د لوموند ورځپاڼې د راپور پر اساس داعش ډلې د 2019 او 2021 ميلادي کلنو تر منځ د افغانستان بلخ ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د دلبرجین تاريخي سيمه په کامله توګه تخريب او لوټلې ده
ياده فرانسوي ورځپاڼه لیکي : د دي سيمې د لوټلو او تخريب اثرات دا په ګوته کوي چې د نوموړې سيمې لوټل کيدل د عادي خلکو کار نه دى، بلکه دا پيښه د يو مسلکي او متخصص کسانو پواسطه ترسره شوې ده
لوموند ورځپاڼه په افغانستان کي د تاريخپوهانو د ډلې (ډافا) موسسې د راپورونو په تاييد سره اضافه کوي چي د دلبرجین سيمې ته د اشرف غني په حکومت کې د داعش ډلې حرفوي غلو نفوذ کړى وو او هلته يې د غلاو او تخریب ډيرې پيښې رامنځته کړي دي
ورځپاڼه زياتوي : داعش ډلې په عراق او سوریه کې د ورته غلاوو او تخریبي تکتيکونه په کارولو سره ډيرى تاريخي موزيمونه، بانکونه، سوپر مارکيټونه او د زرګرۍ هټۍ لوټلې دي
تاريخپوهان په دي اند دي چې داعش ډله په دي توانيدلې تر څو په ياده سيمه کي د دريمې او څلورمې پيړۍ څخه را پاتې طلايي اثار، کتابتونه، جواهرات او غربي نړۍ ته ارزښت لرونکي مجسمې ولوټي
د سټلايټ انځورونه ښيي چي ياده سيمه د لوټلو وروسته تر ډيره بريده تخريب شوې ده
هيره دي نه وي چي داعش ډله د نړۍ په کچه په غلاوو، اختطاف، باج نيونو، وژنو او ورانکارو فعالیتونو کې يو پيژندل شوې ډله ده
دلبرجین د بلخ ښار په 40 کيلومترۍ کې پروت تاريخي ښار دى چي د هخامنشيانو د واکمنۍ پر مهال
رغول شوى دى
راپور : ابو حمزه موحد