صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

د صومالیا په باري ولایت کې یو شمېر سوداګرو خپلې هټۍ د داعشي خوارجو د ګواښونو له امله تړلې دي.

د صومالیا کاب ټلوېزون د رمضان په ۲۲تمه (۱۳ اپرېل) لیکلي، د باري ولایت په بوصاصو ښار کې یو شمېر سوداګرو تر هغه وروسته خپلې هټۍ وتړلې کله چې یې د داعشي خوارجو لخوا غوښتل شوې پیسې پوره نه کړای شوې.

د المصروف په نوم د یوه سیمه ییز صادراتي-وارداتي شرکت مسؤلین وايي چې په بوصاصو ښار کې یې خپل دفترونه او سټورونه تړلي، ځکه چې داعشیانو پنځه لکه ډالر ترې غوښتي او دوی یې نشي ورکولای.

د یاد شرکت د کارمندانو په خبره، د شرکت اړوند یو سټور څه موده وړاندې داعشي خوارجو سوځولی و، چې له امله یې دوی ته مالي او ځاني زیان اوښتی و.

د المصروف شرکت یوه کارکوونکي کاب ټلوېزون ته ویلي، ”په بوصاصو ښار کې سوداګر له سختو ګواښونو سره مخ دي، ځکه چې داعش په زور له خلکو پیسې اخلي او د نه ورکول کېدو په صورت کې د مرګ ګواښونه ورته کوي؛ داعش دا کار د خپلو عوائدو زیاتولو لپاره کوي“.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version