داعشي خوارجو د خپل شتون له لومړیو شېبو راهیسې تر نن ورځې پورې تل د دنیا او آخرت د سوکالۍ شعارونه پورته کړي دي. د دوی له مشرانو نیولې ان تر ټولو ټیټې رتبې غړو پورې، چې په ځلاندو او غولوونکو تبلیغاتي ویډیوګانو کې به راڅرګندېدل، ټولو به د اسلامي امت د دنیا او آخرت د آبادۍ خبرې کولې، خو دا یوازې ادعا وه، نه عمل.
هو! که څه هم داعش خوارجو خوږې، زړهراښکونکې او د خیر غوښتنې ډکې ادعاوې کولې او ځانونه یې د اصلاح او ښېګڼې داعیان معرفي کول، خو په عمل کې یې بلکل برعکس مسیر ونیو؛ هغوی نه یوازې د امت دنیا په داسې کنډواله واړوله چې د اوسېدو وړ نه وه، بلکې د هغو کسانو آخرت یې هم تباه کړ چې ورسره ملګري شوي وو.
داعش چې به هر ځای د اسلامي سیمو پر خاوره پښه کېښوده، د خلافت د تاسیس د تشو دعوو او له نړۍ سره د جګړې د اعلان تر نامه لاندې، ډېر ژر یې ښارونه او کلي په کنډوالو بدل کړل او د مسلمانانو کورونه او کاشانې یې ورانې کړې. د عراق او شام ګڼ ښارونه د دې حقیقت ژوندي شاهدان دي؛ لکه د عراق موصل او د شام رقّه، چې که څه هم د داعش د طاعون له شتون څخه خلاص شوي، خو لا تر اوسه هم د دې منفورې ډلې د ورانیو نښې پکې په څرګند ډول تر سترګو کېږي.
د ښارونو ورانېدل یوازې د دې فاجعې ظاهري بڼه وه؛ هغه څه چې داعش یې لا زیات د اسلامي امت په وړاندې کرکجن او منفور کړ، د دوی فاسدې عقیدې او د اسلامي سپېڅلو احکامو ناسم، تحریف شوی او افراطي تعبیرونه وو؛ هماغه څه چې لامل شول داعش نه یوازې د امت مسلمه دنیا ورانه کړي، بلکې د دوی آخرت ته هم هېڅ رحم و نه کړي.
داعش د پراخو او منظمو تبلیغاتي کمپاینونو او د دیني شعایرو د ناوړه او ابزاري استفادې له لارې وتوانېد چې ډېر مسلمانان ځان ته راجذب کړي او د هغوی احساسات د استخدام د وسیلې په توګه وکاروي؛ هغه کسان چې په قصد یا بېقصده د خوارجو د فتنې په جال کې ولوېدل او خپل ژوند یې د دې فتنې د اور د لا لمبېدو لپاره د هیزمو په څېر قرباني کړل.
داعشي خوارجو په عمل کې دا ثابته کړه چې د مسلمانانو د دنیا او آخرت له آبادۍ سره هېڅ تړاو نه لري. هر ځای ته چې د دې ډلې پښه ورسېده، هلته امنیت له منځه ولاړ، د خلکو رزق او روزي پرې شوه او عادي ژوند په یوه تریخ او ویرونکی کابوس بدل شو. هغه مسلمانان چې تر پرون پورې په خپلو کورونو کې په آرامه اوسېدل، یا بې کوره شول او یا د داعش د دروغجنو ادعاوو تر کنډوالو لاندې یې ساه ورکړه.
خو فاجعه دلته پای ته ونه رسېده؛ داعش په همدې کړنو سره د خپلو پیروانو آخرت هم د لوبې میدان وګرځاوه. هغه سادهلوحه ځوانان چې د الهي قرب، د الله تعالی جلجلاله د رضا او د جنت د هیلې په نیت ورسره یو ځای شوي وو، داسې لارې ته ور ټېل وهل شول چې له وینو، ظلم، تېري او د خدای جلجلاله د بندګانو د حقونو له تر پښو لاندې کولو څخه ډکه وه؛ داسې لار چې نه د عبادت بوی ترې راتله او نه د هدایت رڼا پکې لیدل کېده.
داعشي خوارجو د اسلام تر نامه لاندې د مسلمانانو په وژلو او د بېقاعدې، بېرحمانه تکفیر له لارې، نه یوازې پر امت یې دنياوي ژوند تنګ کړ، بلکې د خپلو پیروانو پر اوږو یې د درنو او نه بښل کېدونکو ګناهونو بار هم کېښود. هغوی د جوړولو پر ځای ورانولو وکړل او د هدایت پر ځای یې خلک د هلاکت کندې ته ورټېل وهل.
په پایله کې، له داعش څخه چې څه پاتې شول، نه خلافت و او نه آبادۍ؛ بلکې یوه سوځېدلې دنیا او یو تباه شوی آخرت و د هغو کسانو لپاره چې د دوی د ځلاندو، خو غولوونکو شعارونو ښکار شوي وو—یو تریخ او دردناک حقیقت چې اسلامي امت یې دروند قیمت پرې کړ.









































