پورتنیو څرګندونو ته په کتو سره داسې ښکاري چې هغوی اصلا په هیواد کې د داعش د نفوذ تشهیر ته توظیف شوي نه د هغوي د تروریستي فعالیتونو مخنیوي ته ؛ ځکه په کومو ځایونو کې چې اصلا داعش هیڅ شتون نه لري هلته همدا چارواکي ورسره د دولتي بندیانو د تبادلې خبرونه او په پراخو سیمو یې د تسلط خبر داری ورکوي.

امریکایان چې همدا اوس افغانستان ته د۴۰۰۰ نورو اضافي سرتیرو د رالیږلو اعلان کوي دې ته اړتیالري چې په افغانستان کې د خپل موجودیت لپاره مبرر ولټوي.

هغوی به حتما حکومتي چارواکي او خپلې پلوي رسنۍ مجبوروي چې د داعش تشهیر ته کمپاین وکړي او له دې لاري په افغانستان کې خپل اشغال ته مجوز پیدا کړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version