طوفان الأقصی او د داعش چوپتيا

طاهر احرار

له خپلو کورونو يې بې ځايه کړل، له خپلو وطنونو يې وشړل، د دوى ملکيتونه يې شخصي وګرځول،  ځوانان يې هره ورځ زندانونو ته تلل او يا په شهادت رسېدل، د دوى پرمخ يې خويندو مېندو ته لاس اچول کېده او له سر يې پړونى غورځېده، مسجدونو ته د عبادت لپاره نه پرېښودل کېدل، دوى پخپل هېواد کې غلامان شوي وو، درېيمه ورځ ده چې د فلسطين خلک اخر هم مجبور شول؛ چې د خپلو وينو غوښو په بدل ځانونه آﺯاد کړي او يهودي اشغال ته د پاى ټکى کېږدي.
هغوى حيرانونکي بريدونه پیل کړل، اسرائيل يې شاتګ ته مجبور کړل د مُسلمه اُمت دعاګانې ورته شروع شوې، د نړۍ له هر ګوټه د فلسطينيانو لپاره، نوافل تلاوتونه، نذرونه، شروع شول.
د افغانستان اسلامي امارت يې څرګند سياسي ملاتړ وکړ، حتى ايران، روس!
يواﺯې پر نوم د اسلامي خِلافت دعويدران (داعش) چُپه خوله پاتې دي، دوى نشي کولاى چې لږ تر لږه يوه اعلاميه د فلسطين په ملاتړ خپره کړي، ځکه په دې سره به يې باداران خفه شي او لاسليک شوي تړونونه به مات شي.
معلومه شوه؛ چې دا ډله هيڅ د اسرائيل خِلاف جنګ ته جهاد نه وايي، شهدا يې شهيدان نه بولي او بيت المقدس خپله قبله نه مني او نه يې د آﺯادۍ فکر لري. د دوى مقصد او هدف صرف او صرف د لوى اسرائيل رياست قيام دی او د همدې هدف لپاره جوړ شوي دي.
خو لله الحمد پرون داعشيان په منډه وو او نن اسرائيليان.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version